نظــر

د اتڼ جانبي عوارض

دکلي او مالت دپیتاوو ، پولو ، هوجرو ، دېرو او میلمستیاوو  وزګار مخلوق په خپلو غیرسیاسي بحثونو کې داخبره ډیره کوي چې خدای دې داتڼ له شوقه ساته ، دوی وایي داتڼ نشه او روږدېدل له نسوارو څو برابره زیاته ده ، ددوی په اټکل که چیرې یو اتڼچي د یاغي مرکب  غوندې په پښه ټینګ وتړې او بیا یې په ونه پورې جایبند کړې ، نو که د ډول غږ او اتڼ یې وليد ، ونه به  له بیخه وباسي او اتڼ ته به ځان ورورسوي .

دطالبانو دحکومت په کلونو کې چې په افغانستان او شاوخوا ملکو باندې وچکالي راغله ، ساینس پوهانو یې عوامل طبعي بلل ، عامو خلکو دګناه دزیاتېدو نښه بلله ، خو اتڼ چیانو او میله پوچ مخلوق  د ډول او اتڼ له بندېدو انګېرله ، دوی به ویل چې د ډول ډنګ ورک شو اسمان راباندې وچه تبۍ شو ، هغه مهال به چې ددوی ډیر پوندو بخار وکړ ، نو کومه ورځ  به یې دزوی زیږېدا یا دکوم اتڼ چي ملګري کوژده بهانه کړه ، له امنیتي پلوه یوه  واټرپروف  کوټه به یې پیدا کړه ، په درڅواو دربچو کې به یې بالیښتان تخته کړل  ، او ترسهاره به یي اتڼ ولمانځه .

دامریکایانو په راتګ سره اتڼ چیانو ځان ډیر بختور احساساوو ، په افغانستان لا امریکایانو حمله نه وه پیل کړې چې دکلیو لوده اتڼ چیانو د راتلونکو اتڼو لپاره امادګي پيل کړه ، کله چې په افغانستان کې واک له طالبانو امریکایانو ته انتقال شو ، بیا هم رقص او څرخېدل یو له هغو پرمختګونو څخه وو چې ترټول اول رامنځته شو.

هغه عجبې شپې وې سور ژمی وو خو چې بهر به دشپې راووتې داټن غږ به ترغوږ کېدو ، اتڼ چیانو چې له خدایه څه غوښت هغه داتڼ او میلې لپاره بهانه وه ، څرنګه چې زامن ډیر نه زیږیدل آخر اتڼ چیانو دلورګانو په ولادت هم اتڼونه پیل کړل او ډیرځله خو داسې هم شوي ، چې دیوه اتڼ چي غوا خوسکۍ زیږولي وي او نورو  ګرمه مېله ورباندې جوړ ه کړي وي .

داسي مي اوریدلي چې په هغو شپو کې دیوه اټن چي کره له ډير وخت وروسته زوی زیږیدلی وو ، اتڼ چي خپل ټول ملګری راغوښتي وو او غربنده میله یې پرې جوړه وه ، کله چې مېلې سور نیولی ، ماشوم چې له پیله مریض او کمزوری وو مړ شوی دی ، دکور ښځینه ورغلې داتڼ چیانو دړه یې ورټکولې چې مېله پای ته ورسوي چې ماشوم مړ شو ، خو دکور مالک چې لا یې په اتڼ خمار نه وو مات شوی ، ښځو ته راوتلی خوشکې یې ورته کړې چې ترسهار ه مو چې بیا داخبره له خولې وانه ورم ، اتڼ چیانو دماشوم دژوند غوندې مرګ هم په رقصېدا ولمانځه ، او سهار یې اعلان کړه چې ماشوم بیګانی په حق رسیدلی .

اتڼ چیان چې د دیموکراسۍ په سیوري کې سخت ګرم راغلي وو یوځل بیا یي هغه وخت په نیشه کې خاشه ورولوېده ، کله چې په کلیو کې بیا طالبان پیدا شول ، سره له دې چې داځل طالبانو په اتڼ او اتڼ چیانو غرض نه لاره ، خو ددوی فضا یې تر یوه حده ورمخدوشه کړه ، ددې لپاره چې دافغان ټولنې ګیځاری مخلوق ( چرسیان ، لوفران ، اتڼ چیان او نشه یان ) یوځل بیا خپلو ټېلو مېلو او دخلاصې پښې اتڼو ته ورخلاص شي په ځینو سیمو کې همدا لوفر ځوانان له امریکایانو سره ودرېدل او اربکیان شول .

په دې لړ کې په شلګر کې هم ټول هغه خلک اربکیان شول ، چې عمر یې په مېلو ، نشو او اتڼو راتیر کړی وو ، دوی  یا نسبي ډمان وو او یا حسبي ، حسبي ډم دامعنی چې له نسله ډم نه وي بلکې کار د ډمانو کوي ، دغه رنګه نور هغه دایران مسافر چې عمر یې په ایران کې په مېلو او نشوخوړلی وو او وروسته رد مرز شوي وو ، او ځینې نور دکلیو دکنډوالو چرسیان او بنګیان .

