نړۍ

ملګري ملتونه: تېر کال يو ميليون کډوال اروپا ته تللي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونود کډوالو اداره «يو اين ايچ سي ار» وايي چې په تېر ۲۰۱۵ زيږدیز کال کې يو ميليون کډوال اروپايي هېوادونو ته اوښتي دي.

د کډوالو د ادارې په کلني راپور کې راغلي چې سږ کال اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر د تېرکال په پرتله پنځه برابره زيات شوی دی، چې اروپا ته د تلونکو کسانو شمېريوميليون او ۵۷۳ تنه حساب شوی، چې دغه شمېره په ۲۰۱۴ ز کال کې ۲۱۶ زر حساب شوې وه.

دغه کډوال چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلک په کې دي په لومړۍ درجه سوريه ده چې د کډوالو نږدې نيمايي برخه جوړوي.

همدغه راز په دغه کډوالو کې د افغانستان ۲۱ سلنه خلک دي چې اروپا ته د تلونکو کډوالو په دوهمه درجه زيات شمېر ګڼل شوی.

د راپور له مخې د دغو کډوالو اتیا سلنه يې يونان ته رسيدلي او ګڼ شمېر نور يې د لاسبوس جزيرو ته رسېدلي دي.
په دغه کډوالو کې تېر کال نږدې ۴ زره تنه وژل شوي او د کښتۍ د ډوبېدو له امله په اوبو کې ورک شوي دي.

بايد وويل شي چې په ۲۰۱۵ زيږدیز کال کې له افغانستان څخه په دومره زیات شمېر ځوانان اروپايي هېوادونو ته ځکه تللي چې په هېواد کې د ګډ حکومت د راتګ سره بې کاري او اقتصادي ستونزې زياتې شوې چې د ځوانانو اروپايي هېوادونو ته مخه شوه.

که څه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځينې نورو دولتي چارواکو اروپا ته د تلونکو ځوانانو څخه غوښتې چې په خپل هېواد کې پاتې شي خو اروپا ته تلونکي ځوانان وايي چې په هېواد کې د يو پياوړي نظام نه شتون او بې کاري ددې سبب شوی چې دوی نورو هېوادونو ته په تګ مجبور شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x