ټولنیزه برخه

د ختیځ دعلومو اغېز په لویدیځ (۴)

د مسلمانو پوهانو د کتابونو په ژباړلو سره د ختیځ علوم د لویدیځ په وچه ځمکه  لکه د باران په شان ووریدل، د لویدیځ ځمکه یې خړوب کړه او اروپایان د ختیځ د علومو سره اشنا شول (داکټر ماکس میرهوف). 

   که هغو کتابونو ته مراجعه وکړو، په کومو کې چې د ختیځ د علومو او په خاص ډول د اسلامي علومو رول د اروپا د رنسانس (بیا ژوندي کیدو) په دوره باندې لیکل شوي دي، هلته په ډير درست ډول ددې علومو اغیز څیړل شوی دی.

    په وروستیو کې ځینو لویدیځ لیکوالو په دغه اغیز باندې سترګې پټې کړيدي او وایې، چې د ختیځ د علومو اغیز په لویدیځ دومره ندی، لکه پخوا چې ویل شوي دي او دوی (ځينې لویدیځوال) فکر کوي، چې علوم د لویدیځ څخه لویدیځ یانې د یونان علوم لویدیځ ته تللي دي.

    خو، دوی ددې ټولو تعصبونو او تحریفونو سره، سره نه شي کولای، چې په هغو تاریخي حقائقو باندې پرده واچوي او ددې پردې په اچولو سره هم موږ په خاص ډول مسلمانان چې روښانه تیر تاریخ لرو د هغوی په لیکنو کې هغه څه ګورو، چې زموږ لپاره د ویاړ څخه ډک دي. 

   ولې، دا خبره دلته پای ته نه رسیږي، ددې ویره شته، چې دوی په راتلونکي کې موږ (ختیځوال) د توهین لاندې ونیسي او موږ د منځنیو پیړیو په دوران کې معرفي نه کړي او زموږ د علومو د اساس څخه سترګې پټې کړي.

    د یوه لویدیځوال استاد له خولې پورتني حقیقت ته داسې اشاره کوو:

    مسټر ټرینډ، چې د کمبریج په پوهنتون کې د هسپانوي ژبې استاد دی، په خپلو یادښتونو کې، چې د (هسپانیا او پرتګال) په نوم یې دي، داسې لیکلي:

    د هسپانیا مؤرخین اوس د اسلام میراث ته دومره اهمیت نه ورکوي، ولې سل کاله پخوا چې به یو اعرابي هسپانیا ته راته؛ نو عجیبه او غریبه ستاینه به یې کیده؛ خو نن دا موضوع زړه شوېده. اوس د فرانسې او امریکا په پوهنتونونو کې کوښښ کیږي، چې هر څه لاتیني میراث وشمارل شي.

    خو، که چیرې دوی انصاف وکړي او بغیر د تعصب نه، تاریخي حقائق وڅیړي؛ نو هر څه به برعکس شي. د وخت په تیریدو سره، داسې روښانه او اغیز لرونکي اسناد او مدارک په لاس راغلي، چې د اسلامي علومو ژور تأثیر د لویدیځ د علومو پرمختګ کې په اثبات رسوي، لکه څرنګه، چې داکټر میرهوف ورته اشاره کړېده.

    هغه د طبیعي علومو او طب په نوم کتاب کې خپل یادښتونه داسې لیکلي دي:

    د اسلامي ملتونو د علم ذخیرې اوس، ورو ورو ښکاریږي او په ټولیز ډول د استفادې وړ ګرځي. هغه څه چې په وروستیو کلو کې کشف شوي، د اسلامي علومو اغېز په روښانه ډول په کې لیدل کیږي؛ خو دا کشفیات لا کافي نه دي او په راتلونکي کې به د اسلامي علومو اغېز لا ډیر روښانه شي.

    د یوې لویې او پراخې نخشې یوه برخه:

    لویدیځوال حق لري، چې په دغو تاریخي حقائقو سترګې پټې کړي، همدارنګه د فرانسې او امریکا پوهنتونونه حق لري، چې وښي، هر څه لاتیني ریښه لري.

    نن لویدیځ د خپل ټول توان سره کوښښ کوي، چې د خپل سیاسي استعمار د لاسه وتلو پر ځای یو نوی فکري استعمار رامنځته کړي او څرنګه چې یې زړه وغواړي، پر ختیځوالو باندې حکومت وکړي.

    هغوی غواړي، چې د ختیځ بیلابیلې ارزښتناکې منابع په ارزانه قیمت تر لاسه کړي او خپل کم ارزښته مصنوعات په ختیځوالو په ګرانه بیه وپلوري.

    لویدیځ د خپل فکري استعمار سره غواړي، چې دوی (لویدیځوال) دې پرمختللي او ختیځوال دې وروسته پاتې وي، تر هغه وخته پورې، چې تر څو دا نړۍ او د خدای خدائي حاکمه وي او دا د دوی تغیر نه خوړونکی قانون دی او دوی ختیځوال مجبوري، چې د دوی ددې فکر احترام وکړي.

    د لویدیځ زاړه سیاستمداران، متعصب پوهان او کم ظرفه ځمکپیژندونکي، کوښښ کوي، د خلکو په سترګو پرده واچوي، چې د لویدیځ ننۍ تمدن د ختیځ د پوهانو په افکارو باندې استوار نه دی؛ خو که د دوی مختلفو صنایعو ته وګورو؛ نو دا به روښانه شي، چې په دې صعنتي پرمختګ باندې د مسلمانانو رول بې اغېزې نه دی.

    ددې واقعیتونو نه د انکار وجه د لویدیځ د پراخ فکري استعمار یوه لویه نخشه رامنځته کول دي.

    نن د لویدیځ تبلیغي دستګاوې دا کوښښ کوي، چې ختیځوال خپلو لویدیځوالو ته سپک او په فکري لحاظ وروسته پاتې او وحشي معرفي کړي.

    نور بیا…

مأخذ: اسرار عقب مانده ګی شرق،  لیکوال: ناصر مکارم

ژباړه: زاهدخلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x