fbpx

د سنګين د خونړۍ پېښې کال پوره شو؛ خو عاملين يې لا هم نه دي محاکمه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ۲۰۱۴ کال وروستۍ شپه وه، د هلمند سنګين په جګړه ځپلې ولسوالۍ کې نن څاروان کلا په باينزو کلي کې د محمد اکا په کور کې د خوښۍ رڼاګانې خپرې وې، دلته د واده مراسم و، مخامخ د ملي اردو دوه پوستې د عمر او فتح محمد په نوم پرتې دي، دوی په سیمه کې له طالبانو سره کله کله ډزې کوي، خو نن شپه ارامه رامې وه، د واده د دریاو غږ تر پوستو رسېده.

بريد:

د تېر ميلادي کال په وروستۍ شپه د ملي اردو له همدې پوستو د واده پر مراسمو پرلپسې پنځه هوانه وويشتل شول او د واده مراسم يې د کال پر تر ټولو خونړي وير بدل کړل، د زوم ورور ملوک وايي، دوی ناوې راوستله، ښځې د بدرګې لپاره ورسره را راونې وې او خوشحالۍ يې کولې چې د هاوان یو مرمۍ د ښځو په مراسمو کې ولګېده، بله د کور دننه او درې نور د توپ مرمۍ کور ته نېږدې راپرېوتې.

د ۲۰۱۵ کال لومړی سهار په باینزو کې له وېر او ژړا سره پیل شو، د ملي اردو له لوري توغول شويو هوانونو د هلمند د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې ۵۰ تنه شهیدان کړل او ۹۰-۸۰ يې نور ټپي پرېښودل.

په ټپيانو او شهيدان شویو، کې ډېری يې مېرمنې او ماشومان و، خو ناوې او زوم لا هم په ټپيان کې و، او د ژوند وروستۍ شېبې يې د لښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کې شمېرلې.

د افغان پوځ ځايي چارواکو تر نږدې غرمې پورې نه منله، چې بريد دې د دوی له لوري شوی وي، چې ولایتي شورا شاهدي وویله، دوی وویل چې له یادې سیمې پر دوی ډزې وشوې، خو د ولایتي شورا رییس محمد کريم اتل وايي: «په دې کې شک نشته چې دغه سیمه د طالبانو ده. د سنګین ولسوالۍ ۸۰ فیصده د طالبانو او ۲۰ فیصده د حکومت په ولکه کې ده. د دوی د ولایتي شورا دوه غړي چې یو هم هلمند ولایتي شورا مرستیال او بل د هلمند ولایت ولایتي شورا امنیتي کمېټې رییس دی، سیمې ته نېږدې تللي وو، هلته یې له نېږدې اوضاع کتلې وه، د ولایت مقام هیئت سره چې د والي، ملي امنیت رییس او نور کسان لاړ و، دا هيڅ سم نه دی چې طالبانو پر ملي اردو برید کړی دی.»

غبرګونونه:

ناوې او زوم لا هم په روغتون کې د ژوند او مرګ په کشمکش کې دي، خو د لښکرګاه ښار د دولت پر ضد نارو پر سر واخیست.

دغه لاریون ته د سنګین ولسوالۍ یو تن مخور او قومي مشر شمس الله سحرايي وویل چې که د پېښې په تړاو څېړنې ونشي او عاملینو ته جزا ورنه کړل شي، دوی به لاریون ته دوام ورکړي. د نوموړي په باور ګډ حکومت په سنګین کې په شوي جنایت سترګې پټوي.

یو بل لاریون کوونکي هاشم سنګینوال وویل چې نړۍ نوی کال لمانځي او د هلمند وګړي جنازې کوي او قبرونه کیندي.

د سیمي دیني عالم او قومي مشر ملامحمد قاسم لاریون ته په خبرو کې له رسنیو وغوښتل چې د شهیدانو او ټپیانو ورکړل شوي شمېرې وروستۍ ونه ګني، بلکې لا هم خلک بوخت دي چې تر خاورو لاندې جسدونه را وباسي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم پېښه وغندله او له ځايي ولايتي چارواکو يې د پېښې د څېړنې او پلټنې غوښتنه وکړه.

طالبانو د دې پېښې د غچ اخیستو ټټر وواهه او پر خبريالانو يې غږ وکړ، چې پېښه دې له نږدې وويني، قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي و: « ددې خبر د لا سپیناوي په موخه موږ بې طرفه خبریالانو ته زمینه برابرولای شو چي راشي او دا پیښه له نیژ دي وګوري».

