نظــر

اخندزاده صاحب معظم، چېنلونه خورا ډیر دي!؟

زموږ په سیمه کې په کلیوالي اصطلاح درواغ په درې ډوله تعریف شوي ،سور غوږي،سور کالي او سره بَبَړْ، سور غوږې هغو درواغو ته ویل کیږي چې  متکلم په غیر مقصودي ډول یوه کیسه له خپله اصله په لږ تغیر (کمبودیا زیادت) بیان کړي ،چې نه دستي او نه په وروسته کې مخاطب/مخاطبین  پرې غوږ ګرځوي، وجه یې دا وي چې کیسې له لویه سره اصل  او یوه څه کښ درلودلی وي.

دوهم قسم (سورکالي) هغه درواغ دي، چې متکلم یې یو حکایت یا  کیسه په ډیر  معقول انداز اوداسي ډول  وکړي ، چې دفعتا  څوک پرې پوه نشي خو په  اوږدمهال کې ویل شوي درواغ رسوا شي.

 دریم  (سره بَبَړْ) هغه درواغ دي چې څرنګه وویل شي په هغه میدان پرمتکلم ثابت شي او مجلس ته شرمنده شي.

دڅه باندې لس کلنې ډیموکراسۍ او دبیان ازادۍله برکته ؟؟ په هیواد کې په سلګونو رسنۍ ،رادیوګانې،تلویزونونه،ویب پاڼې ،اخبارونه او مجلې  دمختلفو روا او ناروا اهدافو لپاره بوختې دي،  درګرده نشرات او خپرونې کوي ،ډیری رسنۍ چې په اصلي واقعیتونویې سترګې سوځي او یا هم دتش په نامه بیان ازادي دمدعیانوله ډاره حقایق نشي څرکندولای، له همدې امله دهغو موادو له کمښت سره مخ دي، چې دمینوالو تنده خړوبه کړي ،نو ددې تشې دډکولو او خپلو مینوالو دبوخت ساتلو لپاره ګڼ اخبارونو ،ویب پاڼې او نورې رسنۍ ډیر وخت داسي ګمراه کوونکې څه خپروي چې ددرواغو دپورته تعریف شویواقسامو له جملې نه به له یوه قسم نه حتما کار پکې اخیستل شوی وي.

دهمدغو رسنیو یو شمیر لیکوالان قصدا او دخپل مد نظر موخو دترلاسه کولو لپاره داسي موضوعات شني، چې دیوچا شخصیت پکې توهین شوي وي او یا هم اسلام ،دین ،مقدساتواونورو  اسلامي شعائروته  په سپکه کتل شوي وي.ځیني خو یې دناچیزو مادي امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره خپل اسلامیت او افغانیت هم ترسوال لاندې کړي، چینلونو او خاصو شبکو ته دځان نیزدې کولو او دهغوئ دخوشحاله ساتلو په لار کې یې پر پروتو او ولاړو نه وي

تېره ورځ مې  په تاند وېب پاڼه کې ددوئ په اصطلاح دیاغي باغي لیکوال او ژورنالیست عصمت قانع  یوه تازه لیکنه ولوستله چې دیوه فرضي او خیالي قاضي ملا جانک په اړه یې اظهار ما فی الضمیر کړی وو،لیکنه له سره تر پایه  له افتتاح تراختتامه  په بشپړه توګه بې بنیاده وه ، دمور شیدې دي شي داسې یې باد کړي ووچې  په لنده مځکه یې دوړه کړې وه .

لیکوال ددې لیکنې په مټ خپل شوم هدف ته درسیدو او( دانټي طالب او ملا) دخاصو کړیو دخوښ ساتلو لپاره خپل وس او توان کړی وو، په هرڅه په پټو سترګو ورغلی وو.

نن سهار مې په نن ټکي اسیا ویب پاڼه کې  د(عصمت برېتو برېتور درواغ) ترسرلیک لاندي دجاوید علی خیل صاحب لیکنه ولوستله ،نوموړي دعصمت قانع پرونۍ خیالي ماجرا په شد او مد سره رد کړې وه او دخپلو کره لاسوندونواو معلوماتو په بنایې دبرېتور ټوله کیسه درواغ کړې وه ، ځاي پرځاي یې درواغ پرې ثابت  کړي وو ، ما ویل دېته وايي  (سره بَبَړْ).

