نظــر

په میدان وردګو کې دناټو دظلم ثبوت

دکرزي حکومت په ناټو تورلګولی چې په میدان وردګو ولایت کې یې جنګي جنایت او مظالم ترسره کړي دي ، خو دآیساف ویاند جنرال ګونتر کیتس  د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۵ مه په کابل کې خبریالانو ته په پوره جرأت وویل ، چې په میدان وردګو کې دامریکایي او دایساف دنورو ځواکونو دجنګي تخلفاتو او ظلم په اړه هیڅ شواهد نشته  او په ایساف لګیدلی تور بې ځایه دی .

داچې دناټو او امریکا عسکرو او دهغوی داخلي تنخوا خورو په تیرو یوولسو  کلونو کې په میدان وردګو ولایت کې په عام ولس کوم ظلمونه ترسره کړي ، ددې یوولس کلن  جرمي جریان ټول جزیات به شاید یوازې الله تعالی او دمیدان وردګو اولس ته معلوم وي ، زه په یقین سره ویلی شم که یوازې په سیداباد ولسوالۍ کې دامریکایي مظالمو  کیسې په تفصیل ولیکل شي ، نو څو پنډ کتابونه به ترې جوړ شي ، دا اوس دافغان لیکوالو کار دی که چیرې دخپلو هیوادوالو درد  خپل درد بولي او زړه یې ورباندې سوځي باید چې په خپلو سیمو کې ترسره شوي امریکایي مظالم په تفصیل ولیکي ، مطبوعاتو ته یې وړاندې کړي ترڅو بله ورځ د ایساف ویاند غوندې کوم بل سپین سترګی داجرأت ونه کړي ، چې له دومره ستر حقیقت څخه انکار وکړي او دنړۍ او دافغانانو په سترګو کې خاورې واچوي  .

په لاندې کرښو کې یوه لنډه هڅه شوې ترڅو په وردګو کې دامریکایانو لخوا دترسره شویو مظالمو یو  څه ثبوتونه په مستند شکل وړاندي شي ، ترڅو دناټو دویاند دروغ ثابت شي .

 

په میدان وردګو کې داشغالګرو مظالم

 

۱۳۸۶ ل اوړی ، دنرخ په کریمداد کې امریکایانو بمبار وکړ او تر ۱۰۰  ډيروکسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله  .

۱۳۸۷ ل کال دمیزان میاشت ، دسیداباد ولسوالۍ دموسی ګل خېلو په کلي کې امریکایانو اوافغاني سیکورټیانو له یوه کورڅخه ۵ تنه ملکي  افغانان را وایستل او په ډزو یې شهیدان کړل په شهیدانو کې یوسپین ږیری او نور ځوانان وو.

۱۳۸۸ ل دسرطان څلورمه  ، دسیداباد دشیخي په سیمه کې په یوه چاپه کې امریکایانو شپږ تنه عام کلیوال په شهادت ورسول چې څلور یې خټګر وو چې دلته یې مزدوري کوله .

۱۳۸۸ ل اوړی ، امریکایانو دجلریز ولسوالۍ داسماعیل خیلو په کلي کې په یوه کور بمبار وکړ او ۹ تنه  دکور غړي  یې شهیدان کړل .

۱۳۸۸ ل  اوړی ، دجلریز په تکانه سیمه کې امریکایانو په یوه کور چاپه واچوله او یو سپین ږیری کلیوال یي شهید کړ .

۱۳۸۸ ل  اوړی ، دجلریز ولسوالۍ دمحمدنور خېلو په کلي کې امریکایانو دخلکو په باغونو او دنهال پرورۍ په فارمونو سخت بمبار وکړ چې په پراخه اندازه دمڼو باغونه او نهالونه یي له منځه یووړل  .

۱۳۸۸ ل دعقرب میاشت ، دسیداباد په کروخېلو کلي کې امریکایانودعملیاتو په مهال دیوې ښځې په ګډون دیوه کور ۵ تنه لومړی شهیدان او بیایي جسدونه وسوزول .

۱۳۸۸ ل  داسد په میاشت کې دسیداباد دملي خېلو په کلي کې ۳ تنه عام کلیوال شهیدان کړل او بیا یې جسدونه وسوزول ، ددې پیښې په مهال امریکایانو قرانکریم هم سوزولی وو .

