کابل کېمپ 2011-2-12
چې به يوه ورځ د ګل په غــيږه کې دمـــه کړو ژونـدن = داور په غيــــږه کې په داســـــــې تمــنا ژونــــدي يو
د پريشانۍ له اسرايلو درته دومره وايم = زما د ذهن فلسطين يې په شنه زور نيولى
د خوشحاليو پر اوبو مې شونډې نه شوې لمدې = د ارمان تنده ومه تنده تنده پاتې شومه
څو سرببري ليوني دي دې کوځو کې وايي = د مينې خلک يو دې خلکو کې په شمار پاته يو
خداى خو لرو يتيمې اوښكې به رڼا ميندې شي = خېر دى كه تورو ماښامونو مو سحر وړى دى
منم چې دښت يمه د غره په شانې لوړ نه يمه = خو خپل ضمير ته مې د وخت د خولې پېغور نلرم
وير، د وير كيسې دي د رڼو اوښكو په ژبو مو = مه پوښته موږ مه پوښته بس پرېږده چې خپل زړونه خورو
دملت په نوم اوس خپل قسم ترې هير دئ = مونږ چه هر څه ورته وايو ،وايي خيردئ
د غضب د سيوري لاندې مې ژوند ګران شو = اخير زه هم يو بشر يم درنه ځمه
ږلۍ بند له کلي تاو کړي ، شين قرآن په غيږ کې واخلي = زمونږ کلی به د امن ، او ايمان په غيږ کې واخلي
ځواني مې داسې هم دچاغمونو لولپه کړه = چې زوړ به نه يم خو هغه پخوانى ځوان هم نه يم
په ګريوانو مو مه خنديږئ ليونيان خو نه يو = مونږ د غريب چم اوسيدونکې غريبان زلمي يو
{jathumbnail off}