fbpx
اسماء

حضرت اسما رضی الله عنها – دویمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

دحجاج بن یوسوف ثقفي لښکرو په مکی دمحاصری کړی تنګه کړه، دعبدالله بن زبیر رضی الله عنهُ پلویان یو دبل پسئ یا په شهادتونو رسیدل او یا دده له لښکره په شا کیدل، حضرت عبدالله دحالاتو څرنګوالي لامله خپل مور (بي بي اسما، ذات نطاقین رضی الله عنها ) خدمت کې حاضر شو،وویل : اسلام علیکم ورحمت الله خوږی مورۍ!

بي بي په ځواب کې وویل: وعلیکم السلام ،ای عبدالله! څه لامل تر دی ځایه راوستي ،په داسي حال کې چې دحجاج منجنیقونه( توپونه) ستا دملګرو په لور ډبري وروي، حرم شریف او دمکي کورونه لړزوي!!

حضرت عبد الله په ډیر ادب وویل: محاصری کړی تنګه شوي، زما یوشمیرملګري په شهادت ورسیدل او یو شمیر ملګرومي څنګ خالی کړ تر دی چې زما اولادون او کورنی غړي هم ولاړل، زما سره په کم شمیر کې جنګیالي پاته دي،ممکن دڅو ساعتونو دمقابلي توان هم ونه لرو، دبنو امیه مخور هیتونه او مرکچیان په دی هڅه کې ماته تګ راتګ؛ کوي چې زه څومره دنیاوي پانګه وغواړم راکړي، په بدل کې وسله په زمکه کیږدم او دعبد الملک بن مروان سره بیعت وکړم، زه په همدی موخي ستا خدمت ته حاضر شوم تر څو ماته لار ښوونه او مشوره راکړي، چې څه وکړم؟؟

حضرت اسما رضی الله عنهاځواب ورکړ:ای عبدالله! پریکړه او تصمیم تا پوری اړوند دی، ته پخپلو چارو او مصلحتونو ښه پوهیږئ! که ته په حق او دحق بلنه ورکونکی ئۍ صبر وکړه! په صبر کې دومره قاطع اوسه،څرنګه چې ستا ملګرو ستا دبیرق لاندی په صبر مقاومت وکړ!، که ته دنیا غوره کڼئ؟ او دنیا غواړئ؟ پوه شه چې ډیر بد بنده ئي،چې دخپل ځان سره دي خپل ملګري هم هلاک کړل!!

حضرت عبدالله رضی الله عنهُ وویل: زه په یقیني توګه نن وژل کیږم!

حضرت اسما رضی الله عنها،وویل: داتاته له هغه نه غوره دی ،چې پخپله ځان تسلیم کړی، تر څو دبني امیه ځوانان په تا ملنډی ووهئ!!

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: ای بچیه! ددښمن له ویری داسی څه ونه مني چې زلت سره مخ شئ! په الله قسم چي دتیزی توری وار خوړل ډیر غوره دی،چې ژوند دزلت سره وي!

حضرت عبدالله رضی الله عنهُ وویل: زه له مرګه نه ویریږم، اندیښنه دی چې هغوي به ما مثله کړئ،زما اندامونه به غوڅ او بدن به مې تحقیر کړئ؟!

حضرت اسما رضی الله عنها،وویل: سړی له وژل کیدا وروسته ویره نه لري، حلال شوي پسه ته دپوستکې په ویستو درد نه وي!!

حضرت عبدالله رضی الله عنهُ دمور خبرو په اوریدو دومره خوشحاله شو چې مبارکه ټنډه ئی وغوړید، دمور پښې لاسونونو په ښکلولو سره ئی وویل: برکتي شۍ مورۍ! او ستا په لوړو صفتونو دبرکت شه! زه په دی ګړی همدی لپاره ستا خدمت ته راغلم چي واورم، ماهغه څه واوریدل چې په رښتیا مې اوریدل غوښتل، الله جل جلاله ګواه دی چې مانه سستي کړیده اونه کمزوري، زما قیام ددنیا لپاره ندی،بلکه دالله جل جلاله رضا ، دالله په زمکه دشریعت نفاذ دی، دادی زه هغه څه ته ورځم چې ته ئی خوښوئ! ، که ووژل شوم ؟ زما په مړینې خفګان مکوه اونه غمجنه شئ، بلکه خپل کار الله جل جلاله ته وسپاره!!

حضرت اسما رضی الله عنها،وویل: زه هغه وخت خفګان او غمجنه کیږم چې ته په باطله لار کې ووژل شئ!

