ډاکټر ـ لنډه کیسه

حمدالله حلمیار
نعیم په لومړنۍ ښوونځي کي وو، درې کاله پرلپسې په یوه صنف کې پاته شوی وو.

د کلي په دې ښوونځۍ کي یوازي نعیم وو چي په ټمبلي کي یې ساری نه درلود، په ټوله ښوونځي کي یې نه په زده کونکو کې او نه په ښوونکو کې خواخوږی درلود. دنعیم ښوونکی “معلم طاهر” وو چې تل به پر نعیم په غوسه وو.

په ټولګۍ کې توره تخته په نعیم پاکوله، تل به شنه لښته او د نعیم لاسونه وو. هیڅ وخت یې د استاد شاباسی نه وو اخیستی.

یوه ورځ د نعیم مور ښوونځي ته راغله، تر څو د زوی په اړه د ښوونځۍ له ادارې سره وګوري، په ښوونځۍ کې ټولو ښوونکو په یوه خوله ورته وویل چي زوی یې دومره ټمبل دی چي هیڅ وخت د بری چانس نلري، په څنګ کې یې دا یادونه هم ورته وکړه چي زوی دي د ښوونځۍ پر ځای په کومه مستری خانه کې شاګرد کړي…

خو د نعیم مور ددوی پر خبرو غوږ کوڼ واچاوو، زوی یې تر لاس ونیو او ولاړه… څه موده پس یې مور وپتېله د زوي د ښه برخلیک ټاکلو پسې له کلي ښار ته کډه شي، او داسي وشول
• • • •
پنځه ویشت کاله وروسته، معلم طاهر چې اوس یې عمر زیات شوی وو، سختې ناروغۍ دې ته اړ کړ چي له کلي څخه د ولایت روغتون ته مراجعه وکړی، په روغتون کې له معایناتو وروسته معلومه شوه چې د معلم صاحب د وینې کولسترول زیات شوي او د زړه شریانونه یې بند شوي دي.

ډاکټرانو وپتیله چې د روغتون د ستر ډاکټر له راتلو سره سمدستي یې دزړه جراحی عملیات وشي. سبا ورځ د معلم صاحب جراحي عملیات وشو او بریالي سرته ورسیدل، معلم صاحب چي له عملیاتو وروسته په نیم بیهوښه حالت کې د ډاکټر په لباس کې پر ښکلي زلمي چي پر شونډو یې بریالۍ موسکا ویړه وه، سترګې ولګیدلې ویې غوښتل چي مننه ورڅخه وکړي، خو د مصنوعي تنفسي ماسک او نشې له امله یې څه نشو ویلای…

ویې غوښتل دلاس په اشاره ورڅخه مننه وکړي، ډاکټر دناروغ لاسونو ته وکتل پوه شو او موسک شو خو چې کله یې وکتل د ناروغ پر مخ شنه لمبه را خوره شوه او د سابندي علامې ورباندې ښکاره شوې اندیښمن شو…

ناروغ بیا هم لاسونه وغورځول او اشارې یې ورته وکړې…ډاکټر هڅه کوله چي د دناروغ د لاسونو د غورځولو په مطلب پوه شي ، غوږ یې د هغه خولې ته ورنژدې کړ… خو ناروغ پور پرې کړ.

ډاکټر پریشانه یوې بلې خواته وځغستل… نه پوهیدو چي څه وشول او ولي وشول!!؟

ډاکټر چې شاته وکتل نو د روغتون پر جاروکښ”نعیم ” یې سترګې ولګیدې، خواته یې ورغی ویې لیدل چي نعیم د مصنوعي تنفسي ماشین تارونه له برقي ساکټې څخه ایستلي او د خپل برقي جارو تارونه یې پکې منډلي دي او په صفایي لګیا ده.
پای

پام چي دا فکر ونکړې چي ګوندي غبي او ټنبل نعیم ډاکټر شوی دی، مټکور به د ژوند تر پایه مټکور او ټمبل وي.

(د یوې عربي کیسه ګۍ څخه اقتباس)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د