
افغانستان
فارياب: اربکي عسکر خپل قومندان وژلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب سیمه ییز چارواکي د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې د اربکي عسکر له لوري د هغوی قومندان وژل شوی دی.
قومندان حیات الله په المار ولسوالۍ کې وروسته له هغه د خپل عسکر له لوري په نښه شو، چې خپل منځي اختلاف يې تر وهلو ټکولو ورسيد.
پژواک خبري اژانس د سرچينې په حواله د هوی د کورنۍ له خولې ليکي، چې د قومندان حيات الله وژونکی د هغه خپل عسکر و.
سرچينه وړاندې زياتوي چې قومندان حيات الله د هغه د اربکي صالح له لوري وژل شوی دی.
خو وسله وال طالبان وايي چې قومندان حيات الله د دوی د ملګري له لوري وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د بلخ په چاهي ولسوالي کې هم څلورو عسکرو خپل قومندان او يو اربکی وواژه، چې طالبانو خپل نفوذي ملګري وبلل.