اقتصاد

د سړکونو د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې او لنډ معلومات!

لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی

له دې څوک انکار نشي کولی چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، تجارتي پرمختګ کې د سړکونو جوړښت او شتون ځغرده رول لري.

تر ټولو ډیر لیږد رالیږد هم د سړکونو پر مټ ترسره کیږي، ځینې وخت له هوا، بحر او نورو لارو څخه دغه کار ځای نیسي خو زموږ په هیواد کې د مځکې له لارې لیږد رالیږد ترسره کیږي. لهذا د سړکونو شتون د یو هیواد په اقصتاد، کرهڼه، سیاسي وضعیت، امنیت او پرمختګ کې ستره ونډه لري، په دې سره د یوې سیمې تجارتي او کرهڼیز توکي بلې سیمې ته لیږدول کیږي همداسې د یوې سیمې خلک کولای شي چې د بلې سیمې له خلکو سره هر وخت کتنې لیدنې ولري همداسې د امنیت په لحاظ هم د سړکونو جوړول او شتون ډیره ګټه لري. که یو ځای امن نه وي نو له بل ځای څخه په ډیر کم وخت کې هلته امنیتي خلک او قوت وررسیږي همداسې په لسګونو نورې ګټې هم لري. خو متاسفانه زموږ په هیواد کې پاخه سړکونه ډیر لږ دي او د کلیو سړکونه خو بلکل په ډیر ټیټ کیفیت او حالت کې پراته دي، هیچا ورته پوره پاملرنه نه ده کړې، په کار خو داده چې د کلیو سړکونه هم معیاري جوړ کړل شي تر څو د کلیو د خلکو او بزګرانو او نورو تجارانو هر ډول ستونزې حل کړای شي.

نو سړک له هغه افقي ساختمان یا جوړښت څخه عبارت ده چې د وسائطو د تګ راتګ لپاره ورڅخه ګټه پورته كيږي.

د وسائطو د تلو راتلو حالت ته په سړك باندې د ټرافيكي حجم (Traffic Volume) په نوم یادیږي.

د سړک فن او مهارت د لومړي ځل لپاره په روم هیواد کې اختراع او د روم خلکو د سړک په جوړولو کې ځانګړی مهارت او پوهه درلوده، کله چې به وسائطو په ډیر ګړنديتوب سره په خاورین سړکو تګ راتګ کاوه نو ډیر ګرد به را پورته کېدو همداسې د باران او ورښت پر مهال به بیا دا سړکونه له خټو ډک ول او د خلکو د تګ راتګ مانع به ګرځېدل، خو له دې وروسته خلک د سهولت په لټه کې شول او دادی د هغو سړکونو ځای قیري او کانکریټي سړکونو نیولی. په اوسنیو وختونو کې بیا زموږ په هیواد او سیمه کې دا دوه ډوله سړکونو ډیر رواج موندلی او جوړیږي چې عبارت دي له: كانكريټي سړكونه (Concrete Roads) او قیر سړکونه (Bituminous Roads)

د سړک تر ټولو عمده او بنسټیزې برخې عبارت دي له:

سروې ترسره کول (Survey)، د سړک مسير یا مخلورۍ ټاکل (Road Alignment)، د سړک پلا او پروفایل (Road Plan & Profile)، برآورد او اخستنه (Estimation and Takeoff) د ساختمان یا جوړښت مرحله (Construction Phase)  د سړک ساتنه، مراقبت او مرمت کول (Road Maintenance & Repairs).

له دغو لنډو معلوماتو څخه وروسته اوس به راشم خپل مطلب ته چې د کابل – ننګرهار او کابل سروبي سړکونو باندې مې یو څه لیکلي، دا څووم ځل دی چې زه د کابل بیا تر خاک جبار…. همداسې د کابل تر سروبي له سړک څخه لیدنه کوم او یو کس چې مسلکي او د سړک (Road)، پل (Bridge)، پلچک (Culvert) او ساختماني کارو باندې ماهر او پوه (انجینر) وي نو هغه ډیر ژر دغې پایلې ته رسي چې دا دوه سړکونه بلکل د سټنډرډ او معیار پر خلاف جوړ او کار یې غیرمعیاري او ډیر نیمګړی ده. زه غواړم چې دولتي چارواکي او د ټول ګټو وزارت منسبوبین، د کابل او ننګرهار ښاغلي ښاروالان، د کیلو او پراختیا وزارت او د ښار جوړونې د وزارت مسئولین او منسبوین باید زما دا لاندې خبرې په ښه ځیر او غوره سره ولولي او بیا ددې په رغولو او سمون باندې کار وکړي.

