نړۍ

خیبرپښتونخوا: مردان کې چاودني ۲۱ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۸ مه، ۱۳۹۴ ل): د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې د شناختي کارډ جوړوني د دفتر (نادرا) مخته په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او۲۶ نور ټپيان دي.

د مردان د پولیسو قومندان خبریالانو ته وویل چې چاودنه سرتیری برید وو.

په چاودنه کې ټپي شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي چې په هغوی کې د ځینو روغتیایې حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی او همدارنګه په روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

عیني شاهدان وایې چې د چاودني پر وخت د (نادرا) دفتر مخي ته ډیری خلک را ټول شوي وه چې یو تن پر موټر سایکل سپور وغوښتل دفتر ته دننه ورشي، کله چې د دفتر ساتونکو هغه د ننوتلو څخه منعه کړ نو په همدې وخت کې زوروره چاودنه رامنځته شوه.

د طالبانو غندنه:

پاکستاني طالبانو برید په کلکو ټکو غندلی او په هغه کې یې لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني پاکستاني رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې په عامه ځایونو کې چاودني ددوی سره هیڅ اړه نه لري، هغه زیاته کړي چې ددوی هدف د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی قانون نافذول دي نه د انسانیت وژنه.

تر اوسه د برید پړه کومي ډلي نه ده منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x