نړۍ

سوريه کې روسي الوتکو ايراني پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د سوريې لويديځ اللاذقيه سيمې نوبه غره کې د روسي الوتکو په بريد کې ايراني پوځيان وژل شوي دي.

عربي رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، دوی په خپلو سترګو وليدل، چې روسي الوتکو پر نوبه غره بمبار وکړ، چې له ډېرې مودې د نظام په لاس کې دی او په دغه غره کې ايراني، عراقي او لبناني عسکر او شيعه ملېشې پرتې دي.

د الاکراد غره د نظامي پوستې يو ساتونکي عربي رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه يې نوبه غره کې د اوسېدونکو عسکرو هغه مخابروي تماسونه واورېدل، چې يو افسر خپل ډګروال ته وايي، چې دی بريدمن جعفر خبرې کوي او روسي الوتکو پر دوی بمبار وکړ، چې له امله ۲۴ تنه وژل شوي، چې يو شمېر يې ايراني پوځيان وو.

يوې بلې سرچينې ويلي، چې په دغه بريد کې يوولس ايراني پوځيان وژل شوي دي.

سوريايي ژورنالېست محمد الساحلي وايي، چې له پېښې وروسته يې امبولانسونه وليدل، چې د اللاذقيې زاهي ارزق نظامي روغتون ته راغلل او حکومت دغه روغتون ته د ژورنالېستانو او ملکي خلکو پر ورتګ بنديز لګولی دی.

ساحلي وايي، چې چارواکي دغه روغتون د ولسي خلکو او ژورنالېستانو پر مخ يوازې هغه مهال تړي، چې کوم لوړپوړی نظامي افسر وژل شوی وي او يا ايراني پوځيان په جګړو له منځه تللي وي.

د ساحلي په وينا له ۲۰۱۳م راهيسې، دغه روغتون يوازې هغه مهال څو ځل د عامو خلکو پر مخ تړل شوی، چې ايراني پوځيان او يا لوړپوړي افسران د مخالفو وسله والو په بريدونو کې وژل شوي وي.

دا لومړی ځل نه دی، چې روسي الوتکې پر ايرانيانو بريدونه کوي، بلکې تېره مياشت يې هم د يونس عليه السلام قبر سره د ايرانيان پر يوه غونډه بمبار کړی و، چې له امله يې درې تنه وژل شوي وو او ګڼ نور ټپيان وو.

د بشارالاسد پلوې رسنۍ وايي، چې دا بمبارۍ «خطايي» بلل کيږي او راتلونکي وخت کې به يې د مخنيوي هڅې کيږي.

ايراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x