افغانستان

چارواکي:‌ د روزګان په دهراود کې طالبانو یوه پوسته ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي چې په دهراود ولسوالۍ کې يې د طالبانو په یوه بريد کې يې له يوې پوستې شاتګ کړی او طالبانو ته يې پرېيښې ده.

د روزګان د دهراود ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي وايي چې تېره ورځ طالبانو په زرتاله سیمه کې د پولیسو پر پوستو بريدونه پيل کړل، چې په پایله کې يې يوه پوسته د دوی له واکه وویسته.

ولسوال په جګړه کې د دریو عسکرو د وژل کېدو مني، خو طالبان وايي چې قومندان يې مرګونی ټپي شوی دی.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په زرتاله کې يې یوه پوسته نیولې، درې پولیس يې وژلي او د جان اغا په نوم د دوی قومندان يې ټپي کړی دی.

ياده دې وي د ژمي په رارسیدو سره د روزګان په دهراود کې دا لومړۍ پوسته ده، چې د طالبانو لاس ته ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x