افغانستان

جلال اباد: د ګاز ډبې د چاودنې له امله لسګونه دوکانونه سوځېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): نن سهار شاخوا اووه نيمې بجې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله لسګونه دوکانونه سوځېدلې او لکونه افغانۍ زيان اوښتې.

په سيمه کې عيني شاهدانو د نن ټکي اسيا سيمه يیز همکار ته وويل چې د ننګرهار د مالوچو دکوڅې په يوه دوکان کې د ګاز د ډبې چاودنه وشوه او له هغې وروسته دوکانونه اور واخيست، چې په لسګونو دوکانونه يې وسوځول.

ددې سربېره مارکېټ ته څېرمه دوه ولاړ موټر هم سوځېدلي دي.

سيمې ته د اطفايو او اړوندو ادارو د ناوخته رسېدو له امله اور له ولکې وتلی و چې په زياته اندازه دوکانونه يې زيانمن کړل.

تر دا مهاله په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ځینو توکو د غير معياري جوړښت له امله دغه ډول ستونزې رامنځته کيږي چې زيات وخت د مرګ ژوبلې سبب هم ګرځيږي.

افغانستان ته د را وارد شويو د بخار د ديګونو او د ګاز ډبو د غير معياري جوړښت له امله تر اوسه ډيرې دغه ډول پېښې شوي دي چې په کې افغانانو ته د مالي زيان ترڅنګ ځاني زيانونه هم اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x