نظــر

شمشاد دکوم کلتوراو هویت هنداره؟

Shamshad TV

په تاند کې مې د(شمشاد تلویزیون د افغاني هویت رښتنې هنداره) ترسرلیک لاندې دخان عطاء الله (خان!!!) حیران اوپه ټول افغان کې مې د(شمشاد د هر مغل د سترګو خار)

د میوندافغان پرلیکنو چې په پیاوړي ګومان میوندافغان پخپله خپلواک ساپی دی سترګې ولګېدلې. دحیران دلیکنې په لیدلو مې دستی ذهن ته داسې تداعي شوه ، لکه چې شمشاد نور د حیران صاحب زغم هم پای ته رسولی،په شمشاد پسې يې طنزيه لیکنه کړې اوغوښتي يې دی چې دشمشاد او دشمشاد (دحيران په وینا)ددروندمشر حلجی فضل کریم رښتونې څهره ولس ته وروپیژني خو لیکنې ته په ننوتلوپوه شوم چې( خان ) حیران او افغان صاحب په حقیقت کې په شمشاد پسې ددوولیکنودمنځپانګې په اړه خپله حیرانتیا له خلکو سره شریکه کړې ده .

(حیران )پردې خوراډېرحیران اواندېښمن شوی چې ولې یوچادده دقبلې توهین کړی او دده په وینا،د افغاني هویت له رښتينې هندارې يې دوړې څنډلي دي.

دمیوندافغان لیکنه ترډېره په شمشادکې دخپلواک ساپي ترنوښتونو پورې ځانګړې ده چې بیاهم به قوی ګومان ساپي صاحب موقع غنیمت ګڼلې اوغوښتي يې چې دغرني ځاځي دلیکنې دځواب په پلمه په شمشاد کې خپل نوښتونه خلکواو( دشمشاد رادیوتلویزیون اودماین پاکۍ دموسسې( اومر) رييس او دافغانستان دسولې دعالي شوری غړي،قومی اومخورمشر!!حاجی سیدفضل کریم فضل عبدالرحیمزی )غوږونو ته ورسوي.

زه دخپلواک صاحب پرلیکنه ډېر څه نه لیکم ،ځکه پوهيږم چې زما اودهغه په څېر وږی، اونیستمن چې یودرجن بچیان ورترغاړه وی خپلواک نشی پاتې کېدلی ،موږ ټول اړ یو چې دخپلې کورنۍ او ابرو دساتنې لپاره دنورو مزدوري وکړو ،او طبعی ده چې مزدورکه هرڅومره دخپلواکۍ دعوه وکړي نو خپلواک نه،بلکې (بلواک )وي بل داچې که هغه دحاجی فضل کریم په ننګ قلم راپورته کوي نوډېرګرم ځکه ندی چې ښاغلي حاجي په شمشادکې لوی مدیریت ورکړی اوکېدلی شی چې حاجی صاحب پرې امرهم کړی وي خو حیران (حیران) ته یم ، چې دده پرسر څه سنډا پښه ایښې وه چې ناحقه دفاع یې کړې ده.ځکه غواړم چې هم دی مخاطب کړم .

لومړی زه هم غواړم چې دحیران په څېر یادونه وکړم چې له ډېره وخته مې غوښتل دشمشاد او دشمشاد درییس په اړه دیوخبرافغان او دهغه چا په توګه چې له شمشادسره يې پنځه کاله عملي همکاري کړي وي خپل ملي او دیني مکلفیت ترسره او دشمشاد او دشمشاد درییس ښاغلی حاجی فضل کریم په اړه خپل لیدلی او اورېدلی له خلکو سره شریک کړم خو خدای شته څه دنااوزګازتیااوڅه دحق نمک له کبله تراوسه چوپ وم او که حیران اومیوندافغان پخپلې افراطي دفاع اړوېستی اوحیران کړی نه وای نوښايي اوس مې هم ګام نه وای اخستی.

