افغانستان

جنرال کمبل افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان روانو نا امنيو او طالبانو بريدونو ته په کتو افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو مشر قوماندان جنرال جون کمبل غواړي، چې افغانستان ته نور امريکايي سرتېري راوغواړي، چې راتلونکي کال کې د افغانستان امنيت خوندي ساتلو په موخه د افغان امنيتي سرتېرو مرسته وکړي.

د امريکايي پوځيانو مشر قوماندان «يو ايس اې ټوډې» ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ويلي، چې افغانستان کې د ۹۸۰۰ امريکايي سرتېرو شتون د امنيت لپاره خورا اړين دی، د ۲۰۱۷ په پيل کې به ۵۵۰۰ پاتې شي، مگر زما غوښتنه دا ده، چې افغانستان ته هر څومره ډېر امريکايي سرتيري د اوږدې مودې لپاره راشي، د افغانستان امنيت کې گټور ثابتيږي.

يو ايس اې ټوډې وايي، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي سرتېرو د جگړه ييز ماموريت له پای ته رسېدو سره د طالبانو بريدونه او فعاليتونه زيات شوي، د هېواد شمال کې يې دوه مياشتې وړاندې کندز ونيو او بيا وروسته د امريکايی جنگي الوتکو په بمبارۍ او ځمکنۍ جگړې طالبان له کندزه ووېستل او په دغه بمبارۍ کې امريکايي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمبار وکړ، چې د ډاکټرانو، عملي او ناروغانو په گډون يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، هلمند کې هم طالبانو پام وړ پرمختگونه کړي، تېره اوونۍ بگرام کې هم په يو سرتېري بريد کې شپږ امريکايي پوځيان وژل شوي وو.

پنټاګون په خپل کلني راپور کې ويلي، چې د ۲۰۱۵م دوهمه نيمايي کې د افغانستان امنيت په مسلسه توګه خراب و او د طالبانو بريدونو کې له اټکله زيات ډېروالی راغلی و، چې له امله يې د افغان امنيتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی وو.

د امريکايي ورځپاڼې په وينا جنرال کمبل په لنډه موده کې واشنګټن ته سفر وکړي، امريکايي چارواکو ته به د افغانستان امنيتي حالت په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر په اړه به هم پنټاګون سره خبرې وکړي.

تېر اکتوبر کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې د ۲۰۱۶م تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي او له هغې وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راټيټ شي، چې د ترهگرۍ ضد جګړې لپاره به دغه هېواد کې پراته وي.

جنرال کمبل وايي: «د ۲۰۱۴ اګست راهيسې افغانستان کې ناټو او امريکايي پوځيانو مشر يم، هر څه په خپله څارم او ځمکنيو حقايقو ته په کتو له ولسمشر څخه غوښتنه کوم، چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي.»

کمبل په ډېر ټېنګار وايي، چې افغانستان کې پراته امريکايي پوځيان د «ترهګرۍ» ضد جګړې لپاره بسنه نه کوي او زما يوازينۍ غوښتنه دا ده، چې «نور امريکايي پوځيان راولېږل شي، نور امريکايي پوځيان بايد راولېږل شي.»

۲۰۱۶م لپاره بايد افغان حکومت لومړی خپل سرتيري ښه ټرين او وروزي، طالبانو سره د جګړو لپاره کرښې معلومې کړي او د امنيتي ځواکونو له کرښې بې لارې او زورواکان وباسي.

«زما وړانديز دا دی، چې طالبانو سره بايد د سولې بهير ژر تر ژره پيل شي، کنه راتلونکي وختونه به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی !!! له یوی خوا وایی چه طالبان دهشتګر نه دی ، او مونږ یی د خپلو دشمنانو په قطار کی نه ګڼو ، مګر بل امریکایی جنرال یی وایی چه افغانستان کی د هشتګرو سره مقابله کی مونږ لا نورو عسکرو ته اړه لرو ، اخره کی بیا وایی چه طالبانو سره د روغی جوړی خبری هر څومره چه ژر وشی شه به وی که نه شپی ورځی به مو ورسره د ستونزو او شرمیدلو ماتو سره مخ وی ، زه نه پوهیږم چه په دوی څه شوی دوی خو د نړیوال حکومت شعارونه ورکولو مګر د یو بی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x