افغانستان

متحده عرب امارات عبد الرحمن زاهد خوشي کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د واکمني پر وخت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عبد الرحمن زاهد چې څو میاشتي مخکي د متحده عرب اماراتو په دبۍ ښار کې نیول شوی وو، د وروستیو راپورونو پر اساس یو ځل بیا خوشي شوی.

د نوموړي په اړه ویل کیده چې د افغانستان حکومت ته به وسپارل شي، خو وروستي راپورونه وايي چې نوموړی په دبۍ کې یو ځل بیا خوشي شوی، او ورته په دوبۍ کې د استوګني اجازه هم ورکړه شوې.

په دبۍ کې عبدالرحمن زاهد ته نیژدو سرچینو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې نوموړی د غلطو معلوماتو پر اساس د دبۍ حکومت له خوا نیول شوی وو، د اماراتو حکومت د نوموړي څخه بخښنه غوښتې، او په دبۍ کې د اقامت دعوت ورکړی.

دغه اژانس ویلي چې د عبدالرحمن زاهد په اړه ویل کیږي چې اوس به د افغانستان د اوسنۍ ادارې او طالبانو تر منځ د سولي په پروسه کې فعال رول ولري.

د نوموړي د بندي کیدو او نه هم د خلاصېدو په اړه تر اوسه طالبانو څه ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانان

زاهد ، منیب او خاکسار د طالبانو په لستوڼي کې پردي ماران و چې اوس طالبانو پیزندلي دي د طالبانو خیني کسان به وروسته په بله شوي وي مګر دغه دری تنه له هماغه اولې ورځې طالبان نه و بلکې د ګټو لباره طالبان شوي و، خاکسار د مسعود مخابره چي و، منیب به له کرزي سره یوځای اسلام اباد کې د امریکا سفارت ته تلو او زاهد له غربي جاسوسانو سره له وخته پېیلی و چې بیا یي د طالبانو په نوم څو ځلي جعلي مذاکرات وکړل او په پیشور کې یي ورباندې کاروبارونه جوړ کړل خدای دې حساب… نور لوستل »

اخترمحمد رحمانی

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ستاسو د معلوماتو نه ڈیرہ مننہ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x