طالبانو په همدې ورځ په خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې دوی د دې پېښې د غچ ژمنه کوي: «موږ د خلکو د ژوند د ساتلو په برخه کې د خپل مسئولیت له مخې ژمنه کوو چې له دښمن څخه به د دغه وحشي کړونو کسات اخلو، دقوماندې مهم مرکزونه به يي په نښه کوو او له افرادو سره به يې لاهم په شدت سره برخورد کوو، ترڅو عدالت پلی او مجرمين خپله سزا وګوري.»

د وير اوج:

د ولسي وګړو د لاريون نن دویمه ورځ ده، چارواکو د دې بريد د اغيز د کمښت لپاره رسنیو سره اړیکي نیولې او رسنیو هم د چارواکو له خولې حالات بیانول، په نوره نړۍ کې د نوې کال جشنونه برابر و، خو د باینزو د احمد اکا په کور کې ویر اوج ته ورسید او په روغتون کې د ناوې د شهادت خبر ورکړل شو.

په همدې روغتون کې د زوم ورور ملوک شېبه مخکې رسنیو ته وویل یواځې د دوی د کورنۍ پنځلس تنه شهیدان شوي دي، هغه په غریو وویل: « زما اولادونه، خاله ګانې، ټول دوستان….»

خو ملوک اوس د خپلې شهيدې وريندارې ټکان ورکوونکی خبر هم واورید، احمد اکا د کور ناوې د واده په لومړۍ شپه ټپي شوه او یوه ورځ وروسته يې په روغتون کې د واده سینګار ګورته ورسره یووړ.

پېښه دستوري وه:

که څه هم د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال د احمد اکا پر کور بريد د اشتباه کار بولي، خو د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کريم اتل دغه پېښه اشتباه نه بلکې یو «غچ اخېستونکي» پېښه بولي.

نوموړی وايي: «زه فکر نه کوم چې دغه پېښه دې اشتباه وي، دا پېښه د هغو معلوماتو پر اساس چې دوی ته ولسي وګړو ویلي، یو غچ اخېستونکي پېښه ده.»

د ولایتي شورا رييس دا په ډاګه نه کړه چې امنیتي ځواکونه له چا څخه د غچ اخیستو له پاره پر ملکیانو هاونونه توغولي دي.

ښاغلي اتل د دولتي چارواکو لخوا تللی پلاوی هم تر سختو نیوکو لاندې راوست او ويې ویل چې هیئت سیمې ته نه دی تللی بلکې د سیمې څخه ۲۰ کیلومتره لرې په یوه پوځي مرکز ته په چورلکو کې تللي دي: «د هلمند ولایت رهبري ولس خطا باسي، ولس ته په سترګو کې خاورې شیندي».

ولایتي شورا رییس له قوله د کور خلکو ۳ ورځې وړاندې نېږدې ټولو پوستو ته د واده په اړه خبر ورکړی و او په جریان کې يې اچولي وو. نوموړی په دې اړه چې ملي اردو هيڅکله له امر پرته ډز نشي کولای پوښتنه کوي چې څنګه پر یو واده چې ولسي وګړو ورته ۳ ورځې وړاندې خبر هم ورکړی و او په جریان کې یې هم اچولي و، برید وکړ: «ایا دوی سم کوردینات نه لري؟ دا پېښه عادي پېښه نه ده، ملي اردو هيڅ کار د پورته له امر څخه پرته نه کوي؟ نن دی دا پوښتنه کوي چې دوی ته چا اجازت ورکړی؟! یو عادي قومندان څنګه کولای شي چې هاوانونه فایر کړي، عسکر نشي کولای پر لارو د کلاشنکوف مرمۍ فایر کړي، بیا دومره ثقیله وسله څنګه وکارول شوه؟»

ياده دې له دې پېښې دوه ورځې وروسته د هلمند په ګرشک ولسوالۍ د ملي اردو ځواکونو په یو بل برید کې څلور ولسي وګړي شهیدان کړل، که څه هم ولسي وګړو د پېښې د عاملینو نیول او محاکمه غوښتي و، خو د کال په تېرېدو لا هم د دې خونړۍ پېښې عاملین خلاصې تڼۍ ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د