حیران او افغان پر شمشاد نیوکه کوونکي غندلي ،مغل يې بللي او داکار يې دشخصی غوټو(غوټو) زېږنده بللی دی خو،یو خوداچې ښاغلی حیران خبر نه دی ځکه چې په شمشاد کې ډېر یاداومطرح نه دی اوبل يې د سويې اوپوهې ونه هم دومره لوړه نه ده چې ډېر حساسیتو نه درک کړي او بل داچې غوښتي يې دي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او په تملق او چاپلوسۍ فضل کریم ته ځان ورنږدې کړي ځکه ښايي اوس پوه شوی وي چې فضل کریم چاپلوسان خوښوي اودرحمت په نظر ورته وګوري.

زه نه غواړم چې دشمشاد او حاجی فضل کریم دحقوقي او شخصي حریم تل ته ورښکته شم خو دومره ضرور وایم چې خان عطاءالله خانه وروره دشمشاد دامتیاز څښتن دې سوداګردی هېڅ افغاني ،پښتني او دینی ایډیولوژی نلري، دفضل کریم اېډيولوژي ،ارمان، موخه ،لیدلوری ،آند اوګروهه شهوت ، ډالر اودیناردي، دهغه شعار او داعیه (زر،زمین او زن ) دي او چې هرڅوک يې داموخې پوره کوی نو هماغه يې ايډیال اوقبله ده .

حاجي صاحب فضل کریم يې له ای اس ای څخه اخلی ترداڅواونيووړاندې دای اس ای استازي (کاشان ،امجد،حمید…) پکې ناست وو، مالي چارې،سټوډیواوپروګرامونه يې هماغوی ورته کنترولول او داتاته معاش هم هماغوې درکاوه خو وړاندې مو وویل چې ستا دسويې ونه ډېره ټيټه ده . تېرکال دې له ملی امنيت څخه وانه وارېدل چې ثبوت يې وړاندې کړ چې شمشاد يا ښه ده ووايو چې ستاحاجی صاحب له ای اس ای سره اړیکي لری او هماغوی ورته پیسې ورکوي.

ستا حاجي صاحب پخپله اعتراف کوي چې اوس يې دامریکا له سفارت سره اړیکې ښې شوي دي ته خو په شمشاد کې ډېر کوچنی شحص يې ته څه خبر يې چې دامریکا سفارت حاجی صاحب ته دشمشاد لپاره دماډرن او عصری سټوډيو اونوې ودانۍ دجوړولو په موخه پنځه میلیونه ډالرورکړل. حاجی صاحب هم له پنځو لکو څخه په کمو ډالروپخوانۍ زړه سټوډیو ډیجیټلي کړه اونوې کلیسا ته ورته ودانۍ يې جوړه کړه او په کومه شپه يې چې دامریکا سفیر کتنې ته راغی نو محترم حاجي صاحب يې ددرناوي لپاره په دوه زره ډالرو فرزانه ناز راوغوښته،که له دندې څخه دګوښه وېره يې نه وای نومابه دهغه چانومونه هم درته اخستی وای چې په هاغه شپه دوه ځله فرزانه ناز پسې ورغلل.

حاجي صاحب لطف کوي همدااوس هم دامریکا اړوند دټولوموضوعاتو کسټې دامریکا سفارت ته ورکوي ښه ده چې داخبر ومنئ او که يې نه مني نو زه به يې نمونې هم درته وړاندې کړم .

شمشاد ته دامریکا لخوا دپنځو ميليونو ډالرو ورکړه څه دهېښتیا خبره نده ، امریکا په هماغو ورځو کې دیو اس ای ډي له لارې طلوع تلویزیون ته دڅلوېښت میلیونوډالرو پروژه ورکړې وه

