افغانستان

ولسي جرګه: «د خلافت غږ» د امريکايانو له اډې خپرېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړي وايي چې په ننګرهار کې د داعشي ډلګۍ لپاره فعاله شوې راډيو په دې ولایت کې د امريکايانو له نظامي اډې خپرونې لري.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد وايي چې داعش يوه پروژه ده او د دې پروژې لپاره جوړه شوې راډيو په ننګرهار کې د امريکايانو په نظامي اډه کې موجوده ده.

«خلافت غږ» چې پر جلال اباد سربېره د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو او ډېورنډ کرښې هغې خواته هم خپرونې لري، له دوو اوونیو راهیسې په ايف ايم څپو کې خپرونې لري.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې الله ګل مجاهد د ظاهر قدیر د خبرو پخلی وکړ او ويې ويل چې طالب او داعش دواړه زموږ دوښمنان دي، خو طالب وژل کېږي مګر داعش ته څه نه ويل کېږي.

په همدې غونډه کې د بلخ د خلکو استازي عبدالرحمان رحماني هم د الله ګل مجاهد خبرې تاييد کړې او په پوره ټينګار يې وويل: «که د خلافت غږ په د امريکايانو له بيز نه خپرونې نه لرلې، ما را وځړوئ!»

نوموړي وويل چې د ولسمشر په فرمان به یو بې پرې پلاوی وټاکل شي او په وينا يې دا بايد روښانه کړي چې د پردې شاته څوک لاسونه لري.

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال او په ننګرهار کې د داعش په مقابل کې د ملېشو مشر ظاهر قدیر هم د شواهدو په ښوودلو سره وویل چې داعشي وسله وال د دولت پېژندکارتونه لري.

که څه هم د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د داعش راډيو یوه ګرځنده راډیو بولي، خو د رسنیزې برخې مبصرين پر دې اند دي چې د راډيو د خپرونو کیفیت او رسنیز پوښښ دا په ډاګه کوي چې دا راډيو پرمختللی تخنيکي وسايل لري او د جلال اباد ښار په زړه کې خپرونې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا سنکه کیسه ده چه دا رادیو ده امرکایانو بیس نه خپریژی او بیا ولسی جرکه ورنه دا ریگی زکه چه خپله دا ولسی جرگه خو ده امرکایانو قانون جورونکی خلک دی او بیا دغه رادیو فعالیت نه داریژی

الحاج استا ذ بیانزی

که ستاسی په یاد وی ، څو میاشتی مخکی د ایران یو لوړپوړی جنرال په ډاګه وویل چه مونږ ته د پوره باوری معلوماتو او راپورو له مخی د بغدادی د هستوګنی ځای عراق کی معلوم شوی چه هغه د امریکایانو هډه ده ، ځکه یی څوک د ناستی پاستی ځای نه شی پیدا کولی ، همدا خبره د حکمتیار په اړه پخوا کیدله چه باګرام کی د امریکایانو پیس کی اوسیږی ، همدا د خلافت ږغ رادیو چه ویل کیږی ننګرهار کی د امریکایانو بیس څخه اداره او خپریږی کیدی شی ، په عراق او افغانستان کی همدا ناری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x