دیني، سیرت او تاریخ

لوى څښتن د اسلام دين پر ټولو دينونو باندي لوړوي

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: عبدالمالک همت

لوى څښتن سبحانه د خپل نور (داسلام د سپېڅلي دین) د بشپړېدو ، هره خوا خپرېدو او پر ټولو باطلو د ينونو، فلسفو او ایزمونو باندي د لوړېدو او بریالي کېدو په هکله د خپلي ژمني پر ترسره کولو باندي ټينګار کوي ، د دې بشپړېدو څرنګوالى داسي څرګندوي اوفرمايي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (33)﴾ [التوبة : ۹ : ۳۳ ، الصف : ۶۱ : ۹]

ژباړه: الله هغه ذات دى چي خپل پيغمبر(محمد صلى الله عليه وسلم) يې د لارښووني او رښتياني دين(قرآن او  اسلام) سره (دنياته) لېږلى دى، چي هغه (په هغه کي په شتو دلايلو او احکامو سره) پر ټولو دينونو باندي لوړ او برلاسى کړي، که هر څونه هم د مشرکانو د اسلام له حق دين څخه او پر نورو دينونو باندي د هغه له بري څخه ښه نه راځي.

د اسلام او قرآن  دا برلاسى يا د نورو دينونو په منسوخېدو دى يا د دې منسوخېدو تر څنګ په دلايلو او منلتيا دى يا د مسلمانانو په بري او ښو چارو په تر سره کولو دى. دا ټول تېرمهال ترسره سوي هم دي او په راتلونکې کي يې هم  د لوى څښتن په مرسته او نصرت هيله سته. د لوى څښتن سبحانه وينا ده:
﴿ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ﴾  [الرعد: ١٣ : ١٧]

ژباړه: او (باطل د اوبو پر سر د ځګ غوندي دی)، نو کوم چي ځګ دى هغه  بې ګټي ضایع کيږي، ليري اچول کيږي او له منځه ځي، خو (د حق مثال د رڼو اوبو غوندي دی، چي خلک يې څښي او ډول ډول مېوې او حاصلات ځني رامنځ ته کيږي او انسانان ګټه ځني اخلي)، نو کوم شى چي د انسانانو لپاره ګټور دى هغه په مځکه کي پاته کيږي.

د دلايلو له پلوه دا لوړتيا او برلاسى هر وخت د قرآن او اسلام په برخه دى. خو کله چي مسلمانانو په قرآن په سمه او بشپړه توګه عمل کاوه، نو دنيوي برلاسى يې هم په برخه وو. اوس هم که مسلمانان په خپل دين لکه چي ښايي هماغسي په سمه توګه عمل وکړي، نو برى او بر لاسى يې يقيني دى، ځکه چي الله  ژمنه کړې ده چي حزب الله (د لوى څښتن ډله) به  هرو مرو بريالۍ وي، خو په دې شرط چي مسلمان حزب الله جوړ سي. په دې اړه د لوی څښتن دې وينا ته ځير سئ:

﴿ وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ (56) ﴾  [المائدة: ه : ۵۶]

ژباړه: او څوک چي الله او د هغه پيغمبر او مومنان خپل دوستان (او ملګري) و ګڼي(او وېسا او وثوق پر ولري، نو هغه د لوى څښتن په ډله (حزب، ګوند) کي شامليږي او همدا) د الله ډله غلبه (اوبرى) موندونکې ده.

بل ځای فرمايي:

﴿كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (21) لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آَبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (22)﴾  [المجادلة: ۵۸: ۲۱ ، ۲۲]

ژباړه: د الله  قضا د هغه په  پخواني علم سره داده چي زه  او زما پیغمبران به خامخا (زموږ پردښمنانو باندي په دلایلو او ځواک سره) برلاسي کيږو . بې شکه چي الله (د خپلو پیغمبرانو پر نصرت باندي قوي او پیاوړی او زورور دی(له خپلو دښمنانو څخه غچ اخلي.