۱۳۸۹ ل  دقوس په میاشت کې دسیداباد دسرکول په سیمه کې دچاپې په مهال امریکایانو ۵ تنه خټګر چې په یوه خیمه کې پراته وو په شهادت ورسول .

۱۳۸۹ ل  په اوړي امریکایانو دسیداباد چهاراهي په سیمه کې دوه تنه کلیوال لومړی شهیدان کړل ، بیا یې جسدونه په خرو واچول ، او دکور دوو تنو ماشومانو ته یې لرګي په لاس کې ورکړل ترڅو دغه خره او جسدونه دسیداباد دسلطان خېلو قرارګاه ته ورسوي ، دا سخته زړه بوږنوونکي صحنه وه چې کله ماشومو هلکانو د ژړا په حالت کې خپل دکور غړي په خرو بار امریکایي قرارګاه ته رسول .

۱۳۸۹ ل   اوړی ، دسیداباد په زرین خېلو کلي کې امریکایانو دچاپې په مهال دیوه کور دری وروڼه چې محصلین وو په شهادت ورسول .

۱۳۸۹ ل  اوړی ، دبادام په سیمه کې امریکایانو دعملیاتو په مهال ۷ شخصي موټر وسوزول ، یوه مدرسه یې ړنګه کړه ۳ کورونه یې په بمونو تخریب کړل او یوه کلیواله ښځه یې هم شهیده کړه .

۱۳۸۹ ل  اوړی ، امریکایانو دسیداباد داونخي درې په موسی خېلو کلي کې یو موټر او ۴ دوکانونه وسوزول  چې د دوکاندارانو په وینا په دوکانو کې قران مجیدونه  هم وو .

۱۳۸۹ ل  اوړی ، دسیداباد دوتړیو په کلي کې دحاجي عبدالحمید په نامه یو کلیوال افغان د اردو عسکرو په وهلو وهلو شهید کړ .

۱۳۸۹ ل پسرلی ، دسیداباد دتنګي دګلاب خېلو په کلي کې امریکایانو ۴ تنه عام لارویان  وویشتل او په شهادت یې  ورسول ، دهمدې پیښې په مهال امریکایانو دسیمې دیوه ابتدایه ښوونځي  کمکي شاګردان چې اکثره یې د اول او دوهم ټولګیو زده کوونکي او بیخي کم عمره وو ، تریوه شواروز پورې یې په یوه دوکان کې ایسار کړي وو ، او شپه یې هم همدلته  پرې تیره کړه او دې ته یې نه پریښودل چې خپلو کورونو ته لاړ شي .

۱۳۸۹ ل اوړی ، شیخ اباد ته نږدې دخړیانو دکلي ۲۶ تنه عام کلیوال امریکایانو په جمعي شکل ونیول او تریوکال پورې یې په زندان کې وساتل .

۱۳۸۹ ل اوړی ، دجغتو ولسوالۍ دزرین  لعلکي په کلي کې امریکایانو په یوه کلي بمبار وکړ ، چې داستوګنې په سیمو یې تر ۳۰ ډیر بمونه وغورځول ،  او دخلکو کورونو او باغونو ته یي سخت زیان ورساوو.

۱۳۸۹ ل اوړی ، دجغتو په ولسوالۍ کې دمحمدعظیم په نامه یو محصل  ځایي پولیسو لومړی نیولی او بیا یې په بندي خانه کې په وهلو وژلی دی ، مخ یې ورخراب کړی او او پولیسو په رینجر موټر پورې تړلی او کش کړی دی .

۱۳۸۹ ل  داوړي په مهال دچک دامبوخاک په سیمه کې امریکایانو او ازدو عسکرو له عامو خلکو سره سخت بد چلند پیل کړی وو په عامه لار یې له موټرو خلک ښکته کول ښکنځلې یې ورته کولې وهلې یې او له یوې مخې بد چلند ورسره کاوو.

۱۳۹۰ ل  اوړی ، دسیداباد په باغک کلي کې امریکایانو چاپه ووهله  دخالد په نامه یوه محصل او دمولوي عارف په نامه یودیني عالم یې شهیدان کړل .

۱۳۹۰ ل دقوس میاشت ، دسیداباد دلوړې په سیمه کې امریکایانو چاپه ووهله او ۳ تنه کلیوال یې داسې مهال په ګولیو وویشتل او شهیدان کړل چې په خپلو بسترو کې پراته وو .

