افغانستان

بي بي سي دپولیسو په لیکو کې دکم عمره هلکانو دشتون راز افشاء کړ

دبي بي سي نړیوال چینل په یوه هيښونکي راپور کې ویلي ، چې دکرزي دحکومت دپولیسو په لیکو کې کم عمره هلکان ددې لپاره ساتل کیږي ، ترڅو مشران  پولیس ترې جنسي استفاده وکړي .

د بي بي سي داویدیویي  راپور چې ددې شبکې انګلیسي او فارسي برخو خپور کړی په کې ویل شوي ، چې دپولیسو په لیکو کې فساد خورا پراخ دی ،چې له مالي فساد نیولې بیا تراخلاقي فساد پورې مختلف انواع لري  .

د بي بي سي خبریال دهلمند په سنګین کې دپولیسو دیوه مرکز کیسه کوي ، چې پولیس له خپلو موټرو سره بي احتیاطي کوي دکباړ شویو موټرو دتیلو پیسو اخلي  دغه راز خپل وسائل کباړوي  او پیسې یې جیب ته اچوي .

په راپور کې د پوستې کم عمره پولیس هم ښودل کیږي ، چې خبریال وایي دوی ددې لپاره دلته دي ترڅو دشپې مهال ترې نور پولیس جنسي استفاده وکړي .

کله چې خبریال دپولیسو  له یوه  ځایي مشر څخه په دې اړه پوښتنه کوي ،  دپولیسو مشر چې دپاخه عمر ښکاري ځواب ورکوي ، چې داکار په زور نه کیږي بلکې د دواړو خواووپه موافقه سرته رسیږي  دراپور په  2:8  شیبه کې دپولیسو مشر وایي ( همو بچه خودشه میخواهه که درپوسته  بشینه  وشبانه بر ازیها  کـ . . .  هم بته )

سره له دې چې دپولیسو مشر وایي داکار په  د طرفینو په رضایت کیږي ، خو خبریال وایي چې په تیره څه موده کې دلته ۳ تنه کم عمره پولیس له پوستې نه دتيښتې په مهال ویشتل شوي او وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی ، له دې څخه ښکاري لکه پولیسو چې دغه کم عمره هلکان ګروګان کړي وي ، او دخپلو جنسي تقاضاوو پوره کولولپاره ترې ناسمه استفاده کوي  .

راپور په لاندې لینک کتلی شئ

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/02/130225_l42_vid_afgh_abuse.shtml

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x