نظــر

د پاکستان په زندان کې د استاد یاسر د بند نهمه کلیزه‎

عمار یاسر –

د نن څخه پوره ۹ کاله مخکې په ۳۰ دسمبر ۲۰۰۸ د پاکستان په پیښور ښار کې استاد محمد یاسر د پاکستاني استخباراتو لخوا د دوهم ځل لپاره ونیول شو. استاد یاسر چې اصلی نوم یی زمرک ولد عصمت الله دی د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبي کلي کې په کال ۱۹۵۳ میلادی کې زیږدلی، څلور کلن د پلار څخه یتیم پاتې شوی، د تربیت او سرپرستۍ چارې یې یوازني مشر ورور ډګر جنرال بهادرخان په غاړه درلودې، لومړنۍ زدکړې یې د وردګو په بمبي کلي کې او د مکتب دوره یې د کابل په حبیبیه لیسه کې په کال ۱۹۷۱ میلادي کې بشپړه کړې.

د دولسم ټولګي وروسته په یو تحصیلي بورس باندې چې په هغه کال د هیواد په سطح لسو ممتازو شاګردانو ته ورکړل شوی وو امریکا ته ولاړ، په امریکا کې د لا زیاتې مودې پاتې کیدو او لوړو تحصیلاتو د زمینې په درلودلو سربیره په کال ۱۹۷۳میلادي کې چې د داود خان د کودتا ۲۶ د سرطان ورځې سره سمون خوري بیرته هیواد ته راستون شو او د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې یې تحصیلاتو ته ادامه ورکړه.

په هیواد کې د روان وضعیت او د داود خان په نظام کې د کمونیستانو د نفوذ او په هیواد کې د کمونیستي فکر د ترویج د مخنیوي په منظور د نورو با احساسه محصلینو او استادانو سره د کمونیستانو او د دوی د فکر په خلاف مبارزه پیل کړه چې د وخت په تیریدو سره دغه با احساسه ډله ځوانان او استادان د حکومت د ظلم، جبر او تشدد له وجې شهیدان، بندیان او پاتې نور یې د هیواد پریښودو ته مجبوره شول.

استاد یاسر د داود خان په دوره کې پاکستان ته مهاجر او د هغه ځای څخه د تحصیل د بشپړولو په نیت سعودي عربستان ته ولاړ او د مدینې منورې په اسلامی پوهنتون کې یې د شرعیاتو پوهنځي ولوسته. په هیواد کې د ۷ د ثور کمونیستي کودتا او نظام په خلاف په مدینه منوره کې افغان محصلینو یو تحریک پیل کړ چې استاد یاسر د دغه تحریک مشري په غاړه درلوده او د هغه ځای څخه یې د مجاهدینو او جهادي تنظیمو د حمایت لپاره کار پیل کړ.

د فراغت وروسته په کال ۱۹۷۹ میلادي کې پاکستان ته ولاړ او د هیواد د اشغال په خلاف او د اسلامی نظام د قایمیدو په هدف یې د وخت جهادي تنظیم جمعیت اسلامي څخه مبارزه پیل کړه. په جمیعیت اسلامي کې د عالي شورا غړی او دعوت او ارشاد کمیسون د رییس په توګه دنده ترسره کړې، وروسته د سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان په نوم د جهادي تنطیمونو اتحاد جوړ شو چې بیا د اتحاد اسلامي افغانستان په نامه جدا تنظیم پاتې شو، استاد یاسر د سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي افغانستان معاون، د اجرایې شورا غړی او د سیاسي کمیټي رییس په توګه دندې اجرا کړې. نوموړی د جهادی تنظیم اتحاد اسلامي افغانستان په نمایندګۍ د امریکا، جرمني، سویس، سوډان او خلیجي هیوادونو په شمول ډیرو هیوادونو ته سفر او په نړیوالو کنفرانسونو کې د مجاهدینو په نمایندګۍ شرکت کړی. په کال ۱۹۸۸ میلادی کې د مجاهدینو په جلا وطنه عبوری حکومت کې د دعوت او ارشاد وزیر هم پاتی شوی.

