په بروکسل او پاریس کې د نوي کال د لمانځلو مراسم لغوه اعلان شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): وروستیو امنیتي ګواښونو ته په کتو سره د بلجیم په بروکسل او د فرانسې په پاریس ښارونو کې د نوي کال د لمانځلو مراسم لغوه اعلان شوي دي.

د بروکسل ښاروال ایوان مایور وویل چې موږ نشو کولی په بروکسل کې د نوي کال په مراسمو کې د ټولو ګډونکوونکو تلاښي واخلو، موږ پریکړه کړي ترڅو زرګونه کسان باید پر یوه ځای راټول نشي.

په پاریس کې تر بریدونو وروسته هلته هم دامنیتي ګواښونو له امله د نوي کال د لمانځلو مراسم لغوه اعلان شوي، د پاریس په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د پاریس د بریدکوونکو په کتار کې څلور تنه د بلجیم اوسېدونکي وه او همدارنګه د نوي کال تر رارسېدو وړاندي په بلجیم کې دوه تنه مشکوک کسان چې ګمان کېدی بریدونه یې پلانول ونیول شول له همدې امله په بلجیم کې د امنیتي ګواښونو ویره شته.

د اروپایې هیوادو تر څنګ د امریکا په متحده ایالاتو کې هم د کالیفورنیا بریدونو سوری غوړولی او هلته د نوي کال د لمانځلو مراسم پیکه ښکاري، نن شپه به د نیویارک ښار په نیوریاک څلور لاري کې زرګونه کسان د نوي کال د لمانځلو لپاره راټول شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د