شعـــــرونه

پدې بد درنه وړم؟

لكه زلمى دنګ يې چناره چي صفت دي كوم
داچي تابوت درنه جوړېږي پدې بد وړم درنه

ظالمه نوردي رانه هيڅ هم په زوروړي نه دي
بس چي مظلوم درنه ژړېږي پدې بد وړم درنه

زما وطنوا له ګوډاګيه ستا پروا نلرم
نوم چي مي تاباندي بدېږي پدې بدوړم درنه

كاشكي چا نه ليداى له دين سره داستا غداري
ستاتاريخونه پاته كيږي پدې بدوړم درنه

دګمراهي په لورچي درومې مسلمانه واوره
درنه تورپلونه پاته كيږي پدې بدوړم درنه

زماڅه بدي درسره نشته شراب خوره ګوره!
سم دم ايما ن درنه بېليږي پدې بد وړم درنه

مطربه ! بدمه راته ګوره درته غوږنه نيسم
وينم شيطان درته ګډيږي پدې بد وړم درنه

اې درباري آزاد خيال شاعره شعر دي سم دى
دين ته دي ګټه نه رسيږي پدې بد درنه وړم

الهامه!ورشه ګران ته وايه له سلام نه وروسته
كه دي غليم دي سره ټيټيږي پدې بد وړم درنه

2012/02/25

سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x