امریکا حاجی صاحب ته پنځه ميلیونه ډالر خیرات یا زکات نه دي ورکړي¸بلکې ترې کار غواړي آن داړتیا په وخت کې دمېلمنولست اوموضوع هم دامریکاسفارت ورکوي ،سفارت دخپلې خوښې کارپوهان (لکه فکور) او هغه کارپوهان چې دامریکا ضد دريځ لري (لکه حاجي فرید) ورپه ګوته کړي او شمشاد يې هم په غوښتنه امریکاپلوه او ارګ پلوه کارپوهان راوغواړي او دانورنه. زه چېلنج ورکوم چې چابه داڅوکاله حاجی فرید او نور امریکا ضداوپه کرزي نيوکه کوونکي کارپوهان په شمشاد کې نه وي لیدلي .دشمشاد لیدونکي، دشمشادپخواني کارکوونکي او دملي اواسلامی درېځ لرونکي کارپوهان پېژني او اوس ویني چې یويې هم په شمشاد کې نه ښکاري،د امریکا سفارت کله کله شمشاد ته داهدایت هم کوي چي له فلاني والي، فلاني وزیر او…. سره مرکه وکړئ اوحاجي صاحب يې هم دفرمایش له ترسره کولو وروسته کسټې سفارت ته ورلېږي .همدااوس دامریکا سفیرکم ترکمه په دوه میاشتو کې یوځل دشمشاد زیارت کوي.

حاجي صاحب يې له ارګ سره هم پالي، پیسې هم ترې اخلي ، غوښتنې يې هم مني او په ډېره ځیرکتیا يې د پښتون ضدسیاستونوتوجیه هم کوي. اخر مجبورهم دي که داسې ونکړي نو دکابل په زړه او دومره ګرانبیه سیمه(حضوري چمن او کابل نندارې) کې چې یومترساحه هم پکې ډالري کرایه لري شمشاد ته دنهه نوي کلونولپاره لسګونه جریبه ځمکه وړیا ورکول دڅه لپاره ؟ دسولی په عالی شوری کې هغه ته غړیتوب ورکول دڅه لپاره ، له ارګ څخه له شمشادسره نقدی مرسته دڅه لپاره؟

حاجی صاحب خپل يو مامورته ویلي چې دامریکا له سفارت سره یو هزاره درې کاله دده اړیکې خرابې کړي وي(او يو ډالريې ترې نه و اخستی)اوس يې چې دزړه په وينودااړيکي بېرته راسمې کړي نو ګوره چې بیاورته پکې (غ-ن) ونه وهې اونه درنه دامریکاضد څه خپاره شي .

حاجي ښکلي انجونې هم خوښوي، هغه دخوشال باباپه څېرریالست دی، په ښکاره وايي چې انجونې يې خوښې دي ،هرڅه ته دټینګې دي خو ډالرو اوانجونوته دټینګې نه دی ،تاسو دکابل دامنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې پخواني رییس جنرال علیشا پکتیاوال ته قسم ورکړئ چې دڅانګې اماج په قضيه کې اصلی تورن څوک وو اوهغه دوسیه ولې او دکوم کوم فشارله مخې تعقیب نشوه؟

تاسې دګلاغا شېرزي دیومشاور( مشهوربړوا) له کورنۍ سره دحاجي اړيکې څنګه ارزوئ او ولې دهغه لور هروخت دوبۍ ته بیایي.

خان حیرانه! هغه وخت ستا اړیکې له شمشاد سره ډېرې کمې وي کله چې حاجی صاحب فضل کریم ، ارواښاده غزاله جاوېدکانسرت ته راوستې وه او دلته دشپې له کانسرت وروسته دولسی جرګې یوه شتمن اوزورور وکیل په غزالې پسې خپل ساتونکي راولېږل او ورته يې ویلي و چې غزالې ته ترشپږزرو ډالرو ورکوو هرومرو يې راولئ او که په خپله خوښه نه راځي نو په زوريې راولئ هغوی هم غزالې ته همداخبره وکړه خو غزاله ووېرېدله او له تللو يې انکاروکړ خو کله چې هغوی له شمشاد څخه په زور روانه کړه نو دغزالې پلار په حاجي صاحب فضل کریم پسې ورغی چې ددې زورواکو مخه ونیسی.خو حاجي صاحب ورته وایه چې خدای راپېښه کړې داوکیل ډېر زورور دی او زما هم ورسره وس نه رسېږي ښه ده چې ورسره لاړشئ او ماته هم دښمني ونه ګورئ.