حضرت عبدالله رضی الله عنهُ وویل: ډاډ منه اوسه! چې ستا زوی په قصدی توګه دبدو ارادو لاره نه دی غوره کړی، هیڅکله ئې دبیحیائي کار نه دی تر سره کړی، نه ئي دالله جل جلاله په حکم تیری کړی، نه ئي په امانت کې خیانت کړی او نه ئی په قصدی توګه مسلمان او معاهد زورولی دی او نه زما په وړاندې دالله جل جلاله له رضا تر لاسه کولو پرته بل څه غوره دی!!

زما، داخبري ستا دتسل لپاره دي، نه ددی لپاره چې زه ځان پاک وښيم زما په پټو او ښکاره خبرو الله جل جلاله بهتره پوه دی!

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: الحمد لله، ټولي ستائني او یادوني(ثنا او صفتونه) الله جل جلاله لره دي چې ته ئي هغه څه ته تیار او برابر کړي،چې دهغه جل جلاله رضا او زما خوښه دی!!

ای بچیه! ماته نږدی شه چې ستا خوږ بوې ، بوې کړم، او ستا مبارک بدن مسحه! دا به زما له تاسره وروستی اړیکه او وعده وي!

حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنهُ ، دخپلي مبارکې مور لاسونو او پښو په مچوکولو ورنږدي شو، حضرت اسما رضی الله عنها چې خپل زوی په بدن دشفقت لاس تیروو، په ځغری لاس ولګید، وویل: ای بچیه! دا کومه جامه دی چې اغوستی د دی؟ دادهغه چا جامه نه دی چې شهادت غواړئ ؟!!

حضرت عبد الله رضی اللهُ وویل : مور جانې داما ستا د ډاډ لپاره په تن کړیده!

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: دا له ځانه لری کړه،ځکه دا ستا دمنډی ترړی او زړورتیا لامل دی، ته اوږدي جامي په تن کړه ! که ووژل شوي ستا دحیا او عورت پوښښ به وي!!

حضرت عبد الله بن زبیر رضی اللهُ عنهما، دمور خبري دزړه په غوږو واوریدی ،ځکه دادیوي عادي مورخبري نه وي بلکه داسلامي امت دلمړی لیکي په اته لسم(۱۸) نمبر مسلمانانو کې لوړ مقام ترلاسه کړۍ وه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په اصحابو او صحابیه وو کې دی مبارکې ته الله جل جلاله پخپل رحم پیرزو کولو سره، په مکه مبارکه کې دسابقون الاولون په صف کې ودریده!!

داهغه مور وه چې په لمړي ځل ئي مدینه منوره کې درسول الله صلی الله علیه وسلم مهاجرو اصحابو ته تقریباً وروسته له دووکلونو داولاد زیری ورکړ، چې نه یواځی مهاجرو بلکه انصارو اصحابوئي هم مننه وکړه !!

حضرت عبد الله بن زبیر رضی اللهُ عنهما، خپل راتلونکی حال دمبارکې مور دخبرو په ترڅ کې ولید، ځغره ئی وویسته، اوږدي جامي په تن کړي دحرم شریف په لور دتګ په وخت ئی له موره وغوښت،چې ماته په دعا کې کمی مه کوه!!

حضرت بي بي اسمأ رضی الله عنها، لاسونه پورته دحمد،ثنا او درود شریف له لوستلو وروسته له الله جل جلاله ئي داسی دعا وغوښتله: اي الله(جل جلا له)! په عبدالله ورحمیږي، دهغه په هغه عبادت چې دشپی په زړه کې نور به په خواږه خوب بیده و، دی به تاته په اوږد قیام په ژړا ولاړو!

اي الله(جل جلاله) دعبدالله په هغه حال ورحمیږي،چې ده به دمکی اومدیني په اوږدو او ګرمو ورځوکې ستا درضا لپاره روژي نیولي!، ددي په تنده او لوږي ورحمیږه!

اي الله(جل جلاله) دهغه په هغه نیکیو ورحمیږه چې ده دخپل پلار او مور سره کړي دي.

اي الله(جل جلاله) ما هغه ستا آمر ته وسپاره، او زه په هغه قضأ چې تا دهغه په اړوند کړي دی،راضی یم ماته دصبر کونکو ثواب په برخه کړه!!

له دی دعا وروسته حضرت عبدالله رضی الله حرم شریف ته ولاړ او هلته په عبادت بوخت شو، دهمدغي ورځې لمر لا نه و ډوب شوی،چې حضرت عبد الله بن زبیر رضی اللهُ عنهما ،په شهادت ورسید، د حجاج په امر ،سرمبارک يې له بدنه غوڅ او جسد مبارک يې دمکی په دروازه وزړول شو ، مور يې(حضرت اسما رضی الله عنها) راغله وویل: زما زوی په ژوند کې شهسوار و، پس له ژونده هم، له دی ځایه حجاج ته ورغله او حجاج چې دده په راتګ خبر شو ولړزید، وویل: بهترین دښځو په خیر راغله !