استاد یاسر د سیاسی او دعوتي کارونو ترڅنګ د سنګر د مجاهدینو د احوال پرسۍ او نظامي جهاد سره د مینې په خاطر وخت په وخت د جهاد ګرمو سنګرونو ته هم تلو چې په کال ۱۹۸۶د روژې مبارکې میاشت کې د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ په نازیانو سیمه کې د روسانو په خښ کړل شوي ماین زخمی شو چې د ماین وړې پارچې او د زخم نښانونه یې تر ډیرو کالو پورې پرمخ ښکاریدل.

د روسانو او د هغوی د مزدورانو په خلاف د جهاد د بریا او د نجیب حکومت د سقوط وروسته د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ کابل ته ولاړ او د مجاهدینو په اوله دوره موقتي حکومت کې یې د فواید عامې وزیر په توګه دنده ترسره کړه، خو کله چې برهان الدین رباني د حکومت واګي ترلاسه کړل نو استاد یاسر د مجاهدینو خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله د وزارت څخه لاس په سر شو. د وزارت پریښودو وروسته نوموړی د هجرت په دیار کې په درس، تدریس او دعوتي کارونو مشغوله شو. په (دعوت او جهاد) پوهنتون او نورو مدارسو کې یې د عقایدو د استاد په صفت زرګونه شاګردان وروزل او په همدې موده کې د عمر په څلویښت کلنۍ کې يې قرآن کریم هم په بشپړه توګه حفظ کړ. د رباني او طالبانو دواړو دورو حکومتونو کې یې د تدریس ترڅنګ د تنظیمونو خپل منځي او بیا د طالبانو او تنظیمونو ترمنځ د سولې او روغې جوړې هلو ځلو کې فعاله ونډه درلوده.

د طالبانو د حکومت په خلاف د امریکایي یرغل د لومړیو بمباریو په وخت د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د کابل څخه د امریکا په خلاف خپل جهادي دریځ او د طالبانو ملاتړ اعلان کړ. د ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) په مشرۍ یې د امریکا او متحدینو په خلاف عملا وسله واخیسته، د کابل او ډیرو ولایاتو سقوط باوجود په وردګو کې د خپلو مجاهدینو سره اوسیدو تر څو بې سرپرسته او نابلده مجاهدین او د هغوی کورنۍ په حفاظت سره مصئونو ځایونو ته ورسوي. په هغه لومړیو سختو حالاتو کې د وخت د مقتضی سره سم استاد یاسر د ولس د بیدارۍ او مجاهدینو د حمایت لپاره په سري او علني غونډو پیل او د جهاد دعوت ته یې خپل ټول وخت وقف کړ.

په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو لخوا د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مسؤلیت وروسپارل شو چې د طالبانو د سقوط وروسته په لومړي ځل یوه پیژندل شوې سیاسي او جهادي څیره د طالبانو په نمایندګۍ په مطبوعاتو کې ښکاره او د مجاهدینو غږ یې پورته کړ او د روان جهاد انځور یې په نړیوالو مطبوعاتو کې ژوندی او نړیوالو ته ورساوو. د مطبوعاتي او فرهنګي کمیسون د رییس په توګه د استاد یاسر د خدمتونو څخه یو هم د تبلیغاتو لپاره د عصري وسایلو او پرمختللیو لارو څخه استفاده وه چې هغه وخت د طالبانو رسمي انټرنټ پاڼه (الاماره) په لومړي ځل پرلیکه او نشرات یې پیل کړل. الاماره ویب پاڼې د روان جهاد غږ او د افغان مظلوم ولس حالت په ډیره مؤثره او سریعه توګه تر نړیوالو ورساوه او رسوی یې.

استاد یاسر لومړی ځل د ۲۰۰۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو او د څو میاشتو بند وروسته د څو نورو طالب چارواکو سره یوځای په کابل کې امریکایانو ته وسپارل شو. نوموړی د کابل په امنیت زندان او پل چرخي محبس کې د ۲۰ میاشتو بند وروسته د یو ایټالوي بندي په بدل کې د څلورو نورو طالب چارواکو سره د ۲۰۰۷ کال په مارچ میاشت کې تبادله او د مجاهدینو سره په هلمند کې میشت شو. نوموړي د بند وروسته د جهادی مصلحت او امنیتي ملحوظاتو په اساس د پاکستان د قبایلو په شمول په مختلفو ځایونو کې وخت تیر کړ او په دې دوران کې یې هم د مجاهدینو د تربیت او د جهاد د تقویې لپاره ډیرې ستړیاوې وګاللې چې بالاخره د ۲۰۰۸ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه په پیښور ښار کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو.

