نظــر

مجاهدین په یو خطرناک ریورس کې / محمد زمان مزمل

muzammil
لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

مجاهدین چې پرون د یوې عادلانه قضېي شاته ولاړ و او په کې نړۍ کې هم د شوروی ګنډ مخافین له دوې سره په هر څه یا زیات څه کې په موافقه لیکه روان و هغوی پکې نه دا چې د نوم خاوندان شول بلکې عرب او عجم او هغه لیری غرب پکې هومره د هغوی د شعارونو او مسائلو نه متاثر شول چې فیلسوفانو پکې د پکول خاوندانو خولو ته مایکروفونونه او غوږونه نژدي کول .

مونږ پرون مخ پورته روان و اسلام مو نیک نام کړ بلکې افغانانو ته مو نوم وګاټه پاکستان ، ایران او عربې ټوله نړۍ مو له ځانه سرا په داسې دوستي کې وتړل چې د افغانستان په غرب کې د خمینی تصویرونه زمونږ دیوالونه پوښلی ول او په شرق کې یې د ضیاء الحق .

هغه ورځ چې مونږ پکې لږ سم روان و ، زیاتي غلطي مو کولي او پرته مو ویلي نړۍ مو ناز زغامه او هر څه یې له مونږ نه اوریدل او زغمل مونږ ټولو یا زیاتو په یو اواز ویلي :

کمونیزم کفر دی ، مرګ پر کمونیزم

ډیموکراسی کفر ده ، مرګ په ډیموکراسی

نه شرق غواړو نه غرب

مرګ په شرق او غرب

پاکستان زمونږ دوست ملت دی

ایران زمونږ دوست ملت دی

مونږ په افغانستان کې سل په سلو کې اسلامي حکومت غواړو

مونږ ائیتلافي حکومت نه منو

مونږ د وسیع قاعدي حکومت نه منو

مونږ د نجیب سره شریک حکومت نه منو

د هیواد نه بهر تپل شوی حکومت نه منو

حتی د یوې ورځي لپاره یی هم نه منو

د نجیب سره مخامخ مذاکرات نه منو

مونږ د فلسطین د قضېي حمایت کوو\مونږ د صدام د اقادم حمایت غواړو

مونږ عمری خلافت غواړو

مونږ په افغانستان کې د راشده خلفاؤ په منهج برابر حکومت غواړو .

داسې او دی ته ورته بې شماره شیان چې زمونږ پورې یې هغه مهال عاجله اجنډا تړلی هم نه وه مونږ پرون ورته تکرار (ني ګانی) ویلی ، همداسې په یو بل متوازی خط کې سترګې پټي کړي وی او په خلاصه خوله مو ویلي ، دا غواړو او دا غواړو زمونږ د دغو غوښتنو لړۍ هومره اوږده وه چې نړۍ مو د خپلي فتحي مخکې مخکې په دغو درجن درجن « نه منو» او درجن درجن « غواړو» باندې و ترهول او هغوی زمونږ پاتي لاره کې هومره خنډونه او مینونه کیښودل چې مونږ پکې د جدی خنډونو سره د مخامخ کیدو په صورت کې دا ځل مخ په ښکته روان شو او هغه خطرناک ریورس مو را ولګاوه چې په تیرو شلو کلونو کې په خپلو « نې ګانو» باندې مخ پر شا ور وختلو او د خپلو بلا غوښتنو نه په داسې بي شرمی په شا شوو چې ډیری کسان او زمونږ خپل بچیان هک پک شول او هغوی فکر کوي چې البته د مجاهدینو کاروان اصلا د ریورس لپاره جوړ شوی دی .

په دې خطرناک ریورس کې مونږ هغه چې مو غوښتل تر هغو لنډ تیر شوو او هغه چې مو نه منل هغه مو په داسې یو شیله یون کې ومنل چې نن هر څوک وایي ، مجاهدینو له پیله د نورو لپاره کار کاوه او هغوی د هغه فلم کار کونکې و چې د هالیوود پرته له داسې مخفي مراجعو نه رهبری کیدل چې نن یې هر څه را لوڅ شول.

اما حقیقت پکې بل څه دي او هغه دا چې د فتحي د یقیني کیدو په مهال څو د قدرت وږي کسان د دښمنانو د توطئو ښکار شول او په خپلو کې د معامله ګر سیاست هغو معاملو ته ور ټیټ شول چې د جهاد ټول ګټلي یې پکې (کې) کړل .

امریکا او شوروي چې هغوی پرون خپل د ښمنان بلل نن دغه مجاهدین په مجموع کې یا له دواړو یا له یو ه سره نژدي دوستي او اړیکې پیدا کړی دی .

ایران او پاکستان چې پرون د مجاهدینو دوستان و هغه مو نن یا دښمنان کړل یا د چا یو دښمن او د چا بل دښمن بلکې د هغو په منځ کې ډلي سر تقسیم شوی او اسلام خو یې په دموکراسی باندې عوض کړ د مجاهدینو ائیتلافي حکومت مو چې پرون مو نه مانه هغه مو د سیکولارانو سره په ائیتلافي حکومت بد کړ .

نن په افغانستان کې مجاهدین هم شرق منی او هم غرب فقط په خپلو کې تقسیم دی او یوآځي یو بل نه مني .

نن سل په سلو کې د اسلامي حکومت غوښتونکي د دموکراسی د نهادینه کیدو غوښتونکي دی په دې معنا چې دا مزل به د هلک له هلک سره د واده کولو سره پورې وهي چې دموکراسی نهادینه شی .