عطاءالله خانه ! ته داحق نلرې چې پرشمشاد نیوکه کوونکي غرني ځاځي ته لیوني ووايې دشمشاد دبېوسۍ او بې کسۍ دزباد لپاره همدابس ده چې ستاپه څېریوه کم لوستي ( داوسنی موډرن وخت نالوستي) ته يې سیاسي میز درکړی دی ،کتاب لوستنه تر کتاب پلورنې توپیر لري داسمه ده چې ته کتاب پلورونکی يې خو ته تراوسه دسیاست له الف با ناخبره يې، د منلي صاحب د(کتاب ښار) څوکیدار حق نلری چې ځانته سیاستمدار او دځاځي غرني په څېر تکړه ، پوه اوفعال پښتون ته لیونی ووايي (مګر هغه وخت چې خپله لیونی شي)

(خان حیران ) پخپله لیکنه کې کله کله دحاجي فضل کریم رول لوبوي، دهغه ځای ناستی شي ډاکټر اصیل زیري ته پیغور ورکوي چې ولې دامتره نلري چې شمشاد ته ورشي او مسؤولینو ته مخامخ داهرڅه ووايي، دی لیکي چې دشمشاد دروازه هرچاته خلاصه ده اوهرڅوک ورتللی شي، دلته نو سړي ته دامتل وریاد شي چې یوڅوک چا په کلي کې نه پرېښود ده ويل چې آس يې ملک کره وتړئ، حیران پخپله هلته په اونۍ کې د یوې خپرونې قرارداد لري نورټوله ورځ په کتاب ښار کې دمنلی صاحب دکتاب پلورنځي څوکیداری کوي خودی نورو ته داذمه کوی چې شمشاد ته دې ورشي او دروازي يې پرمخ خلاصی دي،زه له ده پوښتم آیا ستا له قرارداد وړاندې ته شمشاد ته ننوتلی شوې؟ . کله به چې شمشاد ته ننوتلې نو نورودوستانو ته به دې زنګ نه واهه چې دروازې ته دې ددننه پرېښودلو سپارښتنه وکړي . ته خبر نه يې چې له شمشاد څخه اوسپنیزه کلا راتاوه ده . حیران صاحب !زما ورور يې خو ګوره مړۍ (نوړۍ) دې دخپلې خولې په اندازه جوړوه. زما مشوره درته داده چې دېته مه خوشخالېږه چې خان درته خرکوس ووايي دنورو ډېرو په څېر خپل وخت تېروه ، ولې په زوره ځانته دنورو ګوته نېغوې؟ زه پوهېږم چې حاجی فضل کریم له تاغوښتي چې دفاعیه يې ولیکي هغه له تا،ساپي او عالمزي پرته دځان ددفاع لپاره بل څوک نلري داهم دهغه لپاره دخجالت ځای دی چې ددومره تشکیل سره بیا هم یو لوستی مدافع نلري؟ کله چې وړاندې پرشمشاد نیوکې شوي نوله مايې هم ددفاع هیله کړې ده خو مادیو افغان په توګه داکار نه دی کړی.

(خان حیران ) ځاځي غرني ته پېغور ورکوي چې نورپښتانه مشران پر نورو سوداګریوبوخت دي او فضل کریم دولس چوپړ ته ملا تړلې اودده په اندخلکوته يې کارموندلی دی.داسمه ده چې فضل کریم خلکوته کارموندلی دی خودېته يې پام ندی چې فضل کریم له ډونرانو څوروپۍ اخلي او مزدورانو(کارکوونکیو) ته څو ورکوي. ته خبريې چې فضل کریم نیم بهسود پیرلی دی. دولایتي، چمیارکلي، بلند غر ،کاکړانو نیم باغونه چا اخستي دي . دهمیم صاحب دمدرسې ترڅنګ دلويې لارې پرسرپنځلس جریبه باغ چااخستی دی. په دوبۍ کې په ګرانبیه سیمه کې څوکورونه چااخستي دي؟. داڅنګه پښتون مشر دی چې ډېرو افغانانو ته وچه ډوډۍ نه پیداکېږي اودده کورنۍ په دوبۍ کې شاهانه ژوند لري او دامریکا ګرین کارت يې هم په جیب کې دی .