دشلګر اربکیانو چې له کومې ورځې په شلګر کې پوستې جوړې کړي نو ترټولو ډیر وخت یې اتڼ ته ورکړی ، سره له دې چې دوی ځان  په پيل کې ملي پاڅون باله  او دغفور لیوال غوندې دستراتیژیکو مطالعاتو ماهرینو هم اټکل کاوو ، چې کیدای شي ټول افغانستان ونیسي  ، خو داچې دوی یوازې دشلګر ترحبیب ګوډلو پورې پرمختګ وکړ ، معلومه شوه چې دوی ملي پاڅونیان نه بلکې ډمان او اتڼ چیان وو چې یوازې یې ځان ته دومره ځمکه ازادوله چې یو څو ورځې ښه مست اتڼ په کې ووهي .

دشلګر دڅو کلیو تر نیولو وروسته  اربکیانو په خورا نوې روحیه خپل مقصود اعلی ( اتڼ ) ته توجه وکړه ، دوی قسماقسم اتڼونه وکړل ، چې ترټولو جالب یې د ډولا په نامه دیوه اربکي اتڼ وو چې ښایي ترابده داربکیانو دتاریخ یو زرین سرمشق پاته شي ، ډولا اربکی چې په معمولي اتڼ یې تنده نه ماتېده ، خپل کمیس او پرتوګ به یې  دواړه وا ایستل او دکونسپ په کلي کې به دخپلې پوستې با م ته وخوت ، په مبایل کې به یې دنازیه اقبال سندره په فول اواز چالو کړه ، او ده به ورته  په لغړ ځان اربکی اتڼ شروع کړ ، ډولا به وایي کله ناکله داسې ګرم شو چې له ډیره شوقه به داتڼ په منځ کې په ګونډو شو  کُررررررررررر غږ به یې وکړ او ورسره به یې  ( زنداباد ملي پاڅون  ) شعار هم بدرګه کړ .

خو وروسته چې طالبانو له اربکیانو سره دخرپ او ترپ لوبه پیل کړه ، او ددوی په اتڼو یې  دراسکوف ټکان شروع کړل ، ددوی اتڼونه هم دپخوا په پرتله محدود شول ، تردې وروسته  بیا اربکیانو تر اسمان لاندې اودلمر رڼا ته داتڼ خوند ونه کوت ، بلکې اکثره به یې دشپې په خپلو پوستو کې دننه  مېلې جوړولې .

ما یو وخت دافلسفیانه خبره اوریدلې وه  چې په دنیا کې ښه اوبد نسبي دي ، معنی داچې هرشی جانبي عوارض لري ، سره له دې چې تر پرون پورې اربکیانو ترخپل منځ اټن  په مطلق ډول ښه شی باله چې هیڅ جانبي عوارض یې نشته ، نوځکه یې شپه او ورځ په ځان لازمي کړی وو ، خو تېره شپه داتڼ له لاسه اربکیانو ته یوداسې غم ورپیښ شوی چې داتڼ جانبي عوارض یي رابرسیره کړي دي .

بي بي سي دغزني دولایتي شورا دمرستیال په حواله لیکلي چې  داندړو په حبیب ګوډلو کې طالبانو ۱۸ اربکیان وژلي ، ددې خبرله لیدو وروسته مې سمدستي دشلګر له یوه طالب شناخته سره رابطه وکړه ، چې داکیسه څنګه پیښه شوې .

هغه راته وویل موږ خبر سوي وو چې په دې شپه  اربکیان  مېله جوړوي او په پوسته کې دننه اتڼ  وهي ، موږ چې یو څو کم نفر وو دشپې په اوائلو کې مو پوستې ته ځان نږدې کړ او ترهغو منتظر شوو چې اربکیان خپله مېله پوچه کړي ، څرنګه چې دوی په اتڼ کې ځان ستومانه کړی وو او دشپې په وروستۍ برخه کې په درانه خوب ویده شول ، موږ په پوسته ورغلو ، او ۱۸ اربکیان مو ختم کړل ، ده وویل چې په پوسته کې یوازې یواربکی په زخمي حالت کې ژوندی پاته شوی چې ځان یې په مړو اچولی وو .

پخوا به خلکو ویل چې دپاړوګر مرګ دمار له لاسه وي ، مګر دحبیب ګوډلو پیښې ته پام سره ښایي ځیني ووایي  چې ( داتڼ چیانو مرګ داتڼ له لاسه وي )

که انصاف وکړو نو باید ووایو چې طالبان ګرم نه دي ، چې اتڼ چي اربکیان یي داتڼ په مهال یا له اتڼه وروسته وژلي ، کټ مټ همداسې څو میاشتې وړاندې همدې اربکیانو دمیري یو تکړه ملا  مولوی ذبیح الله  هغه وخت ونیو او بیا یي شهید کړ کله چې دسهار په لمانځه ولاړ وو او خلکو ته یې جمع ورکوله ، که ترلمانځه وروسته  دمسلمان مرګ روا وي ، تر اتڼ وروسته خو دکفارو دملګري  مرګ خامخا باید روا شي .

مرګي خو داسي ځوانان یووړل

له ډيره شوقه به سامبولي ګډیدنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x