د نارينه او ښځي د يو بل سره د مشابهت کولو ممانعت

لیکنه : قاري حکیم اللّه صابري-

په انساني ژوند کې د شر او فتنې د پيدا کېدلو او ټولنه پر ناوړه لار دتللو اصل وجه داده چې انسان له خپل فطرت څخه انحراف او مخ ګرځونه وکړي او د طبعي کارونه خلاف طريقه غوره کړي ، له دې څخه څوک سترګې نه شي پټولای چې نارينه او ښځو ته الله تعالی ځانته ځانته طبيعتونه او ځانګړي خاصيتونه ورکړي، هره ډله ځانته بيلي بيلي ځانګړ تياوي لري ليکن که يو د ښځي جوړېدلو کوښښ وکړي يا ښځه دنارينه جوړيدلو کوښښ وکړي نو ښکاره خبره ده چې په نتيجه کې به اخلاقي فساد او ټولنيزه فتنه وزيږوي ، ځکه خو جناب رسول الله صلي اللّه علیه وسلم هغه کس ملعون بللی چې خپل ځان ښځه جوړ کړي او د ښځو مشابهت غوره کړي ، حال داچې الله تعالی هغه نارينه پيدا کړی وي او هغه ښځه هم چې الله تعالی مونث جوړه کړي وي ليکن دا د مذکر جوړېدو کوښښ کوي ــ (المعجم الکبير للطبراني جلد۸ صفحه۲۰۴).

د صحيح بخاري د (کتاب اللباس) په (باب المتشبهين بالنساء ….) کي روايت شوي : عن ابن عباس رضي اللّه عنه قال لعن النبی صلي اللّه علیه وسلم المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال ــ (بخاري شريف جلد۲ صفحه ۸۷۴) .

ترجمه : له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي اللّه علیه وسلم پر هغو نارينه وو چې له ښځو سره مشابهت کوي او پر هغو ښځو چې له نارينه وو سره مشابهت کوي لعنت ويلی دی .

مسلمانه ښځه بايد نه دا سي لباس واغوندي چې هغه له نارينه وو سره مخصوص وي لکه په موجوده زمانه کې پتلون چې صرف له نارينه وو سره مخصوص دی او نه بايد داسي لباس واغوندي چې له يهوديانو ، نصرانيانو او مشرکو ښځو سره مخصوص وي ، ځکه چې له هغوی سره تشبه اسلام ممنوع کړې ، اسلام د نارينه او ښځي تر منځ د امتياز او په ظاهر او باطن کې دکفارو قومونو له تقلید څخه د ازادۍ غوښتونکی دئ .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خاکسار فاریابی
میلمه

ماشاءالله ډیرښه