۱: په دواړو سړکو کې لومړی د موړونو یا ګولایي ګانو او نورم ته هیڅ پاملرنه نده شوې، نه هلته (Vertical Curve) او نه (Horizontal Curve) خیال ساتل شوی، داسې ځایونه هم شته چې هلته ټولې مځکې او سیمه حکومتي ده هیڅ ډول مانع په کې شتون نلري خو بیا هم هلته ډیر ناروا او ویروونکي موړونه جوړ شوي. دیر داسې ځایونه هم ول چې هلته غوڅوونکي موړونه یا ګولایي (Sharp Curve) هم شتون درلود او دا ددې عامل ګرځي چې ډیر ټکرونه رامنځته شي او بیا د شپې یا تیاره پر وخت موټرونه د تګ پر وخت له خپل مسیر څخه چپ او مخامخ کندې ته ولویږي.

۲: په ځای ددې چې د سړک فاصله او واټڼ راکم کړل شي دا په لوی لاس اوږد شوی او که ووایم په هر لسو کیلومیټرو کې یو کیلومیټر ضایعات لري یعنې په هر لسو کیلومټرو کې یو کیلومیټر سړک په قصداً دا سړک اوږد شوی چې موخه یې واضحه ده، هغه د تړون د پیسو ډیروالی او داسې نور…….. نو اړینه ده چې د سړک مخ لورۍ (Road Alignment) باید سم او منظم وټاکل شي تر څو سړک له کږو وږو لارو او رکاوټونو ځنې وژغورل شي، همداسې که سړک پر سم مخ لوري وټاکل شي نو بیا ددې امکان ډیر ده چې هلته له هر پلوه بچت وشي لکه په لاندې ترتیب:

Culvert, Bridge, Causeway, Wash and Flood Control Points, Protection Walls, N.G.C, Embankment, Sub Grade, Sub Base, Base Course, Asphalt Spray, Binder Course, Wearing Course, Road Marking, Traffic Signs, Traffic Control Boards, etc…

نو په کار داده چې د سړک له پیل څخه مخکې د سړک سروې او ډیزاین او مسیر ټاکلو همداسې ورته شیانو ته ډیره پاملرنه وشي ځکه په دغو سره هم د پیسو بچت کیږي، هم د سړک د عمر یا د عمر د اوږدیدو خبره ده او هم د سړک ساتنه ډیره اړینه ده.

الف: کله چې یو ځای یا سیمه سخته وي (Hard Cutting) نو هلته بیا دا نورې طبقې (Layers) کم اچول کیږي لکه د نورو طبقو اړتیا نه موندل کیږي یوازې سب بیس (Sub Base) یا ځینې ځایو کې یوازې بیس کورس (Base Course) طبقې اچول کیږي بیا ور پسې قیر اچول کیږي، کله چې سړک پر سخته ساحه یا سیمې جوړ شي هغه بیا ژر خرابیږي نه او په سختو ځایو کې د سړک عمر ډیر اوږد وي او هم د پیسو بچت په کې کیږي.

ب: د سروې او ډیزاین په مرحله کې کله چې د سړک د پلان او پروفایل (Plan and Profile) ټاکل او مطالعه کیږي نو ډیر شیان هلته تر څیړنې او مطالعې لاندې راځي، همداسې د سړک د جوړولو پر وخت د سړک بستر یا تل (Road Bed) که سم ورغول شي او سم ډیزاین او په پوره کیفیت او سټنډرډ طریقې سره جوړ شي نو بیا سړک له خرابیدو ډیر ښه ژغورل کېدای شي. همداسې د سړک هغه جوړښت او ترکیب چې د (Carriage Way) څخه عبارت دی هغه ته باید ټوله پاملرنه وشي چې سړک څنګه جوړ کړل شي د هغه پل، پلچک، کازوې، خواته ویالې، د سړک مایل او دغو ټولو ته پوره پاملرنه وشي تر څو یو معیاري سړک جوړ او ګټې ته چمتو کړل شي.

