نظــر

خدای به د ملا حکومت راولي

   په خیبرپښتونخوا کې د تېرو تقریبا پنځو کلو راهیسې د ای این پي ګوند د اسفندیار په مشرۍ حاکم دی. ویل کیږي، چې په پاکستان کې لومړی ځل دی، چې جمهوري حکومت خپله دوره پای ته رسوي او د مۍ په میاشت کې به بیا ټاکنې وشي او یو نوی حکومت به رامنځته شي.

    د ای این پي ګوند چې د لر او بر یو افغان چیغې وهي، د خپل حکومت په دوران کې یې هغې نادودې په افغان مهاجرینو باندې وکړې، چې ساری یې د افغان مهاجرت په تېر تقریبا دېرش کلن تاریخ کې نه لیدل کیږي. د دوی په حکومت کې چې افغان مهاجر څومره بې پته او بې عزته شوه، یقین وکړۍ، چې د نړۍ په کوم بل هیواد کې مهاجر دومره سپک او ذلیل شوي نه دي.

    که د تورخم د دروازې نه یې پیل کړو، تر د پنجاب د سرحد پورې هر افغان یې ځورولی، کړولی، بې پته کړی، پیسې یې په ناروا ترې اخیستي، ناروغان یې ځورولي، په کارخانو، حیات اباد، اسلامیه کالج پاټکونو او پیښور ښار کې دننه یې دومره بد او ناروا ورسره کړي، چې سړی نه پوهیږي، چې دا کړنې به د نړۍ په کوم دین، قانون او قومیت کې روا ګڼل شوي وي ، دوی خو د لر او بر افغان نارې سورې ډیرې وهي، بیا نو څه ټکه پرې راولیدلې ده، داسې خو څوک نه کوي، په داسې حال کې، چې نسل، وینه، خاوره؟؟؟، دین؟؟؟ او وطن؟؟؟ مو سره یو دي.

    ښه مې یادیږي، ددې دمخه چې په پیښور کې د ملایانو حکومت وه، هیڅ افغان مهاجر دومره ځورول شوی، کړول شوی او بې پته شوی نه وه، لکه ددې په ظاهره د لر او بر افغان چیغې وهونکیو په حکومت کې چې وشول.

    د ملایانو په حکومت کې، په کورونو باندې چاپې وهل، د کوره د ښځو ګاڼې وړل، د ناروغ نه په روغتونونو کې د پیسو اخیستل، په لسو روپو باندې د یو افغان وژل هیڅکله هم نه لیدل شوي او نه اوریدل شوي وه؛ خو دوی هغه تاریخ پریښود او هغه کړنې یې وکړې، چې نه په پښتو کې شته او نه د نړۍ په کوم دین کې.

    کله چې د تورخم په دروازه باندې اوړی؛ نو دلته به دا سړي خواره خاصه دار ولاړ وي، په کارخانو او بورډ کې به هغه وحشي پولیس ولاړ وي، چې بل به ترې نه وي، د نارتهـ ویسټ، رحمان میډیکل او ډبګری د روغتونو سره نږدې شاوخوا به د وخت لوی سړي خواره او داړه ماران ولاړ وي، تر څو د کوم مهاجر نه یو څو روپۍ وشکوي.

    دوی هر هغه افغان ځوروي، کړوي او پیسې ترې اخلي، چې پاسپورت او مهاجر کارت لري. کله چې ورته وویل شي، چې ګوره دا قانوني کارت دی، وایې به چې، جي دلته خو یې داسې نه دي لیکلي، چې پیسې ترې مه اخلی.

    دوی په خپل حکومت کې د پښتونخوا د پښتنو حقوق هم وانه خیستلای شول. حقوق خو لا څه کوئ، دوی غوښتل چې د صوبه سرحد نوم باید افغانیه یا پښتونخوا شي؛ خو هغه یې هم ونه شوای کولای او بیا یې هم د پنجاب په خوښه د پښتونخوا سره د خیبر نوم ولګوو او صوبه سرحد یې ورته په خیبر پښتونخوا باندې بدل کړ.

    هم د دوی په حکومت کې د باجوړ، سوات، وزیرستان، ملاکنډ او نورو پښتنو سیمو خلک ووژل شول او هلته فوځي اپریشنونه وشول؛ هم د دوی په حکومت کې د شمالي او جنوبي وزیرستان په پښتنو باندې د امریکا ډرون حملې کیږي او هر وخت په کې زیاتره عام پښتانه وژل کیږي، یوه ورځ یې ددې په مقابل کې غږ اوچت نه کړ، پنجاب به ښه ستا د پښتون د وژلو غم وخوري، هغوی خو همدا غواړي.
  

  خدای دې وکړي، چې د ملایانو حکومت یو ځل بیا په پښتونخوا راشي، تر څو ځوریدلي، کړیدلي او …………. شوي افغانان لږ د ارامۍ سا واخلي او خپل ژوند په ارامه او قانوني ډول هلته تېر کړي او د دوی فرعونیت او غلامۍ څخه خلاص شي.

زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x