
دفاع وزارت: د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د دفاع وزارت مسوولین وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې يې خپل يوولس مخالفين وژلي او د ملي اردو څلور عسکر وژل شوي دي.
له دې وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې د شپږو وسله والو مخالفينو د ټپي کېدو او یو تن د ژوندي نيول کېدو دعوه شوې ده.
خبرپاڼه کاږي چې د اردو عسکر په هغو عملياتو کې ووژل شول، چې د طالبانو پر خلاف په ننګرهار، هلمند او لغمان کې ترسره شول.
طالبانو بيا په ميدان وردګو کې د دوو، د خوست په صبريو کې د دريو او د غزني له شلګر کې د پنځو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد همدارنګه د کندوز په چهاردره کې د شپږو عسکرو د تسلیمۍ خبره هم ورکړ دی.
دولتي سرچينو د طالبانو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.