(ای پیغمبره !) کوم خلک چي پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لري ، هغوی به ته داسي ونه مومې چي د هغو کسانو سره خپلوي کوي چي  د الله او د هغه د پیغمبر سره په مخالفت کي وي، که څه هم  (دغه د الله  او د هغه د پیغمبر مخالفان او دښمنان)دهغو پلرونه، یا زامن، یا وروڼه یا د کورنۍ غړی وي. دا هغه کسان دي چي الله د هغو په زړونو کی ایمان ټينګ کړی دی ( او بیا بدلون نه مومي)  او له خپل لوري د يو روح (نصرت) په ورکولو سره يې دوی(د نړۍ په ژوندانه کي پر خپلو دښمنانو) پیاوړي کړي دي. هغه به دوی( دقیامت په ورځ) داسي جنتونو ته ننباسي چي (تر دنګو ماڼيو او سيوري لرونکو ونو) لاندي يې ولې بهېږي. په هغو کي به دوی د تل لپاره اوسيږي. الله له دوی څخه راضي سوی دی او دوی له الله څخه راضي سوي دي . دوی د الله ډله ده. خبر اوسئ چي د الله  ډله فلاح موندونکي دي.
رشتیا هم د عقل تقاضا داده چي عزت او نېکمرغي د سمي او سيخي لاري په اخيستو کی ده. وايي : ”کوږ بار تر مزله نه رسيږي“. که ځوک له سمی لاري بې لاري سوی وی که هرځومره واک او ځواک هم ورسره وي په درد يې نه خوري، پای ذلیل او بې چاره کيږي. حضرت رحمان بابا رحمه الله څه ښه ويلي دي:

چي الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکري درسره وي یک تنها يې

ځکه نو د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د لوی څښتن د ګوند پوځيان په دې شعار ورکولو سره چي: ”یا بری یا شهادت“ مخ په وړاندی روان دي او وايي چي بالاخره: لوى څښتن د اسلام دين پر ټولو دينونو باندي لوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammed

ددی لیکوال صاحب تولی خبری پدغه مقاله کی ما ته دخلوصه دکی خکاری او دغسی لیکنوو ته باید مونږ غاړه کیږدو او عمل هم ورباندی وکړو زکه چی دی مقاله دنورو ګته نه بلکی زمونږ خپله ګته په ګوته کوی او حقیقی لاره مونږ ته خیی جزاک الله خیر

ن ( صمد )

ماشاالله ګران همت صاحب! ډیره عالمانه او عاملانه لیکنه ده . الله دی ټولو مسلمانانو ته د اسلام د واقعي هضمولو توفیق ورکړی ، نه دا چی یوازی په خوله وایی . ډیره مننه د دې مهمو او اړینو معلوماتو څخه . الله دې اجر او بدله درکړی .

الحاج استا ذ بیانزی

همت صاحب الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم یو څو ټکی ورسره اضافه کړم او هغه داچه : اخرنی اسلام چه د محمد ص په وخت کی یی اخره برخه تکمیله شوه له دی مخکی ټول الهی ادیان یو اسلام وو ، دا چه الله ج فرمایی چه مونږ نن درته اسلام پوره کړو هدف یی د پخوانی او اخری اسلام څخه وو یعنی عیسویت او یهودیت په خپل وخت کی د اسلام یوه برخه وه چه دهغه وخت ، خای او د هغه خلکو د شرایطو له مخی ورته ځانګړی پولی ټاکل شوی وی چه دابه کوی… نور لوستل »

mohammed

بیانزی صاحب بخنه غواړم ستاسو خبره زما په نظر په خطا کی رازی اوله دا چی تاسو وایی چی الله فرمایی چی ما تاسوته (اسلام) مکمل کړو [ستاسو جمله داده(چه الله ج فرمایی چه مونږ نن درته اسلام پوره کړو )] الله داسی ندی ویلی بلکه الله سبحانه وتعالی وایی چی ما تاسو ته ستاسو (دین) احکام ددین مکمل کړو او تاسوته می (اسلام) دین خوخ کړو ایه کریمة داسی ده الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإسْلامَ دِينًا او دویمه خبره چی ویلی مو دی چی پخوانی اسلام او اخیری اسلام او دا مو هم ویلی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

محمد صاحب السلام علیکم ! د روسانو او انګریزانو دغه ۴۰ کاله وحشت مونږ له چوکاټه لږ ویستلی یو ، لمړی زه او بیا نور ، تاسی پکی نه یادوم . که زه پوه شم چه تاسی د فتوی او ارزونو وړتیا ولری زه به خپله تبصره او یا لیکنه لمړی تاسی ته در ایمیل کړم او مننه به هم درڅخه وکړم چه تاسی زمونږ تبصری یا لیکنی را سمی کوی ، په دی شرط چه سمی یی کړی لا نوری کږی نه شی ، زه د خلکو په نیوکو نه یواځی خوابدی نه کوم بلکه خوشالیږم مګر په دی… نور لوستل »

mohammed

او له د محترم استاد نه بخنه غواړم که می کومه جمله داسلام او ادبه وتلی خبره کړی وی نو الله د راته مغفرت وکړی او دوهم دا ویل غواړم چی محترم استاده تاسو نه مودبانه درخواست کوم چی تاسو اول مقاله ولولی بیا اولنی تبصرو ته ورشی او بیا خپل اولنی تبصری ته او بیا زما تبصری ته او هره جمله دالله دپاره خه په غور ولوله چی سوک په چا تبصری کوی او بیا چی کوم زای کی داسلام اوکوم زای کی ددین کلمه استعمال شوی ده ما هیسکله ندی لیکلی (چه الله ج فرمایلی چه نن ورځ… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

