دیني، سیرت او تاریخ

د خلافت د موضوع په اړه یو ضروری وضاحت

لیکوال: خالد افغان

محترمو مسلمانانو وروڼو لکه څنګه چی تاسی پوهیږی نن سبا د خلافت علی المنهاج النبوه موضوع ډیره ګرمه ده او ډیر مسلمانان ددی موضوع په اړه په ډیرو ناراوو او فتنو کی لویدلی دی د بی علمه ا و جاهلو کسانو له خوا فتوا او فتوا بازی شروع دی او په یوه عبث او بیهوده بحث کی مسلمانان لویدلی دی له وخت نه مخکی دداسی یو شی او داسی یو څه دادعا په باره کی ناری او سوری دی چی هغه اصلا اوس هیڅ وجود نلری مسلمانان په اوس وخت کی له خپل اصلی هدف نه بل لوری ته ګرځول شوی دی د کوم چی فایده صرف اوصرف کفارو ته رسیږی او بس او نوره هیڅ فایده هم نده پری مرتبه نو ومی غوښتل چی پدی باره کی يوڅو کرښی ولیکم او دنن ټکی آسیا دمحترمی او وزینی ویبپاڼی له لاری یی نشر ته وسپارم محترمو لکه څنګه چی تاسی پوهیږی چی زمونږ د خوږ او محبوب نبی حضرت محمد مصطفی(ص)خلافت یو ډیر عظیم الشان او لوی کار ده د کوم چی قابلیت په خلکو کی یو شان نه بلکه متفاوت ده نو بنا محقیقنو یا مفقه علماو د خلافت یا امارت یا امامت کبری په باره کی چی کوم مختلف احادیث له رسول کریم (ص) نه روایت شوی دی دیته په کتو یی د خلافت لاندی درجی یا مرتبی ذکر کړی

اوله درجه – خلافت راشده خاصه کوم ته چی خلافت علی منهاج النبوه هم ویل کیږی

ددی خلافت وعده الله (ج) د سوره نور په آیت وعدالله الذین امنوا منکم وعملوا الصلحت لیستخلفنهم فی الارض کما استخلف الذین من قبلهم ولیمکنن لهم دینهم کی د صحابه و د ټولی له هغو مهاجرینو او انصارو سره کړی چی الله پاک په قرآن کی په سابقون اولون نومولی دی(د پورته آیت د زیات تفسیر لپاره دی د مولانا عبدالشکور لکنوی تفاسیر لکنوی ته مراجعه وشی) کوم چی له آنحضرت(ص) سره د خیر په ټولو مشاهدو کی لکه بدر، حدیبیه، تبوک او داسی نورو کی شامل و او آنحضرت(ص) یی د مرتبی لوړوالی او د خلافت لپاره مستحق والی بیان کړی وی او په مسلمه امت یی د هغوی خلیفه ګرځول لازمی کړی وی د الهی دین کوم تمکین والی چی الله (ج) دهغوی په مبارکو لاسو کړی دا بل هیڅ چاته نشی نصیب کیدلای تاریخ هم ددی شاهدی ورکوی او محقیقین علما هم پدی متفق دی چی دا درجه خلفا ثلاثه ته حاصله وه او په هغوی باندی ختمه شوی ده پدی دری خلافتونو کی د نبوت رنګ دومره غالب و لکه چی نبی کریم(ص) د پردی تر شا ناست وی او دا دری خلفا یی لکه د بی روحه لکړی په شان په لاس کی وی او تاسو (ص) څرنګه چی غواړی دی لکړو ته حرکت ورکوی او کوم کار مو چی ترینه غوښتی وی او یا مو خوښ وی په آسانی یی ترینه حاصلوی یا اخلی پدی دری خلافتونو کی هم بیا د شیخینو(رض) دخلافت درجه ډیره لوړه او اوچته ده

دوهمه درجه – خلافت راشده مطلقه

دا درجه د خلافت ګرچی له اولی درجی نه یو څه ټیټه ده مګر بیا یی هم مرتبه ډیره جګه او اوچته ده دا درجه د خلافت دهغو کسانو لپاره ده د کوم چا چی آنحضرت(ص) دخلافت لپاره مستحق والی او صاحب د فضایل بودن بیان کړی وی اما پر امت باندی یی د هغه خلیفه ګرځول لازمی کړی نه وی دا درجه د حضرت علی (رض) او امام حسن (رض) خلافت ته حاصله وه او له آنحضرت(ص) نه چی کوم حدیث روایت شوی دی چی خلافت به له ما نه وروسته دیرش کاله وی له هغه نه مراد همدغه دوه پورته درجی د خلافت دی

دریمه درجه – خلافت عادله

دا درجه له پورته دوه درجو نه ډیره زیاته فاصله لری ددی درجی د حاصلولو لپاره دا کافی ده چی خلیفه جامع الشرایط وی او د خلافت مقاصد له هغه نه نه فوتیږی ددی ضرورت نشته چی رسول کریم (ص) دی د خلافت لپاره مستحق والی بیان کړی وی د حضرت امیرمعاویه(رض) خلافت په همدی درجه کی داخل ده پدی ډول خلافتو کی بعضی خلافتونه دومره تکمیل شوی دی چی له خلافت راشده سره د همرنګی والی له وجی بعضی علماو په خلافت راشده کی شمیرلی لکه د حضرت عمرابن عبدالعزیز خلافت ددی خلافت سلسله باقی ده قطع شوی نده او زما په شخصی نظر چی البته تحمیلی نده د افغانستان اسلامی امارت هم تر ډیره حده په همدی درجه کی شامل و.