د هیواد نه بهر تپل شوي حکومت نه منو راغلي حکومتونه او پریکړی ټولې یې د هیواد نه بهر یا هم د نورو په سفارتونو کې یا هم د یوناما په دفتر کې کیږي .

دد کابل د حکوت سره مخامخ خبرې نه منو ولې دهماغه شعار په دوران کې په عراق ، لیبیا ، جبل السراج او مرنجان غونډو کې یو د بل پسي داسې روان و چې نن زمونږ مخالفینو پکې هغه مهال د مجاهدینو شعاري پالیسي د هلکانو بازاری لوبه درک کړه .

د راشده خلفاؤ په منهج برابر حکومت پکې دغه شو چې قضایي فرانسي بونه مو نن ایتالیا د قضایي سیستم په واک کې د دې او فضاء پکې د غرب د نظارت لاندي ده او په ځانګری ډول د ښځو مسائل چې عمده مسائل دي هغه د افغاني قضیې د پریکړی له حدودو بهر هغسی روان دی چې د بلا کورنیو عزت پکې د پښو لاندي شو او د بلا عزیزو پرګنو کیسې د امر تر کوټو ورسیدی .

دا ټول چې دلته وشول او نن پکې د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت زموږ په برخه ده دا دهغه خطرناک ریورس کارنامه ده چې نن پکې مجاهدین خپله ماضي او تیر شعارونه او جهادي ارزښتونه په خپله او په داسې طریقه ړنګوې چې د طلوع او نورو تلوزوني شبکو په ګردي میزونو کې له مجاهدینو خبریالان کله کله ژوندي کاریکاتورونه جوړوي ولې د ریورس په شا روانه عمله په دې نه پوهیږی چې دا ټول تندکونه د همدغه ریورس فلمي یون تماشایې سلسله ده چې مجاهدین پکې هغه ځاي ته ورسوی چې خپله و وایې ، د ظاهر خان نظام یو الګو نظام و .

غریبه پکې دا ده چې په دې مسخره ریورس کې یوه رهبر دمره کې هم ونه ویل چې معذرت غواړو مونږ پکې اشتباه کړي او یا زما لور او د ملګری خبره سمه نه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد سپین غر

پرون یی ډیر مسلمانان په اوښکو تویولو غلط کړل. مونږ پدی عقیده یو چی جهاد داسلام له فرائضو څخه یوه فریضه ده ، جهاد داسلام دشعائرو دساتلو ، دظلم څخه دخلاصون… یواځني لاره ده. په افغانستان کی هم دروسانو دیرغل پر مهال میړنیو افغانانو په پوره اخلاص اوصداقت سره دجهاد دفریضی دادا کولو په خاطر ګرمو سنګرونو ته ورودانګل،ملیونونه مجاهدین او ملکی وګړی شهیدان،زخمیان،معلول اومعیوب شول،په لکونو نورو په زندانونو کی ډول ډول ظلمونه وګالل. په پاکستان کی دجهاد اکثرو رهبرانو ددروغجنو اوښکو په تویولو اوپه اوږدو ګیرو خلک دهجاد سنګرونو ته تشویقول، په عامو جلسو او،جوماتونو او خاصو مجلسونو… نور لوستل »

mohammed

محترم لیکوال صاحب په رختیا چی مونږ دیر خطرناک ریورسونه ولیدل خوالبته تول مجاهدین (عام او تام)پدی ریورسونو کی شریک نه ول بلکه یو سو په شمیر مشران اودهغوی مریدان ول چی همیش ریورسونه وهلی او دخپل معنوی ګتی نه مادی ګتی ته ترجیع ورکړی او بیا دخپلو ناروا ریورسونو دپاره غولونکی دلایل وړاندی کړی خو څرنګه چی دالله نظام ده چی حق به همیش غالب وی او څوک چی له سمی لاری نه ناسمی لاری ته مخه کوی خامخا به هاغه کندی ته سره دخپلو مریدانو غورزی چی بیا دوتلو چانس یی کم وی مونږ که وګورو زمونږ غت… نور لوستل »

منیر

خالیدجانه جانه له تانه یوه نری مننه مگرله محمودسره فام کوه زکه هغه فه همدغه مثال کی واقع ده چی فه خبرویی سوک تیرنووزی

mohammed

ولی منیر جانه بیا دکوم ځای وتخنیدو چی په خبرو راغلی پرون خو دروسانو او طالبانو داړیکی په باره کی چی کوم مضمون پخش شوی وو نو دتبصرو نه وتخیدی پدی بهانه چی ماسره په دلایلو نشی غږیدای اووخت دی هم نه ضایع کول. نن دی سنګه اشتیا ده بیا هم مباحثه ته داشتیا ده او کنه صرف لکه داستاد سیاف مریدان د سیاف شیخ الحدیثی زان ته حجت جوړوی او پدی نه پوهیږی چی اسلام دافرادو او له دلو نه اخیستل کیږی بلکی اصلی مرجع قران او احادیث او محمد ص او دصحابوو او سلف صالحینو اتباع ده هلته… نور لوستل »

رحمت الله

په شرعي دلایلو باید له یو بل سره بحث وشي نه په ناحقه او بی ادبو خبرو.
ضرور نده چي د چا دشخصی رایی مطابق دی نظر ورکړل شي.
او که څوک په شریعت نه پوهیګي بحث دی نکوي

محمد ابراهیم مجددی

ځيني مجاهدينو خو داسي ريورس ولګاوه چي شاته يې په هنداره کي و نه کتل او بالاخره يوې کندي ته ورولوېدل.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x