د: د سړک عمر چې کمیږي یا ژر لمنځه ځي هغه څو عوامل لري، لکه چې مو ذکر کړل یو اوبه یې ډیر ژر خرابوي کله چې دا اوبه د سړک بستر یا تل ته ورسي، بل د موټرو یا ټرانسپورټ او وسائطو ډیر بارول (Over Loading) ده چې دا هم سړک خرابوي، همداسې کله چې د سړک د جوړولو پر وخت د موادو کیفیت او حالت خراب وي لکه مواد د ټیټ سټنډرډ وي یا داسې چې مواد هم خراب وي او د کار بڼه هم خرابه وي لکه هلته سم محکموالی (Compaction) نه ترسره کیږي همداسې د کار پر وخت دغو ټکو ته سمه پاملرنه نه کیږي نو دا ټکي هم د سړک په کیفیت او عمر منفي تاثیر پرېباسي.

۳: ډیر داسې ځایونه ما ولیدل چې هلته د پل اړتیا وه خو هلته بیا کازوې یا واش (Causeway Or Wash) جوړ شوي چې دا هم له سړک، خلکو او د ټرانسپورټ مالکانو سره یو ډول خیانت دی، چې د پل پیسې په شخصي جیبو کې وغورځول شی او سړک همداسې پاتې وي، کازوې ډیر ژر لمنځه ځي د ډیرو اوبو مخه نشي نیولی او همداسې که ډیرې اوبه لکه د سیل اوبه پرې را ډیرې شي نو بیا څوک پرې تګ راتګ نشی کولای.

۴: هغه ځایونه چې هلته غرونه او وړې وړې تپې شتون لري باید ایسته (Cutting) شوې وای همداسې د کابل او خاک جبار پورې سړک چې خواته یې اوبه بهیږي باید د غره خواته یې واټن او موقعیت لنډ وای خو اوس داسې جوړ شوی چې غرونه او تپې ډیر لږ ایسته کړل شوي او سړک ډیر جوخت له اوبو (خوړ) خواته جوړ شوی، دا هم په راتلونکي کې سړک ته ډیر مضر او تاواني کار دی او له بل پلوه اوبو یا خوړ خواته د موټرو د غورځېدو ډیره ویره هم شتون لري، ځکه په دغه سړک باندې هیڅ ساتونکی دیوال (Protection Wall) نه دی جوړ شوی او نه نورې ترافیکي اشارې هلته شتون لري، کیدای شي ترافیکي اشارې وروسته هم نصب شي خو د ساتنې دیوال باید له اوس وخت څخه جوړ شوی وای ځکه هلته ټرانسپورټ (ګاډي او موټرونه) او خلک پرې تګ راتګ کوي.

۵: بل په دغه سړک اوس وخت کې ډیرې داسې لارۍ، او نور درانه وسایط تګ راتګ کوي چې وزن یې هیڅ نه کتل کیږي، ډیرۍ له جغل، تیږو، ریګ، او نورو مواد څخه ډک موټرونه او وسایط پرې بغیر له کوم قانوني جواز او کتنې پرې تګ راتګ کوي. د سړک د خرابیدو یوه وجه همدا ډیر بار (Over Load) هم ده چې باید موټرونه یا وسایط ډیر بار نکړل شي او دا له ملت سره یو ستر خیانت هم ده. کومه تله چې په بتخاک سیمه کې شتون لري باید سر له اوسه فعاله کړل شي او هر ډول بار موټرونه او وسایط کنټرول او وګوري.

۶: خلکو ویل چې داسې هم شوي چې یو وخت دا درانه موټرونه بند شوي بیا یو څو ورځې یا وخت وروسته بیرته خوشې شوي او وجه یې دا ښیي چې هلته پولیس ور څخه پیسې اخلي او چې د هغوی کار وشي بیا دا بندیز وغیره له سره نه وي. رښتیا هم دا د پولیسو کار هم نه دی، چې ډیر وزن کنټرول کړي، د ټولګټو وزارت باید دار کار وکړي او همداسې د کابل ښاروالۍ هم ډیره فعاله او په دغه کار کې خپل مسئولیت ادا کړي.

۷: د سړک د کار په جریان کې هیڅ مستند لابراتور او کوالټي کنټرول ټیم شتون نه درلود، هلته د موادو د ټیسټ مسئلې ته ډیره کمه پاملرنه کیږي او د ټیسټ نه کولو له وجې د سړک جوړول هیڅ ګټه او معنا نلري، ځکه که مواد ونه کتل شي او هلته د سړک په جریان کې ساختماني آزموینې ترسره نشي، لکه په هره برخه کې بېلابېل آزمیښتونه یا (Tests) شتون لري چې باید ترسره شي خو دا کار ډیر کم او د هیڅ په شمار دی. دغې برخه کې باید ډیر کار شوی وای.