دعلی خیل صاحب په لاسوندونو به دا هم ورزیات کړو،ترڅو دبرېتور درواغ ښکرور شي .

ملا مرجان اخندچې قانع ترې فرضي جانک جوړ کړی ،زه ښه له نیژدې پیژنم ډیر متواضع ،صوفي اوله هرڅه ظاهري بدۍ لرې شخصیت ده، دفقهي او علمي مسایلو په بیان کې  همیشه انتهایي محتاط وي،دپخوانیو سمیزو بزرګانو ملایانو له جملې څخه دی، دزیات وخت له تیریدو او ډول ډول اوښتونونو سره سره بیا هم په پخواني حالت دي، ترهلته دلته تګ یې ګوښه نشیني ډیره خوښه ده ،دنوموړي په وینا چې دکابل حضرت صاحب( ضیاء المشایخ ابراهیم جان مجددي) ژوندي وو کابل ته دوه درې ځله تللي او بیا دطالبانو په وخت کې  محمدامین جان اغا ته ورغلی بیا یی نه کابل لیدلی ا ونه ورغلي ،اسلام اباد ته خو نه تللی او نه به یې ترمرګه دتګ اراده وي.

نوموړی مي څلور ورځې وړاندې ولید،ویل یې په خپل امامت کې یم یو زوي مي له یوه دکاندار سره مزدوري کوي او دوهم زوي مي ښه طالب دي سبق وایي او له مجاهدو طالبانو سره جهادته هم ځي خپل نوبت تیروي.

سوال دادي چې دومره ښکاره درواغو او سرو بَبَړْو ته ضرورت څه دي ؟که غواړي چې په داسي خیالي افسانو ځان مطرح  او شهرت ترلاسه کړي  هم مهمه نده، ځکه محمدعیسی قانع  دداسي اشتغال  بمالایعنی او خرافاتو په لیکولو کې پوره شهرت ترلاسه کړی دهیواد په داخل او خارج کې یې خلګ له نامه سره اشنا دي .

زما په اند قانع دا کار دیوې عقیدې او ثابتې مفکورې لمخې هم نه کوي ،ځکه نوموړی په یوه حال ندي پاته شوی ،دعلی خيل صاحب  په وینا یو وخت یې دهمدې ملا مرجان اخند دجبهې دقومندان شهیدملا مددخان  په شهادت مرسیې ویلې، خو نن یې سپکولو ته پايڅې بډوهلې . زما ښه په یاد دي  دطالبانو دحکومت په مهال چې دامریکاله لوري په افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګیدل ،قانع دخلافت په مجله کې دهمدغه طالب او ملا( چې نن یې دی دتوهین کوشش کوي )په حمایت کې لیکنې کولې،  د(ایاک نعبدوا وایاک نستعین)ترسرلیک لاندي لیکنه یې هغه مهال دامریکايی بندیزونه په ضد په زړه پوري لیکنه وه .

پرافغانستان دامریکايي یرغل په اوایلو کې همدې قانع د نوښت په نوم مجله پیل کړه، چې دپاکستان له پېښور او کوټې خپریده، دمجلې ټولې لیکنې به دکرزي او شمالي ټلوالې په ضد وي په هره لیکنه او هره تبصره کې به یې لعنتونه ورلیږل ،نن یې هغه ملعونین ټول یاران دي او په یوه امریکايی اخور ورسره ګډ خوراک خوري

عصمت قانع چې ما مطالعه کړی او له ملګرو نه مې دنوموړي دشخصي ژوند په اړه کوم څه اوریدلی،  سړی په زغرده ویلاي شي چې  دا سړی په هرنګ ځان رنګولای شی او هر ډوول ته څڼې اړولای شي  او دا هرڅه دڅه ناچیزو مادي امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره کوي.

