افغانستان

تازه خبر: طالبانوپه وسلوال برید کې ۱۹ محلي پولیس وژلي

له غزني په ورکړل شوي راپور کې ویل شوي تیره شپه ناوخته دطالبانو یوه وسلوال ګروپ دغزني په اندړو ولسوالي  کې دمحلي پولیسو(اربکیانو)پر پوسته مخامخ وسلوال برید ترسره کړی ،چې له امله یې په پوسته کې میشت ۱۹ تنه اربکیان وژلي .دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي ،تیره شپه یې دوسلوال برید په ترځ کې دشلګر  ولسوالي مرکز ته نیزدې  دحبیب کوډلو په سیمه کې داربکیانو پر پوسته دبرید په نتیجه کې پوسته ونیوله ،د۱۹تنو اربکیانو پروژلو سربیره یې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې  ترلاسه کړې .او دپوستي ټول غیرمنقولي شیان دیوه موټر په شمول له منځه یو وړل .

دغزنی ولایت داندړو ولسوالي دولایتي شورا غړی اخترمحمد بی بی سي ته ویلي چې دحبیب ګوډلو پرپوسته طالبانو برید کړی یو شمیر اربکیان یې وژلي خو کره شمیره یې نده په ډاګه شوې .

نوموړی وايي دا پوسته دیارمحمد قومندان په نامه یادیده خو تراوسه نه ده معلومه شوې چې نوموړي په دې برید کې وژل شوي او روغ وتلی .

دابرید په داسي حال کې ترسره شوی چې دوې ورځې وړاندې داندړو ولسوالي عامو خلګو داربکیانو پرضد مظاهره وکړه او دکابل غزني لویه لاریې دترافیکو پرمخ وتړله ،مظاهره کوونکو په خپلو خبرو کې رسنیو ته وویل چې دسیمې خلګ دمحلي پولیسو له جنایتونو او وحشي چلند نه سخت په تنګ دي ،او غوښتنه یې درلوده چې ټول اربکیان دي له سیمې نه ووزي.

دغزني ولایت امنیتي چارواکو دکوډلو پرپوسته دطالبانو برید تاید کړې خو دمرګ ژوبلې په اړ ه یې تر دې دمه څه ندي ویلي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x