۸: یو شی چې ماته ډیر عجیب او غریب ښکاره شو هغه د کار پلان وو، د مثال په توګه: داسې ځایونه شتون لري چې هلته د بیس کورس (Base Course) طبقه یا (Layer) اچول شوی خو لږ مخکې بیا سړک خراب دی او هلته حتی جغل هم نه دی اچول شوی کله چې موټرونه له هغه ځایه تیریږي او د بیس کورس ځای ته رسي بیا دا مواد هم له ځانه سره خټین یا په خټو کوي او خرابوي یې. همداسې د ټول کار پلان یې ګډوډ او د ساحې مطابق روان ښکاریده. د کار په سیمو کې باید خواته نور فرعي لارې (Diversion) جوړې شوې وای او موقتي یا لنډ وخت لپاره د ټرافیک کنټرول ټیمونه فعاله کړل شي تر څو هیڅوک د کار د جریان مانع نشي.

۹: بله ستونزه یې داوه چې د سړک خواته چې کومې ویالې (Drainage) جوړ شوي هغه د اوبو د جریان وړتیا نلري او لیول یې برابر نه دی که لږ هم اوبه پرې ډیرې شي نو د هغو ویالو اوبه بیا پر سړک ور اوړي او ډیر ځای دا د ویالو اوبه پلچک او پلو ته نه ورځي چې په دغه کار سره هم سړک خرابیږي او اوبه سړک ډیر ژر لمنځه وړي.

۱۰: یو بل شی چې ما هلته د سړک کره ډیزاین او مشخصاتو نه شتون وو، ډیرۍ انجینران او د ساحې کنټرولونکي په مشخصاتو له سره بلد نه ول او حتی د کانکریټ مارک، د موادو په کیفیت، او نورو بنسټیزو کارو نه پوهېدل، زه دا منم چې دوی به ښه انجیران درلودل خو هغوی به د دوی په مرکزي دفترو کې ناست وو یا به ساحوي، خو تر ټولو اړین کار دادی چې د کار په ساحه کې ډیر په کار پوه او ځانګړي اشخاص وګمارل شي او تل یې ساحه تر کنټرول لاندې وي. نو په کار داده چې هر سړک او هر ځای چې دا ډول کارونه ترسره کیږي هلته پیاوړي انجینران چې په کار پوه وي او د سړک له کار سره پوره بلدتیا ولري هغه وګمارل شي او ساحې ته واستول شي.

۱۱: یوه بله ستره تشه چې زموږ سړکونه یې لري هغه عامه خبره ده او زموږ د هیواد په هیڅ ځای کې داسې سړکونه او اسانتیاوې شتون نلري چې شمار پرې وکړو د مثال په توګه: په نورو هیوادونو او سیمه کې د سړک په اوږدو کې هر ډول اسانتیاوې شتون لري لکه د کلینک، هوټل، د تیلو پمپ سټیشن، مسجد او داسې نور… په لویو لارو کې باید په هرو شلو تر دیرشو کیلومټرو ساحو یا واټن کې باید یو هوټل، یو د تیلو پمپ سټیشن، یو په درملو او پوهه ډاکټرانو سمبال کلینک، یو مسجد چې هر ډول آسانتیاوې ولري دا باید جوړ کړل شي البته د دولت لخوا بیا له دغو څخه ګټه پورته کړي لکه تیل خو هسې هم پلورل کیږي، درمل دې په ټیټ قیمت خلکو ته ورکوي همداسې د هوټل په برخه کې دې هم خلکو ته په ارزانه نرخ ډوډۍ او چای ورکول شي. په دې توګه به د سیمې او هیواد خلک له حکومت او نظام څخه خوښ او له بلې خو د مسافرینو او عامو خلکو ډیرې ستونزې به هم هوارې کړل شي. مساجد بیا ډیر اړین دي ځکه سفر هسې هم له خطر او ناوړه پیښو څخه ډک وي نو چې کله مسافرین لمونځ او عبادت پخپل وخت وکړي نو دا د دوی د ژوند او مرګ لپاره ښه توښه، برکت، خیر او له ثواب څخه ډک کار دی. که یو کس له سفر څخه ژوندی راستنیږي هم یې په ګټه ده او که څوک په لارې کې ټکر کوي خو چې عبادت یې کړی وي نو هم یې ډیره ګټه وکړه همداسې کوم ډریوران چې تل په دغو لارو موټر چلوي نو دوی بیا د عبادت او لمونځ کولو عادي او پوره روږدي کیږي داسې نه وی چې د یو وخت لمونځ وکړي او بل ورڅخه فوت یا ولاړ شي نو که دا پورته آسانتیاوې په ورته ځایو کې جوړې کړل شي نو دا ټولې ستونزې به هوارۍ ومومي.

۱۲: داسې ځایونه هم شته چې هلته پلچک جوړ دی او دپاسه پرې ډېر ډکون ترسره شوی او هغه پلچک ډېر لاندې پاتې دی، معنا دا چې دغه ځای یعنې (Two Cell Culvert) پکار وو یا وړوکی پل خو دا ستونزه د سړک په اوږدو کې ډېر ځای شتون لري، نو چې کله موږ نوم ورته د (Highway) ورکوو او دا یو سټنډرډ سړک نوموو نو بیا کار هم باید همغسې وشي.

وضاحت: په یو ځای یا سیمه کې د سړک شتون او جوړول داسې مثال لري لکه په بدن او رګونو کې د وینې د جریان، چې له رګونو پرته دا وینه نور بدن او غړیو ته نشي تلی، همداسې کچیرته سړک نه وي نو بیا هلته د خلکو او ټولنو ستونزې حل نه مومي او د خلکو اړتیاوې نه پوره کیږي. نو سړک د یوې سیمې یا یو هیواد د پرمختګ او هم د تمدن برخه ګڼل کیږي.

دا یو څو لنډ مطالب مو ستاسو د معلوماتو پخاطر ولیکل، ځکه د یوې ساحې کتنه یو کاري ټیم او پوره (Assessment Report) ته اړتیا لري، خو دا زما کار نه وو چې خلکو ته ووایم چې تا سړک ولې خراب یا په ډیر بد کیفیت جوړ کړی، خو د یو افغان او مسلمان په حیث دا زما دنده ده چې په دې هکله یو څه ولیکم او د مسئولینو پام دغو ټکو او جملو ته را واړوم تر څو دوی عکس العمل وښیي او دا سړک له نورو نیمګړتیاوو څخه وژغوري او بل مسئولین په نورو ځایو او کارونو کې هم دغو ټکو ته پاملرنه وکړي تر څو هر کار یې معیاري او د ډیزاین، مشخصاتو، سروې، کوالټي کنټرول، لابراتوار… د پروژې منجمنټ تر سیوري او امر لاندې ټول کارونه ترسره شي او په هره برخه کې په کار پوه او وړ کسان وګمارل شي. همداسې د بیت المال پیسې او ملي شتمني باید داسې ونه کارول شي، کار اهل کار ته وسپارل شي او په هر کار او هر ځای کې پوره صداقت او ژمنتوب شتون ولري.

ځینې بنسټیز تعریفونه: Basic Definitions

1 – د سړک مؤثر پراخوالی: Carriage Way

د سړک هغه برخه چې د ترافیکو یا وسائطو د تګ راتګ لپاره په پاخه ډول جوړیږي.

2 – د سړک غاړې:Shoulders

په هغو سړکونو کې چې په دواړو غاړو یا خواوو کې د (Carriage Way) په ځانګړې اندازه له 1.25 تر 2 متره پلنوالي یا ارتوالي سره په نظر کې نیول کیږي چې د ګاډو یا وسائطو د ترمیم او بیا رغونې پخاطر ور څخه کار اخستل کیږي یعنې هلته دا عوارض لرونکي وسائط تم کیږي.

دا د سړک غاړې نظر د سړک ارزښت ته کتل کیږي بیا هم هغسې جوړیږي لکه: (د خښتو کارول، کانکریټ اچول، خامه غاړې او داسې نور) د سړک غاړې د سړک جانبي اتکاء د ډیرښت او پایښت او له ویجاړېدو او ښوېیدو د سړک پخاطر په نظر کې نیول کیږي، همداسې ځینې وختونه د سړک غاړې د بایسیکل او لاس ګاډو د تګ راتګ پخاطر هم په نظر کې نیول کیږي او د سړک د غاړو کم پلنوالی باید څلور فوټه (4 Ft) وي.

3 – د سړک حدود:Right of way

د سړک د مسیر لپاره یو قسمت ځمکه په نظر کې نیول کیږي چې دا عبارت او شامل دي له: د سړک پراخوالي ساحه، د سړک غاړې، پياده تګ ځایونه، ویالې او نیالګي یا ونې بوټي کیښودنه همداسې اضافي ځمکه هم د راتلونکي لپاره په نظر کې نیول کیږي چې که بیا د سړک د پراختیا او انکشاف لپاره ځنې ګټه پورته شي.

4 ـ د سړک ظرفیت: Road Capacity

د سړک ظرفیت عبارت دی له اعظمي یا ډیر حد د ترافیکو د مجاز چې په یو ساعت کې پر یوې لیکې د سړک تګ راتګ کوي، د سړک د ظرفیت محاسبه داسې کیږي چې د تګ راتګ پر وخت پر سړک باندې باید وقفه او بندوالی رامخته نشي.

په یو مناسب سړک کې دا هڅه کیږي چې ډیر لږ محدودیتونه د ډریور لپاره په نظر کې ونیول شي، البته د سړک ظرفیت بیا د سړک په پراخوالي او ارتوالي کې لکه د سړک بیلابېلې لارې ( (Road Linesشعاع او موړونو یا ګولایي د سړکونو کې نېغ په نېغه خپل تاثیر او رول لري.

5 – د سړک ځوړی یا میلان: Road Gradient

د سړک ځوړی عبارت دی له طولي یا اوږدوالي میل څخه د ځمکې په اراضي (خاورې)، د ترافیکو په څرنکوالي او سړک ځای یا موقعیت پورې اړوند وي.

6 – عرضي میل: (Camber) د سړک د فرش منځنۍ برخه نسبتاً دواړو څنډو ته لوړه جوړیږي او بیا ورو، ورو د سړک د څنډو خواوو ته کمیږي او د سړک فرش د کمان یا انحناء بڼه غوره کوي، چې همدغه کمان ته عرضي میل یا (Camber) ویل کیږي. د دغه ساختمان دنده دا ده تر څو د ورښت پر مهال د سړک د سطحې اوبه له سړک څخه وباسي او د سړک ویالو ته یې انتقال او رهبري کړي او د اوبو په واسطه سره د سړک د تخریب څخه مخنیوی وکړي ځکه اوبه د سړک تر ټولو غټ دښمن بلل کیږي .

– 7 د سړک تاج: (Crown) د سړک هغه لوړه نقطه چې یو او بل اړخ ته میلان لري او ورو، ورو د څنډو خواوو ته ټیټیږي د سړک د تاج یا (Crown) په نوم سره یادیږي یعنې د سړک د فرش د منځ لوړترینې نقطې ته تاج ویل کیږي.

8- میل: (Slope): عبارت دی د طولي میل د سړک څخه، چې نظر د ترافیکو ډول، د سړک موقعیت او همدارنګه د مځکې نوعیت پورې اړه لري.

د سړک د جوړولو برخې:

  • د سړک مسیر: (Road Alignment)
  • د سړک هندسي اجزاوې: (Road Geometric Components)
  • د سړک طبقې یا پوړونه: (Road Layers)
  • د سړک ویالې: (Road Side Ditches or Road Drain)
  • د سړک د اوبو ایستلو سیستم: (Road Drainage System)
  • خاورینه طبقه یا طبیعي مځکه: Soil Sub Grade
  • فرعي لاندې پوړ: Sub Base Course
  • جغلي طبقه یا پوړ: (له قیر یا کانکریټ څخه لاندې پټ یا طبقه): Base Course
  • د سړک د پورته سطحې پوښ یا د قیر طبقه: Wearing Course
  • د سړک ترافیکي نښې یا کرښې اچول: Road Markingroad

د ســـړك ډله بندي    (Classification Of Road)

۱ – د سړكونو ډله بندي د لیکو د شمېر له مخې:

يو لیکه سړكونه: (Single Line Road) چې یوازې يوه واسطه په یو وخت كې ورڅخه تګ او راتګ وكړای شي.

