ورزش

بریا پسې بریا؛ د شهزاد غوره توپ وهنې بیا هم زیمبابووي له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۸مه ۱۳۹۴ل): نن د افغانستان او زیمبابووي تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې افغانستان د محمد شهزاد پیاوړې او غښتلې توپ وهنې سره سیالې لوبډلې ته په څلورو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۱۴ توپونه پاتې ول ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د زیمبابووي لوبډلې وګټله او لوبغالۍ حالت ته کتو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د زیمبابووي لوبډلې لپاره د توپ وهنې پیلوونکي لوبغاړي ښه وځلیدل چې له امله يي زیمبابووي د ستر هدف په ټاکلو بریالی شو.

د زیمبابووي لوبډلې په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ایروین، مور او مسکدزا غوره توپ وهنې په مرسته ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره ایروین په ۹۸ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۳، مور په ۵۱ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ او مسکدزا په ۶۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې توپ اچوونکي د لوبې په پیل کې د ویکټو په اخیستلو بریالي نشول خو د لوبې په اخره کې يي څو چټکې ویکټې واخیستې.

د ملي لوبډلې لپاره دولت ځدران لسو اورونو کې ۵۷ منډو ورکولو سره درې، محمد نبي لسو اورونو کې ۴۹ منډو ورکولو سره دوه او روښان بارکزی لسو اورونو کې ۴۵ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنې کې د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد او نور علي ځدران غوره توپ وهنه پیل کړه خو په ۵۰ منډو نور علي ځدران خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

له نور علي ځدران څخه وروسته محمد نبي له محمد شهزاد سره غوره او پیاوړې ملګرتیا پیل کړه او داسې ښکاریده چې افغانستان به دغه لوبه ډیره اسانۍ سره وګټي. محمد نبي د ۸۷ منډو له ملګرتیا وروسته د یوې غلطې پریکړې له امله رن اوټ شو.

د محمد نبي له سوځیدو څخه وروسته د لوبغاړو د سوځیدو لړۍ پیل شوه او نوروز منګل، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواري او نجیب الله ځدران له ځانګړو منډو جوړولو پرته خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه تر ډیره د افغانستان له واکه ووته.

د شپږو لوبغاړو له سوځیدو وروسته میرویس اشرف توپ وهنې ته راغی او له محمد شهزاد سره يي د ۵۶ منډو پیاوړی ملګرتیا وکړه کوم چې د دغې لوبې د ګټلو لامل شو.

نننۍ لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه چې د لوبې تبصره کوونکي يي هم په صفتونو ستړي شول. محمد شهزاد دغې لوبې کې په ۱۳۳ توپونو د اوو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۳۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. محمد شهزاد د ۱۳۱ منډو جوړولو سره د افغانستان لپاره په یوه، یوه ورځنۍ لوبې کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو.

محمد نبي په ۳۶ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۳، نور علي ځدران په ۵۲ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډې جوړې کړې. میرویس اشرف په ۲۷ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۲۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې چیکمبورا تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. چیکمبورا خپل ۷ اورونو کې یوازې ۳۲ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x