افغانستان

د امریکایانو پخوانی قراردادي حکمت الله ښادمن امریکا ته مطلوب اعلان شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): امریکا خپل پخوانی قرار دادي د رشوت په ورکولو تورن کړی او د هغه د نیولو اوامر یې صادر کړي دي.

د کندهار اوسیدونکی حکمت الله ښادمن په اړه د امریکا یوې محکمې ویلي چې د کندهار په هوايي اډه کې دوه امریکايي عسکرو ته یو سل او پنځوس زره ډالر رشوت ورکړی، تر څو د کندهار په هوايي اډه کې دننه او همداسي د امریکايي عسکرو د اکمالاتو او ټرانسپورټ په برخه کي ورسره قرادادونه امضا کړي.

امریکايي رسنیو ویلي چې دوه کسه امریکايي عسکر په دغه محکمه کې په رشوت اخیستلو پړ بلل شوي، چې د هغو څخه یو په لسو میاشتو بند محکوم شوی او د بل محکمه لا پاته ده.

دغه قراردادي حکمت الله ښادمن د طالبانو په لاس د کندز ولایت د سقوط وروسته په کابل کې هغه وخت شهرت تر لاسه کړ کله چې د یوه کندهاري تاجر په نامه یې په کابل کې د کندوز د مهاجرینو سره مرسته وکړه او د یو شمېر رسنیو سره یې په پرلپسې توګه مرکې وکړې.

که څه هم د امریکايي محکمې له لوري د هغه د نیول کیدو امر صادر شوی خو د غربي رسنیو په قول تر اوسه نوموړی ازاد ګرځي، او لا نیول شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کاروان

کيدای شي همدغه دکندوزيانو مرسته ورته بلاشوې وي،څکه امريکايانو هغه چاته چې ددوې له پالیسي نه خلاف کار وکړي، يودسیسه برابروي اوتور ورپوري کوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x