نړۍ

دبۍ: «برج خلیفه» ته څېرمه ۶۳ پوړیز هوټل اور اخیستی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په دبۍ کې د نوي ۲۰۱۶ زيږديز کال د لمانځنې په اړه جوړ شوي جشنونه وروسته له هغې په اندېښنو بدل شول چې د جشن سيمې ته چې د برج خليفه ته څېرمه ټاکل شوی و، يوه ۶۳ پوړيز هوټل اور واخيست.

تر دا مهاله د اور لګېدنې علت نه دی معلوم شوی خو په تلويزيونو ښودل کېږي چې له اور لګېدو څخه وروسته چې ټول هوټل يې په لمبو کې پټ دی او جشن ته راټول شوي په زرګونو ښځې او نارينه له سيمې څخه خوندي ځايونو ته په منډه دي.

څو شيبې وړاندې د دوبۍ چارواکو وويل چې اور يې مړ کړی او سيمه يې له خلکو تخليه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په دغه سيمه کې د هر نوي کال له پېلېدو سره سم جشنونه کيږي چې په کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلک ګډون کوي.

ياد هوټل د دبۍ ۱۹ مه لوړ پوړیزه ودانۍ بلل کيږي، چې په ۲۰۰۸ زيږديزکال کې يې د تعمير چارې بشپړې شوې دي، دعه هوټل ۱۹۶ اپارتمانونه لري چې ۶۲۶ اطاقونه يې پکې دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخې د هوټل ټول اطاقونه ددغه چشن د مراسمو له پاره نيول شوي وو، چې د اور لګېدو پر مهال په سلګونو تنه هغه کسان چې مېلې ته ورغلي و ايسار وو.

له پېښې وروسته د دبۍ په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او په سيمه کې ګڼ شمېر امبولانسونو او مرستندويه ټولنو دپېښې ځای ته ځانونه رسولي دي.

تر اوسه مالومه نه ده چې د نړۍ تر ټولو دنګې ودانۍ (برج خلیفه) هغه مراسم به وځنډول شي او کنه، چې هر کال د نوي کال په لومړیو شیبو کې د اور لوبي يوه لویه ننداره وړاندي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت خان

سزا یی تر دې هم بدتره چې کرسم لمانخي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x