afghan music

پښتو نه مري!

د پښتو د سندرغاړو نومونه ماشاءالله اوس نابغه انسانان هم نه شي زده کولای، څه مانا موږ، پښتو به نو خود په نړۍ واله سطحه  لوړ مقام ګټي، په زياته بيا چې د افغاني موسيقۍ د لا پياوړتيا لپاره ځانګړې غونډې جوړېږي، په فسبوک کې، په سايټونو کې، په دا اف – ام ، ميف – ام کې ، په ادبي خوځښتونو او بهيرونو کې!

اوس خلک هم ورته حيران دي چې کومې سندرې واوري، ځکه چې يوه واوري هغه دومره خوږه وي لکه پتاسه، او بله تر هغې خوږه، اوسني ستوري دي که سيارې دي،ټول ډېر اخلاصمن او مسلک ته ژمن خلک دي چې په نيمه خوله اومنې ته  درسره ځي، طلوع تلوېزون، چې بيا لمر هم پکې راوخوت، او يوه ارماني راډيو هم پکې جوړه شوه،

لکه د اسمان ورور داسې دی، ستوري په دوی کې راخېژي، لمر هلته دی، برېښنا د غږ ځلا او هر څه د دوی، افسوس موږ څومره  تياره تياره يو، چې نه له هغې خوا پکې ښکاره شوو، او نه مو په کور کې لمر طلوع وکړه!!

دوی دې خدای لري(!) که نه او س به پښتو د ايران په پښو کې پرته وه! د پښتو موسيقۍ د پراختيا د دفتر له لوري په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې: (( هغه څوک چې څه ناڅه له سازو شعرونو او ادبياتو سره مينه لري، لږ لږ دې غاړې تازه کوي، ګوندي هغه داسې يو غږ ولري چې بيا يې کېسټ هر موټروان په مينه مينه واخلي او د شهرت لوړو لوړو پوړيو ته وخېژي، لکه د دموسيقۍ د افق په ستورو کې ځينې مشهور نومومه، فېروزخان، عبيد، شمعه، حيدر او ….))

شاعران خو دې ژوندي وي، او اوس دوی هم ماشاء الله ښه دي، ښه ډېر دي، او هر يو يې شکر دی فيسبوک لري او هم د سايټونو پتې! تېره ورځ د شال ادبي بهير يو تن فعال غړي، ځوان شاعر، تکړه ليکوال ، ژباړن او ژورناليست سيدغلام غلامي راته وويل چې: (( اوسني شعرونه ډېر ښه شوي دي، شاعران سندرغاړوته لاس رسی لري. خو يو يو سندرغاړی يې بيا لږ غټه وايي، زما يو ملګری عزت الله نومېږي ، په شاعرۍ کې والله که ډېر بد وي، يوه مياشت مخکې يې خپل يو غزل محمد ايوب ته ورکړی وو چې سندره يې کړي، خو هغه بېرته د بهير يو بل ملګري ته سپارلی وو. او يوه بله خبره ده چې زه خو يې چنداني نه خوښوم زموږ ټول شاعران ملګري، څو- څو فيسبوکه لري، چې پر خپلو شعرونو او ليکنو تبصرې ليکي، دوی وايي چې له دې سره هم شاعري ښه کېږي او هم کره کتنه!.))

په پوهنتون کې هم تکړه تکړه ځوانان شته، ښه ښه کدرونه دي، چې په راتلونکي کې ښه تمه ورته کېږي، د ژبو او ادبياتو د پوهنځي يو تن تکړه محصل نوربالدين سياسي داسې راته وايي: (( د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې تکړه تکړه شاعران، ليکوالان ژباړنان شته، دلته دوه ډوله محصلين دي، يو شاعران او ليکوالان او دويم د چپټر محصلين، زما په نظر دا دواړې ډلې ښې دي، خو دوی پر يو بل يوڅه نيوکې کوي، دا شاعران يې وايي چې د چپټر محصلين دروېش دُرانی او دروېش کاکړ نه سره پېژني، او دا نور وايي چې د دوی فېصدي بېخي کمه وي. مګر اصلا د مايکرو محصلين ښه نه دي، چې استاد يې له جرابو څخه د نقلونو پارچې راباسي.))

د ادبي بهيرونو او خوځښتونو د خوځښتونو بهير هم ډېر د ستايلو وړ دی، پر اثارو ډېره ګټوره کره کتنه کوي، ښه ښه ادبي درسونه وړاندې کېږي خو ډېر وخت يې له کره کتنې نه کينه کتنه جوړه شي. پرون په يوه بهير کې بيا چا دا نيوکه کوله چې ځينې بهيرونه هسې سايټونو ته رپوټونه تيارووي،ده ويل چې زموږ په بهير کې يوه ورځ ډېرې سختې ټوکې شروع شوې، خو بله ورځ يې ډېر ښکلی رپوټ په يوه راډيو کې له يوې ادبي خپرونې څخه نشر کېدو.

ليکوال: نقيب احمد عزيزي

۱۳۹۱-۱۲-۹

ننګرهار پوهنتون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د