محمد صاحب السلام علیکم : که څه هم مونږ تصمیم نیولی وو چه نور دی مزاحم نه شم ، ولی ستا له دی تبصری څخه چه مونږ ولوستله او دمخکو هغو سره مقایسه کړه ، تاسی په ارزونه او مقایسه کی له عجلی کار اخلی ، او بیا له داسی جملو یا لغتو کار اخلی چه توهین او سپکوالی پکی وی ، دا د مناقشی روش نه دی حتی که څوک د اهل کتاب یا اتیستانو یا لاخدایانو او کمونستانو سره مناظری او مناقشی لری . متقابل اړخ ته د مناقشی او ږدوالی د پاره د هغه درنښت ساتلو ته… نور لوستل »

عبدالمالک همت

له ټولو معززو او زړه ته راتېرو دوستانو څخه ډېره مننه چي زما پرليکنه باندي يې خوندوري څرګندوني او تبصرې کړي دي، الله تعالی دي ټولو ته اجرونه او ثوابونه ورکړي. دغسي څرګندوني د لیکوال د ليکني د موضوع د روښانتیا سره ډېر ښه کومک کولای سي. زه به ستاسو د دې ارزښتناکو تبصرو په پاس او درناوی زما د کتاب يو فصل چي د دې موضوع د روښانولو سره څه نوره مرسته هم کوي” د ټولو پيغمبرانو دين همدغه اسلام وو “ تر سرلیک لاندي همدې نن ټکي آسيا، د هيواد د آزادۍ د ملي مبارزينو د ارګان ښکلي… نور لوستل »

Abdul Rafi

په قرآني ایتونو خو تبصره نه کیږي لاکن تفسیره کولای شو خو هغه هم د پوهي په بنسټ. د همت صاحب په لیکنه او زیار باندی عمل غواړم چی ټول مسلمانان عمل باندی وکړي.

mohammed

الله دپیغمبرانو یوازنی دین اسلام ده او نور تول ادیان باطله ده چی پدی باندی قرانی ایات دیر دی چی الله ج فرمایلی ابراهم ع یهودی او نصرانی نه بلکه پاک مسلمان وو نو که سوک بیا داسی ووایی چی ابراهیم ځکه مسلمان وو چی یهودیت او عیسویت هغه وقت کی نه وو او دهغه نه وروسته راغی لکه چی زمونږ یو ورور په یو بل زای همدا دلیل ویلی نو دا سنګه کیدای شی چی الله ج ابراهیم ع ته هم داسلام دین ورکړی او بیا په منځ کی موسی ع ته یهودیت او عیسی ع ته عیسویت دین… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

محمد صاحب ! هماغه خبره جه د ټولو پیغمبرانو یو دین وو او هغه دین اسلام وو ، همت صاحب په لیکنه او مونږ په تبصره کی همدا لیکلی وو حتی د ( اکملت لکم دینکم …) د مبارکه ایه په اړه دی زمونږ ترجمه غلطه یاده کړی وه ، هڅی دی کړی وه چه زمونږ تبصره د همت صاحب د لیکنی په خلاف هغه ته وانمود کړی یعنی هغه له مونږه خوابدی کړی او له ډیرو تبصرو وروسته هماغه سره توافق کوی چه اوله کی مخالف وۍ ولی ؟ د دی په ځای به مو په نورو مثمرو خبرو… نور لوستل »

mohammed

الحاج بیانزی صاحب اول دامشکل له هاغه مضون چی روسان اوطلبنو اړیکی په باره کی وو نوستاسو ملګری دیر چکچکونه ورته وهلی وو چی دیر خه ملګرتیا ده او روسانو نه مو چی کمونستان دی په دروغه عیسویان جوړ کړی ول بیا خپل غرض دپاره ورته اصلی عیسایان او یو ملګری ویلی ول (ارتودکسان ) او دامریکایانو او اروپایانو نه غلطه یا ګمراه عیسویان نو ماتاسوته وویل چی عیسویت کی خه او خراب نشته بلکی تول فاسد منسوخ اوباطل دین دی خو تاسو دیر رنګارنګ دلایل مو هم ویلی سنګه چی وایی ددروغو مزل لند وی نو یو تبصره پورته… نور لوستل »

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx