شعـــــرونه

مونږ د حالاتو پہ ستــم کـښ سترګی سري ګرځوو / ھاشم سادات

مونږ د حالاتو پہ ستــم کـښ سترګی سري ګرځوو
جوبل سینـو بانــدی ګریوان ریخې ریخي ګرځوو

څوک خیر خوا نه لرو چه حال ورته دزړہ او وایو
ځـان ســرہ پټی دخپل ژوند ترخي قصي ګرځوو

پــــه رڼا ورځ راتـــه دنـیا په ښــــــه نظر نہ ګوري
په توروشپـــو کــــښ د ملګـــرو قافـــــلي ګرځوو

ببر ســـــرونه تور رنګـــــونه  سوي سوي  ګرځوو
په ســـوو  زړو   دانتقام  بلــــي  لمبي   ګرځــــوو

دغـــه  دمیــــــنی قاتلان به رانـــــه  نه  خلاصیږی
د فــــدایانو کاروانــــــــونه ورپـــسي ګـــرځـــــوو

بزدل ســـــړے زمــــونږ دخـــوانه اکثــر لری تښتی
مــونږ دژونــــدون ســــرہ  تړلي  حادثي  ګرځــوو

پـه جـــھادي وسـله سمبهال یو ھیس خطر نہ کوو
سري سترګي ګرځـــوھیبتی سنڑی اوږدي ګــرځوو

ھاشــــمه ! دامـــــو دغــیرت اوشجاعت نښــــه دہ
دھـــر باطل خـلاف پــه جنګ پسي سیني  ګرځوو

ھاشم سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x