  • دوه لیکې سړكونه: Double Line Roads
  • درې لیکې سړكونه: Three Line Roads
  • څو لیکې سړكونه: Multi Line Roads

۲ – د سړك ډله بندي د وسائطو د حجم له مخې:

  • كم ټرافيك لرونكي سړكونه: (Low Traffic Volume Road) چې تر 400 Vehicle Per Day ټرافيك ولري.
  • منځني ټرافيك لرونكي سړكونه: (Medium Traffic Volume Road) چې د 400 – 1000 پورې Vehicle Per Day ټرافيك ولري.
  • ډیر ټرافيك لرونكي سړكونه: (High Traffic Volume Road) چې د 1000 څخه ډیرVehicle Per Day ټرافيك ولري.

۳ – د سړك ډله بندي د ساحې د نوعيت (نمونې) له مخې:

  • هوار سړكونه: Plain Area Roads
  • غرني سړكونه: Hill Roads

۴ – د سړك ډله بندي د وسائطو د حركت د سمت (خوا) له مخې:

  • دوه طرفه سړكونه: (Two Way Roads) چې په هغه كې وسائط په دوه مخالفو لورو تګ راتګ كوي.
  • څو لیکې یا دوه طرفه سړكونه: (Multi Line Two way Roads) څو موازي او برابر یا دوه طرفه سړكونه دي چې د شنې ساحې په واسطه سره بېلیږي.

۵ – د سړك ډله بندي د موقعيت یا ځای له مخې:

  • ملي سړكونه: (National Highway) چې يو هیواد د ګاونډيو هيوادو سره نښلوي.
  • ايالتي سړكونه: (State Highway) چې د يو هیواد ستر ښارونه سره ونښلوي.
  • د ولسوالۍ سړكونه: (District Roads) چې د یو هيواد واړه ښارونه سره ونښلوي.
  • كليوالي سړكونه: ( Village Roads) چې يو كلۍ د بل كلي سر ونښلوي.

۶ – د سړك ډله بندي د قيمتونو د ارزښت له مخې:

  • ارزانه (قيمت) سړكونه: Low Cost Roads لكه خاورین سړكونه، جغل والا او ځینې نور…
  • منځني قيمت سړكونه: Medium Cost Roads لكه اسفالټ شوي سړكونه او داسې نور…
  • ګران یا قیمتي سړكونه: High Cost Roads لكه كانكريټي سړكونه او داسې نور…

زموږ د هیواد ځینې سړکونه بیا په دې ډول دي:

  • منطقوي عمومي لارې: (Regional Highways)
  • ملي عمومي لارې: (National Highways)
  • ولایتي لارې او سړکونه: (Provincial Roads)
  • کلیوالي سړکونه: (Rural Roads)

بیا ټول سړکونه په لاندې دوو سترو برخو ویشل کیږي: البته دا هر یو بیا بېل بېل جوړښتونه لري.

  • سخت یا کانکریټي سړکونه: (Rigid Pavement)
  • ارتجاعي (تاوېدونکي) یا اسفالټ سړکونه: (Flexible Pavement)

خپله لیکنه په دغه قرآني آیت باندې سرته رسوم:

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا (٥٨) ژباړه: بېشکه الله امر کوي په تاسې (مؤمنانو!) ددې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د اماناتو ته او کله چې حکم کوئ تاسې (اى قاضيانو! اى حاکمانو!) په منځ د خلکو کې نو (امر کوي الله چې) حکم وکړئ په انصاف سره!؛ بېشکه الله ښه شى چې پند درکوي تاسې ته په هغه سره (چې د امانتونو اداء او په عدل سره حکم کول دي) چې الله دى ښه اوريدونکى (د ټولو اقوالو) ښه ليدونکى (عالم په پټو او ښکاره ؤ).

تل وي اسلام، تل دې وي افغانستان، د یو سوکاله، خوشحاله، ودان او په اسلامي شریعت سمبال افغانستان په هیله….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

استاد نورالله خان صيب

ديره مننه چی په زره پوری ليکنه مو کری ده

رشتيا هم چی زمونژ د هيواد لاری د امان (safety)، کیفیت، افقي او عمودی مسيرونو ، سرعت ، حجم أو أو په لحاظ کله هم معیاری نه دي.

خداوند متعال دي كرزي د سپي په مرگ مردار کري چی د آمریکا په دالرو يي د وطن بیخ وايست او د یو تعداد بی ناموسانو جيبونه يي ور دک کرل، کنه په دي پيسو خو افغانستان کي معياري سركونه جوريدل.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x