۱۳۹۰ ل پسرلی ، دجغتو ولسوالۍ د دیوالک په سیمه کې امریکایانو دوه  عام کلیوال خلک چې په موټر سايکل سپاره وو په نښه کړل  او ځای په ځای یې شهیدان کړل .

۱۳۹۰ ل  ژمی ، دسیداباد داونخي درې له پیرون کلي څخه امریکایانو ۷۰  کسه عام افغان کلیوال په دې جرم یووړل چې دوی ته یې اربکیان نه ورکول ، دغه اویا تنه چې اکثره یې سپین ږیري وو ۲۰ شپې دلوګر دخدر په امریکایي اډه کې بندیان وو ، چې وروسته بیرته ازاد شول .

۱۳۹۰ ل  اوړی ، دشیخ اباد بازار ته نږدې امریکایانو یو ډاکټر او یوبل عام سړی په عامه لار په ډزو وویشتل او دواړه یې شهیدان کړل .

۱۳۹۰ ل قوس میاشت ، دچک ولسوالۍ دمسجد په سیمه کې دوه ښځې او یو سپین ږیری امریکایانو دچاپې په مهال وویشتل او شهیدان یي کړل .

۱۳۹۱ ل اوړی ، دسیداباد دشش ګاو په کلي کې امریکایانو یو عام وګړی په ډزو شهید او دوه نور یې زخمیان کړل .

۱۳۹۱ ل دمیزان ۱۹ مه ، امریکایانو داونخي دحکیم خیلو په کلي کې دوه تنه افغانان ووژل او دعبدالمالک په نامه یوبل یي ژوندی ونیول ، امریکایانو عبدالمالک په داسې حال کې چې ژوندی وو په ټانګ پورې تړلی وو او کشولو کشولو یې شهید کړی  وو دغه راز یې دشهیدانو له جملې هم دثمرګل په نامه یوتن  په ټانګ پورې تړلی وو  او ۳  کیلومتره پورې یې جسد کش کړی وو .

۱۳۹۱ ل جدي میاشت ، امریکایانو په تنګي دره  کې دحسن خیلو دکلي په جومات بمبار وکړ او ۱۳ تنه عام کلیوال یې شهیدان کړل ، تر همدې پیښې څه موده وړاندې یې دسیداباد دشنیز دباکورخېلو په کلي کې دیوه کور ۹ تنه نارینه ونیول چې تراوسه په بګرام کې بندیان دي .

۱۳۹۱ ل  اوړی ، دسیداباد په ډنډوکي کلي کې امریکایان یوه کور ته ورغلل او دقرانکریمونو بي حرمتي یې وکړه .

۱۳۹۱ ل پسرلی ، دسیداباد په ښادی خېلو کې امریکایانو دیوه کور ۳ تنه شهیدان او دوه نور بندیان کړل .

۱۳۹۱ ل سنبله میاشت ، په اونخي کې امریکایانو دعملیاتو په مهال ۳ تنه عام کلیوال شهیدان کړل .

د ۱۳۹۱  ل جدي میاشت ، امریکایانو دسیداباد دتنګي په ملاخېلو کلي کې دګل محمد په کور ورغلل  ګل محمد او دده ۳ تنه میلمانه خپلوان یې په شهادت ورسول .

۱۳۹۱ ل پسرلی ، دچک ولسوالۍ دآبکزار په سیمه ې امریکایانو پنځه تنه عام ملکي وګړي دچاپې په مهال شهیدان کړل .

۱۳۹۱ ل  ژمی  دچک ولسوالۍ دخوات په سیمه کې داول جان په نامه یو کلیوال عسکرو نیولی ، لومړی یې په وهلو لاس او پښې ورمات کړي او وژلی یي دی ، وروسته یې په سترګو کې میخونه ورټکوهلي او له جسد سره یې خورا ناانساني چلند کړی .

 

سپیشل فورس  که سپیشل وحشیان

 

لوړیادشوي ځیني هغه  دظلم مثالونه وو چې دامریکایانو دعادي سرتیرو لخوا دوردګو له شریف اولس سره ترسره شوي دي مګر دا په هیڅ صورت ټولې پیښې نه دي بلکې یوازې هغه پیښي دي چې ددې کرښو لیکوال ته په مستند شکل معلومې دي ، خو دتیرکال له نیمایي وروسته په وردګو کې خصوصا د میدان ښار او جلریز په سیمو کې دامریکایانو لخوا دظلم یو بل داسې دوران پیل شوی ، چې ددې سیمو خلکو یې پخوا کله هم مثال نه وو لیدلی .

