شعـــــرونه

وس خو مي معاف کړه اي شهیدي خوري

هاشم سادات

خــوري دکوم ځایی نه قصه شروع کړم
په کـوم الفاظــــــو دا عنوان اولــــــیکم
پــه بی ننـــــګئ خپلي څه او لــــیکــمه
که ستــا جرأت باندي داســــتان اولیکم

تاد خــــوله رض بنـــت آزور یـــــادونه
تا بیـــا تاریخ د سمـیه رض ژوندي کړو
تا د اســـــــــــلام په ګل وورینو صفحـو
کردار دی بیا  دصـــفیه رض ژوندی کړو

تا د باطـــــل ګریــــوان ته لاس واچوو
دحـــــقی لاری دی انــــکار اونـــــــــکړو
ستا شجاعت لکه خوله رض غوندی وو
ما د ضـــــرار رض پشاند کردار او نکړو

ته په رشتـــــیا چه غیـ رتی پیغله وي
ځه په رشتیا چه یو بی ننګه ځوان یم
ته په دین تــــــیره شوی دمال او سره
ځه په رشتیا چه ډیر مئین په ځان یم

ســــتا په زبان د انـــقلاب چغـــــه وه
ستا د اواز نه شریعت څــــــــــڅیدو
ستا په سیـــــنه کښ قرانی لمبي وي
ستاد اواز نه نــنګ غـــــیرت څڅیدو

چه ستا دســــرنه لوپـــــــټه کوزیده
بیا ستا حـــــــیا باندی حملي کیدلي
ما ښه کتل په دی بی ننـــګو سترګو
ستا نه چاپیر محاصــــــــری کیدلي

ما ستــــا اواز باندی لبیـک اونه ویل
ځه ستا فریاد باندي حاضر نه شومه
تا په ســــرو وینو کښ سلګئ وهلي
ځه ووم بی ننګه چه ظهیر نه شومه

خوري په تا چه د قیامت لمحي وي
په بی وســـــئ کښ ژړیدل وی کنه
دشهـــادت په مـــــــبارکو ســـــلګو
بیا لږ ساعـــت ته خنـدیدل وی کنه

چه ته راپاڅي  دمحـشر په میدان
په خپلــــو وینو لمـــــبیدلي راشي
درب په مخــــکي فریادونه اوکړي
دګیلو ډک زړه ژړیــــــــدلي راشي

ربه ځه ستا په شریعت مړه کیدم
ځماخلاصي له هیڅ چا جنګ اونکړو
ځه یوه پیغله وم شهیـــــــده شومه
مسلـــــــمانانو په ما ننـــګ او نکړو

خــوري ځمـــــاسره جواب نشته دي
نه مـــــــي څه عذر نه بهانه پاتی ده
ستا ننګ غیرت او شجاعت ته خوري
ټــــوله حـــــیرانه زمانه پاتــــــي ده

تاتـــــه کوز ستــــرګے ملامــــته یمه
ډیرشـــــرمنده یــــمه سعیدي خوري
منــــــــــم چه ځه هاشم بی ننګه یمه
وس خو مي معاف کړه اي شهیدي خوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x