افغانستان

طالبان: موږ په ننګرهار کې د خبريالانو سره دکابل ادارې دچارواکو لخوا بد چلند په کلکه غندو

طالبانو په یوه اعلامیه کی چی نن ټکی آسیا ته یې هم را لیږلی، ویلي چي دوی په ننګرهار کي د کابل د ادارې له خوا د خبریالانو سره بدل چلند په کلکه غندي، په خبرپاڼه کی په حکومت تور لګېدلی چي تل هڅه کوي چي د خبریالانو ته ګواښ کوي، او هڅه کوي چي واقعیتونه سانسور کړی.
نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې دغه مهمه خبرپاڼه په لاندي ډول ده:


موږ په ننګرهار کې د خبريالانو سره دکابل ادارې  دچارواکو لخوا بد چلند په کلکه غندو

داچې نن سهار په ننګرهار کې داستخباراتو په مرکزکامیاب فدايي بريد ترسره شوچې دښمن ته یې ګڼه مرګ ژوبله واړوله ، خبريالانو هڅه کوله چې دخبرې مسئوليت دترسره کولو او دپيښې  دپوښښ لپاره سيمې ته ځان ورسوي او له واقعيتونونه  ځان خبر اودرسنيو لخوايې دخلکوترغوږو ورسوي ، خو دکابل ادارې دننګرهار دچارواکو خصوصا داستخباراتي کارمندانو له خوا خبريالان وهل شوي ، سپکاوي ورته شوي او وسائل ورنه اخيستل شوي او مات شوي  دي ، دې  ته ورته يوه بله پيښه  دوه مياشتې وړاندې په کابل کې هم له خبريالانوسره شوي وه  چې ځينې خبريالان د استخباراتي کسانو له بد اخلاقۍ ، ستوزغ چلند ، سپکاوي او وهلو سره مخ شوي وو ،

داسي ګڼې پيښې پخوا هم ترسترګوشوي ،چې هم موبهرنی دښمن او هم يې کورني اجيران تل هڅه کوي چې دپيښو اصلي خبر او واقعيت له خلکو پټ وساتل شي ، اوتل هغه شي اوخبرخپورشي چې ددوي   لخوا ور کول کيږي، موږ په ورځني شکل ګڼې داسي حادثي او پيښې لرو چې ترخبري سرچينويې رسوو او يا يې خبريالان پخپله هم دسر په سترګو وينې او خبرونه يې ترلاسه کوي خو دنشر او خپراوي په برخه کې ددښمن له داډول سپک چلند سره مخ کيږي  او هڅه کيږي چې واقعيتونه سانسور او دخلکو له نظره پټ پاتې شي ، اکثره وخت ځينې رسنۍ هم ددښمن له دغه ډول کردار سره ملې وي ، خو بيا ځينې نور آزاد خبريالان او با احساسه افغانان شته چې دورته سانسور سره مقابله کوي خوهغوی بیا ددښمن له خوا وهل کيږي ، ګواښل کيږي او دبندي کيدو او حتي وژل کيدو خبره  دسپکو سپورو سره یوځای ورته کيږي ، چې دننګرهار نني پيښه ددې ګواښ اوسانسور خورا ښه مثال ده ،  داچې دکابل ادارې چارواکي په دوي باندي دبريدونو په مهال خپل کنټرول او واک له لاسه ورکوي اودخبريالانو سره بد چلند کوی موږ يې په کلکه غندو ، خبريالان باید پريښودل شي چې خلکوته دپيښو په اړه آزاد او خپلواک خبرونه او راپورونه ورکړي ، په دې لاره کې بايد دخبريالانو ټولنې اونورآزاد فرهنګۍ بنسټونه هم چوپه خوله پاتي نشي او دخبريالانو په وړاندي دناسم چلند په وړاندي ودريږي ، ورسره باید درسنيو مراکز چې دغه خبريالان دهغو لپاره کار کوي هم حقائق په پام کې ونيسې او دخپلو خبريالانو دعزت او درناوي لپاره کلک ګامونه واخلي او ټول وخت دلويو قوتونو لپاره ديوې تبليغاتي آلې په ډول چوپه خوله ونه نيسي .

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی

۱۴۳۴/۴/۱۴هــ ق

۱۳۹۱/۱۲/۶هــ ش ــ ۲۰۱۳/۲/۲۴م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x