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: پر تاد افسوس وي! په زړور جنګیالی او تور زن آسپ سوار څه دردونکی حادثه پیښه شویده؟

حجاج وویل: داجنګ دی، ما د مسلمانانو دخلیفه امر پر ځای کړی.

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: عبد الله به جنت کې وي اوته به اور ته روان يې.

حجاج وویل: زوی دمنافق شوی و، دالله په کورکې الحاد کاوه،حجاج زیاته کړه : قوله تعالى : ( وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ )

الله فرمایلي: هر څوک چې په دي کور کې ظالمانه الحاد اراده ولري؟ دردونکی عذاب ورباندئ چښو! الله ستا په زوی دردونکی عذاب وچښه!

حضرت اسما رضی الله عنها په زړور تیا ځواب ورکړ: تا درواغ وویل:په الله قسم هغه منا فق نه وو بلکه تل يې روژي نیول ، زیات لمونځونه يې کول او صله رحم خاوند و.

حجاج وویل: بیرته وګرزه ته سر بډاله شو يې!

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: په الله قسم په حال یم ، دالله رسول صلی الله علیه وسلم نه می اوریدلې وو: دثقیف له قبیلې یو ورانکار او یو درواغژن راوځي، درواغژن مو ولید (مختار بن عبید ثقفي، چې دنبووت درواغژنه دعوی ئې کړي وه) او ورانکاره ته يې!

په یو روایت: کله عبدالله بن زبیر رضی الله په شهادت ورسید، حجاج بن یوسف ثقفي ، حضرت اسما رضی الله عنها ته ځواب واستو چې راشي، بي بي له ورتګه انکار وکړ، حجاج دوباره ځواب واستو راځي که داسي کسان ولیږم چې له ویښتو د په کشولو راولئ!!

حضرت اسما رضی الله عنها وویل: نه درځم تر هغي چې داسی کسان واستوي ما له ویښتو په کشولو در ولئ!، حجاج ددی خبري په اوریدو خپله راغی وویل: تا ولیدل چې ما دالله دښمن(یعنی ستا زوی) وواژه.

حضرت اسما رضی الله عنها په زړورتیا وویل: زما په نږد ددي جنګ نتیجه دادی چې تا زما دزوی ژوند خراب کړ، او هغه ستا اخرت(دصحیح مسلم په روایت مشکات المصابیح)

عبدالملک بن مروان چې دحجاج له دی ناوړه کاره خبر شو حکم ئې ولیږه تر څو دعبدالله بن زبیر رضی الله عنهُ جسد مبارک له زړندولو خلاص او مورته ئې وسپاري!

حضرت ابن ابي ملکه فرمائې: دعبدالله بن زبیرمبارک جسد چې کوز کړی شو!

لمړی تن زه وم چې حضرت اسما رضی الله عنها ته مې خبر ورسو.

حضرت اسما رضی الله عنها لوښی وغوښت او دعبدالله جسد مبارک ته مو غسل ورکړ او بیامو په کفن کې په ترتیب کیښود،حضرت اسما رضی الله عنها پری دجنازی لمونځ ادا کړ (الاستیعاب الاصابه)

حضرت اسما (ذات النطاقین) رضی الله عنها دسیدنا حضرت ابو بکر صدیق لور ، دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم خینه، دسیدنا عایشه صدیقه بنت صدیق خور، د حضرت عثمان (ابو قحافه) بن عامر لمسئ، دحضرت عبدالله او عبد الرحمن خور، دحضرت زبیر ماندینه او دحضرت عبدالله او عوروه مور وه!!

حضرت اسما رضی الله عنها دلوړ همت خاونده اوتل يئ خپلو اولادونو ته دغیرت او شهامت درس ورکاوه، ټول عمر يې دخیر او برکت هنداره وه، دابن سعد په روایت دامبارکه درسول الله صلی الله علیه وسلم دمهاجرواصحابووو څخه وروستئ صحابیه وه چې دهجرت په ۷۳ کال د شاوخوا( ۱۰۰) کلونو په عمردجمادالاول په میاشت کې د حضرت عبد الله بن زبیر رضی اللهُ عنهما دشهادت نه لسو او شلو ورځو ترمینځ موده کې له دی فانی دنیا کډه وکړه!

انا لله وانا الیه راجعون.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د