fbpx

غم ځپلې اوښکې/نصرت زرمتی

نصرت زرمتی

بيګامي خوب کې وې له سترګو نه وتلې اوښکې

وې يو په بل پسې راغلې بهيدلې اوښکې

د يار و قبر ته ديره وم د وصال په تمه

ما ويل کیدای شي که مي واخلي دا نيولې اوښکې

له حرارت نه مي د غم، بدن خوله خوله وو

په اننګو باندي مي ورو ورو غځيدلې اوښکې

له اوښکو هم اوښکې روانې وې مايوسه غوندي

بس د ګريوان لور ته روانې وې او تللې اوښکې

ديدن مي وکړ البته په ډيرو ستونزو باندي

دخوښۍ ځای و خو هرخوا ته رغړیدلې اوښکې

جانان مي هم په ژړغوني اواز وويل راته

ياره! دا څه کوې؟ ما ستا نه وې لیدلې اوښکې

ما ويل دلبره! له يادونو دې پوښتنه وکړه

تل يي پالي دا ځوریدلې غم ځپلې اوښکې

راځه اشنا رانه د اوښکو مي پوښتنه مه کړه

زه په دې خوښ يم چي مي تاته وې ساتلې اوښکې

ما لا له وخته وه له ځان سره دا ژمنه کړې

د ستا وصال ته مې همدومره وې منلې اوښکې

چي رابیدار شوم څوسلګۍ مي پسي نورې وکړې

بس له بڼو نه مي هر لور ته تښتیدلې اوښکې

نه زه ماشوم وم نه مي هغه مهربانه مور وه

چې په ناز ناز به یې ورو ورو  راپاکولې اوښکې

خير’

موږ هغه نه یو چې په اوښکو مو خندا وکړي څوک

موږ هغه څوک یو چې په اوښکو مو ګټلې اوښکې

خدایه! د ستاد لارې حب ده، ( نصرت ) ځکه ژاړي

څومره به ښه وي که ترعرش وي رسیدلې اوښکې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د