افغانستان

منځګړو علماوو د ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو ته نږدو سرچینو نن ټکی آسیا ته ویلي چې ډیر ژر به د دغې ډلې د رسمي ویب پاڼي له لارې له ملا اختر محمد منصور سره د هغو منځګړو علماوو او قومي مشرانو بیعتونه اعلان شي چې په دې وروستیو کې یې هڅه کوله تر څو د طالبانو صف متحد وساتي. دغو علماوو په دې وروستیو کې یوه فتوا هم را ایستلي وه او په کې ویلي یې و چې طالبان باید د خپل منځي اختلاف او جګړو څخه لاس واخلي او خپل صف متحد وساتي.

دغه علماء چې د سر کسان یې «مولوي نظر محمد افغاني، مولوي احمد رباني او مولوي حمد الله جان» دي، د نږدو سرچینو د معلوماتو سره سم تیره شپه ناوخته یې د منځګړو علماوو د شورا په استازیتوب د طالبانو د مشر له مرستیال «مولوي هیبت الله اخندزاده» پر لاس بیعت کړی.

تر اوسه په دقیقه توګه د هغو علماوو او قومي مشرانو د نومونو لیست نه دی په ډاګه شوی چې د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره یې رسما بیعت کړی، خو ویل کیږي چې  مولوي عبدالرؤف، حافظ رشید او یو شمېر نور مهم کسان هم په دغه بیعت کې شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د اسلامی امت او افغانی یووالی اتحاد هم د اسلامی امت او هم د افغانانو به ګټه دی ، حتی غلامی اداری ته هم ګټه لری کشی هغوی په اسلامی سیاست او حکمت پوهیدلی ، ځکه دهغوی زړونه او مغزونه د کفارو په واسطه پریمنځل شوی یعنی زړونه له ایمان او مغزونه یی له سالم تفکر څخه خالی دی ، هغوی د دی په ځای چه په دی کار خوشاله شی او دا ډول سالمی لاسته راوړنی هیوادوالو غوږو ته ورسوی ، هغوی ته د بادارانو له خوا ویل کیږی تاسی ولیکی چه په فلانی طالب یرغل شوی ، یرغل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x