نړۍ

پاکستان افغان کډوالو ته دغه هېواد کې د پاتې کېدو موده غځوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان وايي، چې د ټولو ستونزو او ګواښونو سربېره به افغان کډوالو ته پاکستان کې د اوسېدو نور وخت ورکوي او له دې پرته حکومت سره هېڅ چاره نه شته.

چودهري نثار پاکستان کې د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد د روانو عملياتو په اړه د پاکستان مشرانو جرګې ته په خپله وينا کې وويل، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني وخت نن پای ته رسيږي او حکومت لپاره دا ناشونې ده، چې دېرش لکه افغانان په يو وار له هېواده وباسي.

د کورنيو چارو وزير مشرانو جرګې ته وويل، چې د ده وزارت، بلوچستان او خيبرپښتونخوا حکومتونه هم د افغان کډوالو له استوګنې سره مخالف دي، مګر د سرحدي چارو او مهاجرينو وزات په زوره د افغان کډوالو د وېستو مخالفت کوي.

چودهري نثار وويل، چې کابل په پرله پسې توګه له اسلام اباده غوښتنه کوي، چې د افغان کډوالو په اړه خپلې پرېکړه کې تلوار ونه کړي او دوی ته په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکړي.

له دې وړاندې د روان کال د زمري په دېرشمه هم د پاکستان سرحدي چارو او مهاجرينو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ ويلي و، چې پاکستان کې به د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ تر پايه وغځول شي.

پاکستان کې شاوخوا دېرش لکه افغان کډوال اوسيږي او نن يې د اوسېدو قانوني موده پای ته رسيږي او داسې اټکل کيږي، چې پاکستاني پوليس به يو ځل دغه هېواد، په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې د افغانانو ځورول پيل کړي.

پېښور مېشتي افغان مشران د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتنه کوي، چې کډوالو سره د پوليسو چلند په اړه جدي پاملرنه وکړي او پرې نږدي، چې پوليس په يوه او بله بهانه افغان وځوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x