نړۍ

اردوګان سعودي عربستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی ۸ مه، ۱۳۹۴ ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان نن په يو رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسيدلی دی.

ويل کيږي، چې ترکي ولسمشر به د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو لوړپوړو چارواکو سره په يو شمېر مهمو سیاسي او اقتصادي چارو خبرې وکړي او تر ټولو مهم يې د سوريې موضوع ده.

اردوګان د انقرې په نړيوال هوايي ډګر کې د خپل سفر له پيلېدو وړاندې خبريالانو ته وويل، چې دی به د سعودي پاچا سره د انرژي، امنيتي چارو او د «ترهګرۍ» مسايلو په اړه خبرې وکړي.

ترکي ولسمشر وويل، چې هېواد يې سعودي عربستان سره د سيمې په اړه سلامشورې کوي او د سيمې امنيت په موخه د حل په لټه کې دي او تر ټولو مهم يې د سوريې روانه کشاله بللې ده.

رياض کې د الجزيرې خبريال عمر خشروم وايي، چې ترکي ولسمشر سره په دې سفر کې د اقتصاد، بهرنيو چارو او انرژۍ وزيران ملګري دي او دغه سفر د سيمې په کچه يو مهم سفر بللی دی.

عمر خشروم زياتوي، چې ترکيه او سعودي عربستان دواړه غواړي، چې سيمه کې خپل فعال رول ترسره کړي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې، چې روسيې په سوريه کې مداخله وکړه او داعش د خپل ځواک سيمې نورې هم پراخې کړي.

سرچينه وايي، چې دواړه مشران به د سوريې او يمن کشالې په اړه خبرې وکړي.

ترکيه او سعودي دواړه د بشارالاسد د ګوښه کېدو او يو موټي سوريې غوښتونکي دي او سيمه کې د روسيې په مداخلې هم دواړه هېوادونه نيوکې لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close