نړۍ

امريکا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته ۳۰ ميليونه انسانان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): امريکا له دويمې نړيوالۍ جګړې وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۰ ميليونه انسانان وژلي دي.

د کاناډا د «ګلوبل ريسرچ» په نامه يوې ويب پاڼې په يوه تازه راپور کې ويل شوي دي چې امريکا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۳۰ ميليونو څخه زيات انسانان وژلي دي.

دویمه نړیواله جګړه د ۱۹۳۹ زېږدیز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د المان او بريتانيا هېوادونو تر منځ پيل شوه چې په ترڅ کې يې د المان ۷۳۳ او د بريتانيا ۹۱۵ الوتکې او هم له منځه تللې وې.

ګلوبل ريسرچ ويب پاڼې په خپل راپور کې ويلي، په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې ۹۸۰۰ او په عراق کې ۳۵۰۰ نظامي سرتيري لري.

ددې ترڅنګ د امريکا ځينې سناتوران هڅه کوي چې تر دې وروسته دې سوريې ته د مرستو په پلمه د عسکرو د لېږلو پروسه پيل کړي، خو تر دې وړاندې لېدل شوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د امريکايي عسکرو لېږل د هغو هېوادونو د نا امنۍ او جنګ لامل ګرځېدلی.

په راپور کې ويل شوی چې په ۲۰۰۱ زيږديز کال کې پر افغانستان د امريکا له يرغل وروسته په ټوله نړۍ کې ۲۴۰ جګړې رامنځته شوي دي چې په هغو کې يې ۲۰۱ جګړې د امريکا له لوري پيل شوي دي.

راپور کاږي چې له ۲۰۰۱ زيږديز کال څخه مخکې او وروسته چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې کومې جګړې تر سره کيږي، په دې کې د زياترو تر شاه يا نيغ په نيغه د امريکا لاس او ملاتړ شتون لري.

په راپور کې ويل شوي چې په دغو وژل شويو انسانانو کې د افغانستان او عراق په جګړو وژل شوي کسان نه دي حساب شوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان او عراق کې تر دا مهاله د امريکا او ناټو ځواکونو له لوري د وژل شويو انسانانو شمېره لکونو ته رسيږي خو تر اوسه يې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

په افغانستان کې تر دې وړاندې هم د شورويانو او کورنيو جګړو پر مهال يو نيم ميليون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له همدې امله د افغانستان نږدې ټولې کورنۍ د جنګ د قربانيانو له ډلې څخه شمېرل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x