افغانستان

د کندهار چارواکو له هلمند سره پر سرحدي سیمو تدابير سخت کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومی ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): په هلمند ولايت کې د وروستيو جګړو او د طالبانو د مخ پر زياتيدونکو بريدونو له امله په دې ولايت کې امنيتي وضعيت خورا خراب شوی دی، چې دغو ستونزو د کندهار چارواکي هم انديښمن کړي دي

په همدې حال کې د کندهار امنيتي چارواکو په سيمه کې ميشتو سرتېرو ته خبر ورکړی چې له هلمند سره په پوله پرتو سيمو کې خپل امنيت ټينګ کړي ترڅو د هلمند جګړه کندهار ته ونه غځيږي.

د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي په يوه خبري ناسته کې وويل چې د هلمند په پوله پرتو امنيتي سر تېرو ته يې امر کړی ترڅو له هلمند څخه د کندهار ولسواليو ته د طالبانو د ورتګ مخه ونيسي.

له هلمند ولايت سره په پوله پرتې د کندهار د ميوند، غورک، شاوليکوټ او خاکريز ولسوالۍ د هلمند د امنيتي وضعت د خرابېدو له امله له ګواښ سره مخ کېدونکي دي.

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د هلمند د ولايتي شورا او مشرانو جرګې يو شمېر وکيلانو هم د هلمند د امنيتي وضعيت له امله اندېښنه وښوده او ويلي وو، که د ياد ولايت امنيتي وضعيت کنترول نه شي نو دغه ولايت به هم د کندز په څېر د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x