دتیرکال په نیمایي کې میدان ښار او دجلریز ولسوالۍ ته امریکایي خاص ځواکونه سپيشل فورس راغلل چې یو شمیر دداخلي عسکرو ځانګړي ځواکونه هم ورسره ملګري وو ، دوی په میدان او دجلریز دخواجه صاحب په سیمه کې قرارګاوې جوړې کړې .

دغه سپیشل فورس چې راغلي نو له لومړی ورځې څخه یې داسې وحشت پيل کړی چې ددې سیمې خلکو یې پخوا کله هم مثال نه وو لیدلی ، دوی لکه لیونیان هغه کارونه کوي چې هیڅ ورته اړتیا نه وی ، په لوډسپیکرو کې په خورا لوړ غږ انګریزي سندرې غږوي ، خلکو ته په لوډسپیکرو کې خورا بدې او سپکې ښکنځلې کوي او داسې هم ډیر پیښ شوي چې ټو ل افغانان یي ښکنځلي وي ، که څوک ورسره مخامخ شي ، نو ډیر بدچلند ورسره کوي ، وهل ، ټکول ، ویرول په اوبو کې غورځول ، په سپیانو داړل او په موټر پورې تړل له افغانانو سره ددوی  یوازینی چلند دی ، څو ځله داسې شوي چې سپین ږیري افغانان یې بې آبه کړي او سخت وهلي وي ، دجلریز دمامکیو او زیولات په سیمو کې یې ګڼ کورونه  لومړی په بمونه والوزول او بیا یې لرګو ته اور ورکړ ، دمیدان شار دابراهیم خیلو په کلي کې یې یوځوان چې کله نیولی نو ټانګ یې پرې خیږولی او په همدې شکل یې شهیدکړی ، دمیدان شار په ده افغانانو کې یې هم یو کس په وهلو وژلی او څو نور یې په سپیانو داړلي .

دجلریز اوسیدونکي وایي چې دسپیشل فورسو تر راتګ وروسته  تردیرشو ډیر کسان ددوی لخوا په ډیر ظلم شهیدان شوي ، ۱۲ تنه ژوندي ورک دي چې اکثره خلک وایي دوی یې له وژلو وروسته شهیدان کړي ، او تر ۳۵ ډیرعام کلیوال یي بګرام زندان ته لیږلي دي ، دسپیشل فورسو دهمدې ظلم له امله دجلریز او میدان له مربوطاتو څخه لسګونه کورنۍ هجرت کولو ته اړ شوي  او خپلې ټولې شتمنۍ یې پرې ايښي دي .

دایساف  ځواکونو دلوړو یادو شویو جنایاتو په ځانګړي توګه دسپیشل فورسو دمشهود وحشت سره سره داچې بیا هم دآیساف ویاند جنرال ګونتر کتس  وایي چې ددوی دعسکرو دظلم په اړه ثبوت او شواهد نشته ، داسې مثال لري لکه  جنرال کتس چې کوښښ کوي له خپلې پلنګي دریشۍ سره دخلکو په سترګو ورننوزي  .

متاسفانه  نن سبا مطبوعات هم داسې خدای وهلي صم او بکم  دي ، چې خپل مسؤلیت یې یوازې دډالري حق الزحمې تر نغدولو پورې تړلی دی ، دکابل په ګا ونډ جلریز کې افغان اولس داڅو میاشتې داور په بټۍ ناست دی او د امریکایانو په سپیشل وحشت کې کبابیږي ، مګر دوی بیا هم په نقل اقوالو باندې خپل راپورونه چلوي ، چې کرزی وایي دناټو عسکرو ظلم کړی ، او ایساف وایي نه موده کړی ، مطبوعات او خبریالان باید ایمان تېر کړي ، دجلریز او میدان وردګو حالاتو خپل اولس او نړیوالو ته څرګند کړي او که چیرې داسې ونه کړي کیدای شي ددې مرموزې چوپتیا او سیاسي چلند له امله دوی هم دخپل تنخوا ورکوونکو بهرنیانو جرمي شریکان وبلل شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x