
غزني کې ترافیکي پېښي ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار د مسافرو د ۳۰۳ موټر او ټېلر ترمنځ په ټکر کې ۳ تنه وژل شوي ۲۵ تنه نور ټپيان دي.
پېښه نن سهار شاوخوا ۶ بجې رامنځته شوي.
د غزني ولایت د ترافیکو مدیر محمدالله احمدي رسنیو ته وویل چې د اب بنده ولسوالۍ په تودې سیمه کې د مسافرو ۳۰۳ موټر او یو ټېلر یو له بل سره ټکر شوي چې له امله یې دواړو موټرو اور اخیستی دی.
په پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپيان دي چې په هغوی کې دوې ښځي او درې ماشومان دي.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت وایې چې دوی ته د پېښي دځای څخه مړي او ټپیان ور وړل شوي چې په ټپيانو کې د ځینو روغتیایې حالت د اندېښنې وړ دی.
ویل کیږي چې په ټېلر موټر کې روغنیات بار وو چې له همدې امله دواړو موټرو اور اخیستی دی.
تېره ورځ هم د غزني ولایت په روضې کوتل کې د ټېلر او ۳۰۴ مسافر وړونکي موټر تر منځ ټکر کې ۳ تنه ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپيان شول.