نړۍ

د عراقي صدر اعظم پر چورلکې بريد شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۸ مه، ۱۳۹۴ ل): د عراق امنيتي سرچينې وايي، چې اسلامي دولت ډلې رمادي ښار کې د عراقي صدر اعظم حيدر العبادي پر چورلکې توغنديز بريد کړی دی.

سرچينه زياتوي، چې داعش ډلې د چورلکې کوزېدو سيمه کې توغنديز بريد کړی، مګر حيدر العبادي او د هغه قافلې ته په دغه بريد کې زيان نه دی اوښتی.

عربي رسنۍ وايي، چې رمادي کې د يو بل سرتيري بريد له امله يوولس عراقي پوځيان وژل شوي دي.

رواد الکردي خبري اژانس وايي، چې له بريد وروسته حيدر العبادي له سيمې بېرته ولاړ.

د عراق صدر اعظم حيدر العبادي د عراقي ځواکونو له لوري د رمادي له نيولو وروسته دغې سيمې ته تللی و او غوښتل، يې، چې د رمادي له پوهنتون او نظامي ادارو ليدنه وکړي.

په عين کې حال کې د امريکايي پوځ متقاعد جنرال او د نظامي چارو کارپوه باري ماکافري د عراقي ځواکونو له لوري د رمادي د نيولو په اړه په خپل غبرګون کې ويلي، چې د رمادي نيول دومره ستره فتحه نه بلل کيږي؛ ځکه چې د داعش ۱۹زره جنګيالي له رمادي ووتل، مګر ۱۵۰ سرتيري بريدګر يې په رمادي کې پريښي او وخت پر وخت به پر عراقي سرتېرو بريدونه کوي.

جنرال ماکافری امريکايي تلويزون «ام ايس ان بي سي» سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د عراقي سرتېرو له لوري د رمادي ښار نيول يوه لاسته راوړنه ده او دا يې هم د شيعه ملېشو او همدا رنګه د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د هوايي بريدونو په مرسته نيولی دی، مګر دومره لويه فتحه هم نه ده، چې دوی دې ورته خوښي وکړي.

دغه امريکايي جنرال وايي، چې عراقي پوځ نه شي کولای، چې عراقي ولس کې خپل باور ومومي؛ ځکه چې ډېری مشران شيعه‌ګان دي او ډېری سياسي او نظامي چارواکي يې په فساد ککړ دي.

«د عراق يوه ستونزه دا ده، چې کردان په خپلو سيمو کې شيعه وسله‌وال نه شي زغملی او همدا رنګه په الانبار او نورو سيمو کې سنيان هم دا فکر کوي، چې شيعه پوځ لرونکي، حکومت سره چې د ايران له لوري يې ملاتړ کېږي په جګړو اخته دي.»

جنرال مکافري د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن هغه طرحه يو ځل بيا تاييد کړه، چې په د عراق د وېش خبره يې کړې وه.
جوبايډن ويلي و، چې عراق بايد په سنيانو، کردانو او شيعه ګانو تقسيم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x