افغانستان

غزنی: ترافيکي پېښه کې ۲۵ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

د غزني د ولايتي روغتون مشر بازمحمد همت وايي چې د دوی روغتون ته درې مړي او ۲۲ تنه ټپيان ور وړل شوي، خو د غزني د ترافيکو مدير بیا د ټپيانو شمېر ۱۸ تنه ښيي.

د ترافيکو مدير محمد الله احمدي ووايي چې په ټپيانو کې يوه مېرمن او نور ټول سړي دي او په وينا يې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

احمدي وايي چې پېښه د یو ۳۰۳ ډوله موټر او یو ټېلر تر منځ، د غزني اړوند په عزیز کلا سیمه کې وشوه.

تر دې وړاندې هم په همدې لویه لاره د په ګيلان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۲ نور ټپیان شول.

ياده دې وي په ژمي کې د لارو د ستونزمن کېدو له امله په کابل ـ کندهار لاره د ترافيکي پېښو کچه لوړېږي، خو د دې لارې مسافر د موټر چلوونکو له بې احتیاطۍ هم شکایت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x