د نیولو وروسته تر یو کال پورې د نوموړي احوال د یوې غیر رسمي لارې څخه کورنۍ او متعلقینو ته رسیدو او د ژوند او صحت څخه یې اطمینان ترلاسه کیدو خو د ۲۰۱۰ کال څخه د نوموړي په اړه د هغه کورنۍ او نورو متعلقینو کوم احول نه دی ترلاسه کړی، البته د راخلاص شوو بندیانو لخوا داسې احوالونه راتلل چې د پیښور صدر په یو پټ پوځي زندان کې ساتل شوی. د همدې احوالونو د جملې څخه د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د یو راخلاص شوي بندي لخوا داسې احوال راغی چې استاد یاسر د پیښور صدر په پوځي زندان کې ساه ورکړې او شهید شوی. باید اوایو چې استاد یاسر د بند په هغه ټوله موده کې چې خبر ترې راتلو په قید تنهایي(کوټه قلفي) کې ساتل کیدو او د هیڅ بندي ورسره مباشر کتل او خبرې نه دی شوی. د شهادت دغه آوازه د استاد یاسر د کورنۍ په شمول د مطبوعاتو له لارې ټولو هیوادوالو ته ورسیده خو البته د رسمي منابعو څخه یې په اسنادو تصدیق ونه شو.

په پاکستاني زندان کې د استاد یاسر د شهادت د آوازې په اړه د افغانستان اسلامي امارت هم په یوه اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل چې د دې پیښې د صحت په اړه وضاحت ورکړي خو تراوسه د استاد یاسر کورنۍ او متعلقینو ته د نوموړي د ژوند یا شهادت په اړه هیڅ راز اسناد او شواهد نه دي رسیدلی، نو ځکه هم د استاد یاسر کورنۍ، ټول مجاهدین او عام مسلمانان د استاد یاسر د بند شپې او ورځې حسابوي او د نوموړی په شمول د ټولو بندیانو چې د اسلام او جهاد په لاره کې د بند سختې شپې او ورځې تیروي د عافیت او آزادۍ دعا کوي.

الله دې وکړي چې زمونږ د هیواد څخه د اشغال ټغر هرڅه ژر ټول او په هیواد کې د اسلامې نظام تر سیوري لاندې سوله او امنیت تأمین شي ترڅو افغانان د دې مشکلاتو، دربدریو او مهاجرتونو څخه خلاص او په هیواد کې سوکاله او آرامه ژوند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کاروان

زموږ په زړونوکې به تل وي هېر مو نه دی یاسر
زموږ تاریخ کې به اتل وي هېر مو نه دی یاسر

دزندانونو داستانونه به جزيات ورته
يواځي دی به پکې کل وي هېر مو نه دی یاسر

چاچې دتور انګریز دمکر و فریب پروا ونکړه
څای به يې تل دزړونو تل وي هېر مو نه دی ياسر

عماره لوړې سترګې ګرځه افتخار کوه بس
طالب به تل درسره مل وي هېر مو نه دي یاسر

منیر

زمونگ دزرونوتکورزمونگ دزرونوارام یاسره÷زموژفه زره کی به یی زمونگ دزرونوارمان یاسره÷

M dawood.wardag

که ‌‌‌‌‌‌ژوندی ی خدای دی نور هم عمر در ډیر کړی او که شهید ی خدای دی شهادت قبول او غرق رحمت شی