که ته وايي چې هغه، شمشاد دپښتنو دخدمت لپاره جوړ کړی دی نوهرپښتو تلویویزیون دپښتنو دخدمت لپاره نه وي . که داسې وي نو بيا خو دخیبرتلويزیون جوړوونکی پنجابی جمال ترحاجی فضل کریم سترښښتون او دپښتو لوی خادم دی ځکه هغه ترهرچا وړاندې لومړنی پښتوچینل برانستی دی.

زه دشمشاد پر کارکوونکيو نیوکه نلرم ، دهغوی زغم او حوصلې ته سلام کوم چې له حاجی صاحب سره په دومره اختناق کې دبچیانودخېټې دتناره دسړولو لپاره کارکوي،هغوی خو ګرم نه دي، نه پالیسي جوړوي او نه تګلاره ، پالیسی او تګلاره خو دحاجي کاردی. دابیچاره ګان خو دخېټې مزدوران دي له همدې کبله له خنجري څخه نیولي ترارواښادشامحموداو ساپي ،ټولو ته درناوی لرم .

خان عطاءالله خانه ستا داچاپلوسیانې تاته ډېره ګټه نلري ته لاهم نه پوهېږې ستادچاپلوسۍ ډول درې سوه کاله پخوانی دی اوپرحاجي دې له نوې ټکنالوژۍ سره سمه ګلوبل چاپلوسي هم اغیز نه کوي ځکه چې هغه هم پخپل واک نه دی، که ته ماته ګوته نیسی چې ماولې ګلوبل چابلوسی ونکړه نوګرانه مخکې ترمخکې يې درته وایم ښايي زما هم نه وي زده اوپوهېږم چې ګټه هم نه کوي که زه پوه شم چې له شمشاد څخه په رښتیا هم دپښتني کلتوررښتيني هنداره جوړولی شم نو باوروکړه چې سبايې ورته پیلوم خوستاپه څېر مې دڅوروپيو او په اونې کې دیوه ځل سکرين په بدل کې دچاپلوسۍ زوړاوناچله دودته هم پناده وړې حاجی صاحب خو دخپلو ګټولپاره خپل وراره او زوم (پښتون) ته هم اهمیت نه ورکوي، هغه يې دکابل پرېښودلو ته اړوېست نوتابه څه کړي،پای سبادې دیو لاسپاکي په څېر غورځوي .

له تا پوښتم هغه دپېښوریانو په خبره په ایمان يې ووایه کله چې فضل کریم دشمشاد په سکرین (دښځو په وینا :سپاهي، پخپله ځان ستايي)ځان دمیرویس نیکه ، احمدشاه بابا ،غزنوی محمود،وزیرمحمداکبرخان ،خان عبدالغفارخان او… په منځ کې ښيي اوخلکوته ځان دهغوی په کچه ورپیژنی نو ته دیو پښتون په توګه له شرمه نه خوله کېږي؟؟تاکله دافکر هم کړی دی چې نور اړخونه خويې پرېږه کم ترکمه داغیرپښتانه به داسې ونه انګیري چې ګویا دپښتنو داحمدشابابا او مرویس نیکه سویه او شخصیت هم دفضل کریم په اندازه وو؟؟.

میرویس نیکه اويا خان عبدالغفار(پاچاخان)کله دځان دشهرت او مهم ښوولو لپاره خپله پخپل موټرډزې کړې وې لکه درانه حاجي صاحب چې په اټک کې داکار وکړ؟.

حیران صاحبه ! ددرنواستادانو (صمیم صاحب او منلی صاحب) ناستې لکه چې پرتا هېڅ اغیز نه دی کړی او هسې دې خپل او دهغوی وخت ضایع کړی دی.

دشمشادمشر که دشمشاد دخپرونو دکیفیت، کیمرې ،غږ(ساونډ) په کیسه کې وای نو ممنون مقصودي به يې چې دهېواد په کچه پېژندل شوی اکتور او له شک پرته په پروګرامینګ کې بې ساری دی پریوه برقي اجیر نه واهه.قاضي سیداختیارسباوون ،شهنواز جانباز، اوریا،سعیدی اوبابرزی به يې نه شړل. دعالمزي په څېر خلقي به يې نه راووست.

ته وايې چې شمشاددینی او پښتني کولتور دودوي ،ولې نه ،کله ناکله داکار هم کوي خوآیا دپيسو لپاره دپښتنو پېغلونيم بربنډه نڅول اوپرهغوی داسې عشقي اوپاروونکې سندرې ویل چې مړي راژوندي کوي هم پښتني او افغاني کولتور ته خدمت دی؟؟( این چه شورېست که بر دور قمرميبينم)

راځه حساب وکړو چې شمشاد دیني علماوو ته څو روپۍ ورکوي ،پردیني خپرونو څومره لګښت کوي اوسندرغاړوته څو ورکوي اوپر کانسرتونو څومره لګښت کوي؟ ددې سپیناوي لپاره مولوي شمس الرحمن فروتن اوفرزانه ناز ته ورشه.

دشمشاد خپرونې منفی اومثبت دواړه اړخونه لري دکارکوونکیو زیار يې ددرناوي او ستاینې وړ دی .کله کله پرپښتنو ننګ کوي خو داهرڅه دسوداګرۍ دعمومی پالیسۍ تابع دي.ځکه ،حاجی صاحب پوهېږي چې هر تلویزیون خپل ليدونکي لري،کله چې طلوع او نوروي نو فارسي ژبي ، چې اینه وي نو ازبک اوچې تمدن ،راه فردا، نګاه اوفرداوي نو هزاره ګان شمشاد ته وخت نه ورکوي ، دشمشاد ډېر لیدونکي پښتانه دي اوپښتانه داهيله لري چې ددوی ږغ منعکس شي که نه بيا لېدونکي له لاسه ورکوي اوڅوک دسوداګرۍ اعلان نه ورکوي هسې هم ژوندون تر شمشاده ډېر کش پیداکړی دی .

زه نه له حاجی صاحب سره (دحیران په وینا )شخصی عقده لرم او نه يې له شمشاد سره ، زه په الله ج سوګندیادوم چې دشمشاد دپرمختګ اولانړیوالتوب هيله من یم،زه هغه ورځ ته دانتظار شېبې شمېرم چې شمشاد لکه څنګه يې چې وايي په رښتیا هم همداسې دپښتني کلتور هنداره شي اوټول پښتانه يې دځان ترجمان وبولي بیابه زه هم پرې وياړم اوبل هرپښتون او اصیل افغان هم ،زه به ــ چې پکې کارکوم ــ نه یواځې داچې خپل وجدان او ضمیر ته خجالت ونه اوسم ،بلکې ذهناً به ارام هم یم اوخپل کاربه عبادت هم بولم. که حاجی صاحب لږ قناعت وکړي داکار ناشونی ندی ، هغه که له سفارتونو او کړیو پیسې وانه خلي نو هغوی پرې خپلې غوښتنې نشي تپلی او چې دهغوی ناروا غوښتنې نه وي نو هرڅوک له خپلې خوښې سره برابرې ازادې او خپل دین او کلتور سره سمې خپرونې کولي شي، قناعت ښه دی اوس یواځې دشمشاد اعلانونه هم حاجي صاحب ته دمیاشتې درې لکه ډالر ګټي.

میوندپښتون

——————–

لیکنې د لیکوالو خپل نظر څرګندوي، د پاڼې توافق ورسره شرط نه دی. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x