څلورمه درجه – خلافت ناقصه یا عامه

دا درجه عینا د سلطنت او بادشاهت په شکل ده دا درجه هغو خلکو ته هم حاصلیدی شی چی د خلافت د ټولو شرایطو جامع نه وی صرف لوی لوی شرطونه لکه اسلام، عقل، بلوغ، نروالی ، حریت او داسی نور په کښی موندل کیږی بعضی اموی خلفا او اکثره عباسی او عثمانی خلفا په همدی قسم کی داخل دی
دا چی کله مهدی(ع) په آخره زمانه کی راشی نو دهغه خلافت به د خلافت لدی پورته ډولونو نه په کوم یو کی شامل وی نو تر کومه ځایه چی زه فکر کوم نو دهغه خلافت به د خلافت عادله په تکمیلی شکل یعنی لکه د حضرت عمر ابن عبدالعزیز(رح) دخلافت په شان یا له هغه نه هم یو څه پورته په تکمیلی درجه کی وی نور نو فقط والله اعلم په آخر کی دی الله پاک مونږ او تاسی ټولو ته د سمی او مستقیمی لاری هدایت وکړی له عناد، بخل، حسد او کینی او تفشل نه دی الله نجات راکړی ربنا لا تزغ قلوبنا بعد اذ هدیتنا وهب لنا من لدنک رحمه انک انت الوهاب آمین یارب العالمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

افغان صاحب سلامونه ! زه ستاسی د لیکنی د محتویاتو مخالف هم نه یم ، تاسی د خلافت یو اړخ د یوی زاویی له مخی ښه تشریح کړی او بیا مو د خلافت دوری ویشلی دی د خلافت په اصلی ماهیت مو رڼا نه ده اچولی چه خلافت څه ته وایی ، الله ج فرمایی چه ادم ع می خلیفه خلق کولو او دغه موضع می ملایکو سره شریکه کړه او …. یعنی ادم ع اول یو کس اما خلیفه وو او بیا ورته الله ج میرمن په برخه کړه ، هغه وخت چه میړه باید امیر وی ، ادم… نور لوستل »

خالد افغان

محترم الحاج استا ذ بیانزی صاحب مننه له تبصری نه مو د کوم خلیفه چی تاسو یادونه کړی هغه ته خلیفه الله ویل کیږی لکه آدم (ع) او د کوم چی زما مراد دی هغه ته خلیفه الرسول ویل کیږی دا چی ما پدی لیکنه کی ولی د خلیفه تعریف نده کړی دا پدی وجه لکه څنګه چی تاسو اشاره ورته کړی دلته ما ددی موضوع یو اړخ څیړلی دی کوم څه چی زما مراد و هغه می غوښتی دی چی واضح یی کړم انشالله په آینده کی به د خلیفه دتعریف او د خلافت د مقاصدو په اړه یوه… نور لوستل »

محمد قلندرزی

محترم لیکوال صاحب ته ډیر زیات درناوی! عما بعد….. د لیکني په عنوان کي وضاحت لفظ راغلئ دئ خو لیکني د وضاحت پر ځای نور هم موضوع غیر واضح کړې ده. یعني دا چي د حضرت علي کرم الله وجهه په لاس د امیر معاویه رض بیعت نه کول او د بغاوت لار خپلول ځکه جایز وبلل سي چي رسول الله مبارک ص ددې کار پیشبیني کړې وه؟؟؟؟ یو شمیر نور واکمنان چي محترم لیکوال صاحب دخلافت په وروستیو درجو کي راوستلي دي او د هغوئ مشروعیت هم په دې دلیل ثابتوي چي دا ټوله شیان رسول الله مبارک ص… نور لوستل »

خالد افغان

محترم محمد قلندرزی صاحب ما چیری پدی لیکنه کی د امیر معاویه (رض) د بغاوت د جواز او دداسی نورو واقعو چی تا یی یادونه کړی خبره کړی که ستا مراد دا وی چی د امیر معاویه(رض) خلافت صحیح و او کنه نو داخو بیله موضوع ده چی اوږد بحث ته اړتیا لری او علماو په کتابونو لیکلی دی ته کولای شی چی پدی باره کی د علامه ابن حجر مکی کتاب تطهیر الجنان ته مراجعه وکړی چی د امیر معاویه په باره کی یی لیکلی ده هلته کولای شی د خپلو سوالونو ځواب پیداکړی ستا نوری خبری زما په… نور لوستل »

mohammed

هر کله چی سوک دحسد اوعناد له رویه یوه سه ولیکی یا دحق د بدلولو يا مسخ کولو کوشش وکړی نو همداسی نیمګرتیاوی به پکی وی هغه خبره شوه چی اوخ ته دپرتوګ جوړولو کوشش رازی مونږ خپل مخ قبلی ته واړاوو نه داچی دقبلی بدلولو ناکام کوششونه او یهودانو او عیسویانو غوندی دحق او باطل دګدولو او یاهم د حق دپتولو کوشش ونکړو حالانکه مونږ ته حق معلوم ده او که معلوم نه وی دقران له مطالعی یی وګورو او بله خبره دی خبری سره موافق یم چی دخلافت په خلاف کفار کوم دسیسی مخکی وړی او پر زد… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x