تقریبا لس کاله وړاندي په ۲۰۰۳ م کال کې یوه ورځ دشاه جوي ولسوالي په  بازار کې  ابابیل درملتون کې زه او یو بل ملګری مې ناست وو، چې عصمت قانع درملتون ته راننوت،خلقي سټایل بریتونه او ژیره یې پاکه خرېلې وه . له ستړې مشې وروسته مي ملګر چې له پخوا ورسره ښه بلد وو،پوښتنه ترې وکړه ،قانع صاحب دا دي څه لعنت په ځان ایښې چې ښه مبارکه ږیره دي پاکه ماشین کړې ،دوه کاله وړاندې مې چې په  کندهار کې ولیدې ښه مبارکه څهره دې وه ،قانع په جواب کې ورته وویل ،شیخ زبیده ،شیخ خالد او څو نور دالقاعدې دمشرانو نومونه یې سره قطار کړل چې دې ټولو ژیرې خریلې دي .اګرضرورت باشد رواباشد،ملګري مې ورته وویل چې کوم نومونه چې تا قطار کړل هغوۍ غریبانو خو دارام ځای نه درلود مجبور وو چې خپله څهره نابلده کړي ستا نو څه ضرورت دي دامریکایانو په شمول دحکومت ټول خلګ دي سکنیان دي ،قانع موضوع بدله کړه ،ته دا خبرې پریږده  نور حالات څرنګه دي نن سبا په څه کار لګیا یې .

قانع او امثال یې داخلاقي نیمګړتیاو او کمزوریو سره سره په ګڼو فسادونو او بې حیايي کې ترغوږ  غرق فرق دي ،دفحش خبرو او بې باکو مجلسونو له امله دبې شرمۍ دې مرحلې ته رسیدلي چې دسترګو دشرم او حیا اوبه یې وتلي، په هیڅ عیب باندي ورته غیرت نه دریږي او نه دشرم احساس کوي.

لیکوال او ژونالیست میرویس باوري کیسه کوي چې په پیښور کې یوه مجلس ته ورغلم دقانع په شمول ګڼ شمیر کسان په یوه کوټه کې ناست وو ښه ګرم مجلس روان وو ،عصمت قانع یوه بالښت ته تکیه کړې وه  او یوه پښه یې په بله اړولې وه ،یو وخت یې ناڅپي باد پرې شو،دمجلس غړي ټول متاثر شول  خاموش او پټه خوله شول ،وروسته قانع خپله دمجلس سکوت مات کړ اوویې ویل : این بود صدای افغانستان!؟ ټول مجلس وخندل خو نوموړي هیڅ دشرم احساس ونه  کړ.

په دې وروستیو کې په ټلویزوني بحثونو او ګردي میزونو کې دقانع بازار ډیر سوړ شوی ،نوموړي دڅه زهرو دپیدا کولو لپاره بله لار خپله کړه په یوه له تعصب  ډکې ورځپاڼې( محور)کې یې ځان ته ځاي پیدا کړ،په خپلو افسانوي او بې بنیاده لیکنو یې داسلامي شعائرو،درنو شخصیتونو ،مجاهداو جهاد دنومونوسپکولو ته  ملا تړلې .

دنوموړي وروستۍ دوې لیکنې (بریتونه او یادونه ،دملا مږور بله سندره وايي)مې ولوستلې کاملا په دروغو بنا وې ،په یادو لیکنو کې یې یوازې ددې لپاره په خپلو ملي او جهادي ارزښتونو او ویاړونو ملنډې وهلې دي، ترڅو دچینلونو دمرتزقینوپه لیست کې خپل ځان شامل کړي او بس .

کله چې مي دقانع دیادونو او بریتونو لیکنه لوستله ،دیوه ملګري چې اوس بنده دي کیسه رایاده شوه،چې ویل یې ، موږدبلوچستان په کوټه کې دهیواد په مشهور عالم عنایت الله غبرګي اخندزاده صاحب باندي سبق وایه،یوه ورځ  عصمت قانع دکوم کارلپاره اخندزاده صاحب ته راغي او دنوښت مجلې یوه ګڼه یې هم نوموړي ته ورکړه ،وروسته اخندزاده صاحب ترې پوښتنه وکړه محمدعیسی جانه  دامجله چې چلوي دا به ډیر مصرف کوي دا روپۍ څوک درکوي ؟ قانع وخندل او زیاته یې کړه ،اخندزاده صاحب معظم! چینلونه خورا ډیر دي سر مه خلاصوه .

ماله ځان سره وویل چې رښتیا هم چینلونه خورا ډیر دي ،ډیریې ترخواږه ایمان او اسلام تیر کړل.

وحید زابلوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x