همت خان

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لأسرة أحد أصحابه الأجلاء : صَبْراً آلَ ياسر فإنَّ مَوْعِدَكُم الجَنَّة.
ونحن بدورنا نسأل الله الجنة لأستاذنا ياسر ، ولآل ياسر الصبر في الدنيا والجنة موعداً لهم في الآخرة.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط انا لله وانا اليه راجعوتن ط اروحښاد ، داسلامي تاريخ ځلانده ستورۍ ، د عصراو زمان د مجاهدينو د قافيلې سلار، تل ژوندۍ ، شهد استاد ياسر رحمة الله عليه، چي ما پيژانده ، نيټه راڅخه هيره ده ، د جهاد په اوږدو کي ملګرو ملتونو ته د جهادي تنظيمونو هيأ ت نيورک ته راغلۍ وو. په دغه وخت زه په امريکا کي دافغاني محصلينو داسلامي اتحاديي مرستيال وم او عبدالهادي ارغنديوال داتحاديي ريس وو.د اتحاديي د مرستيالۍ سره په څنګ کي په متحده ايالاتو کي داتحاد اسلامي افغانستان نماينده ګي هم زما تر غاړي… نور لوستل »

محمد باسل

الله تعالی دې دې وکړې چې ژوندی وي او راخلاص شي او د اسلامي امارت بریالیتوب وګوري.
څوک چې امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله ورعاه د پاکستان سړی بولي د دوی د خبرې د بطلان لپاره یوازې همدا دلیل هم کافی دی چې د منصور صاحب خسر (استاذ یاسر) پاکستانی حکومت تری تم کړی.
نو که منصور صاحب هرڅه پاکستان ته له زړه وباسي خو د خپل خسر بندی کول او یا په شهادت رسول به ورته هیڅ کله له زړه ونه باسي.

محمدربی آماج

الله (ج) د وکړی چی بیرته په ژوندون خپل کورته راستنو شی، خو چا چی ځان د توپان رحم باندی پریښوود««»» داسی ډوب شول چی بیا هیڅ ونه ختل. زموږ همدا خوشباوری موږ ته تل موګونی ثابته شویده، او اوس هم زموږ اکثریت پدی باور دی چی نن هم اسلامی ورور ولی شته مګر داسی ندهږ زموږ ګاونډیانو تل زمونږ د سوچه او سپیڅلو اسلامی ولولو اواندونو څخه غلطه ګټه اوچته کړیده اوپایله یی بیا داسی راوتلی ده چی موږ خپل ژوند او سرنه پکی خوړلی دی.

خپلواک

الله پاک دې وکړي دده ټول جهادې دعوي او هرډول خدمات چې داسلام په لاره کې زیار کړی قبول کړي او جنت الفردوس دې ورته نصیب کړي، زما یو ډیر مهم ملګری چې امارت کې برحاله په لوی وظیفه فائز دی ویل چې استاد سره پاکستانې حکومت لویه جفا او دوکه وکړه، دی دقبائلو څخه راوغوښت او یو کس…….. ددوی دپاکستاني حکومت لخوا ده اطمئنان ورکړه چې نورتاسو څه کار نه لری او تاسو هم لږ احتیاط کوي همغه و چې استاد بیرته کور ته راستون او هم دې ظالمانو(ای ایس آی) په حیات آباد کې ونیولو او بیا ئی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

دی کی شک نشته چه پاکستان له موره غلام زیږیدلی خو بادار یی هماغه انګریزان دی چه د کابل غلامه ، بی کفایته او فاسده اداره یی په زوره زمونږ په مظلوم اولس مسلطه کړی په کومه کچه چه د کابل اداره غلامه او فاسده ده د پاکستان غلامه اداره تر هغی زیاته فاسده مګر بی کفایته نه ده یعنی غلامی کی دکابل تر اداری پاخه غلامان دی حتی انګریزان په دی هڅه کی دی چه افغانان د کابل د غلامی اداری په واسطه د غلام غلامان کړی انګریزان پوهیږی چه افغانان ورسره ډیر حساسیت لری . یاسر اولنی کس… نور لوستل »

engener habib

خپلواک نومي خبري دي خاري اوچینجنی دې.نوم دي دخپلواک کارولی.چالاکي دي داکړي چي زموږ ديومشهوري ملګري مستعار نو م دي له ځانه سره لیکلي ترڅو خلګ پري بدګومانه کړي.داحساس مسایل ستا ترمعلومات لوړ دي.قضیه داسی نه وه لکه ته جې وایی

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx