ورزش

چندیمل د سریلانکایۍ لوبډلې نوی لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومی ۹مه ۱۳۹۴ل): سریلانکا د لاست ملینګا د نشتون له امله د دغې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دنیش چندیمل د نیوزیلینډ په خلاف لوبو لپاره لوبډل مشر ټاکلی.

د سریلانکا د کرکټ بورډ د ادارې په وینا دنیش چندیمل به یوازې د لاست ملینګا تر رغیدو او لوبډلې ته بیرته ستنیدو پورې د دغې لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډل مشر وي.

لاست ملینګا د اکتوبر په میاشت کې د ویسټ انډیز په خلاف سیالیو کې ټپي شوی و چې د همدې ټپ له امله نوموړي ته د نیوزیلینډ په خلاف یوه ورځنیو سیالیو کې هم د لوبې فرصت ورنکړل شو.

له ۲۰۱۴ زیږیدیز کال څخه وړاندې دنیش چندیمل د سریلانکا د لوبډلې لوبډل مشر و چې د هغې له ګوښه کولو وروسته لاست ملینګا د دغې لوبډلې نوی لوبډل مشر په توګه وټاکل شو. د سریلانکا لوبډلې د لاست ملینګا تر مشرۍ لاندې د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال نړیوال شل اوریز جام په ګټلو بریالۍ شوه.

د سریلانکا لوبډلې د نیوزیلینډ په خلاف شل اوریزو سیالیو کې د توپ وهنې پیلوونکی لوبغاړی دانوشکا ګوناتیلا او چټک توپ اچوونکی سورنګا لکمل ته هم لوبډلې کې ځای ورکړی.

د سریلانکا لوبډلې د ځینو تجربه لروونکو او پیاوړو لوبغاړو د ټپي کیدو له امله سخت تر فشار لاندې دي. له دې وړاندې پراساد او کوسال پریرا هم د ټپي کیدو له امله له لوبډلې ویستل شوي او پریرا د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا له بندیز سره مخ شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x