ټولنیزه برخه

اسلامي نړۍ او سيکولرېزم/زاهد جلالي

يو دوست زما بلاګ کې دغه تبصره کړې وه او ما يې هم ځواب ويلى، کېداى شي مفيده وي، ځکه مې دلته د نشر اراده وکړه:

سردار محمد منګل
27.02.2013 08:10
حلالی صاحب ستاسې لیکنې مې خوښېږی او استفاده ورنه کوم، مګر یوه خبره چې اکثره پښتانه ورباندې ځان نه پوهوي دا ده چې دوی مسایل سره ګډوي. دیني عقیده، ساینس، اقتصادي سوکالي، … که یو مسلمان دا ونه مني چې حضرت محمد ص د خدای استازی دی ، نو بې له شکه له اسلامه وځي، مګر د اقتصاد، تعلیم و تربیې، ساینس، طب او نورو مسایلو لپاره بیا نور معیارونه دي. جاپان اسلامي هېواد نه دی مګر په اقتصاد تر مونږ ښه پوهېږي.

موږ که اقتصادي پرمختګ غواړو او د جاپان په ځای د خپلو فقهاوو کتابونه پسې ګورو، دا نو زما په اند ځان تباه کوو. مونږ که ناروغان یو او د زر کاله پخوا وخت د یوه مسلمان کتاب بسې ګورو، دا خو هم له ځان سره او هم له طبابت سره ظلم کوو. مونږ که په خپلو حقوقي، اقتصادي او سیاسي نظامونو کې د خپل خیر او شرایطو مطابق تحول نه منو، دا خو لکه خودکشی چې کوو. حضرت عمر ( رض) چې په کومه طریقه خلیفه شو، هغه طریقه اوس نتیجه نه ورکوي. اوس د یوه ملت هر وکړی د رایې د لرلو غوښتنه لري. طالبانو عشر ټولاوه، خو مالیات د اوس لپاره لا بهتره لاره ده. عشر به یې له بزګره چې د ماشومانو ته یې ډوډۍ نه شوای برابرولای ، هم اخیسته، حال دا چې مالیات یوازې د ځمکې له څښنه اخیستل کېږي.
زما په اند که دین او سیاست او نور مسایل سر ه بېل نه کړو، هم به مو دین بایللی وي ، هم دنیا. پښتانه ځان ډېر مسلمان مسلمان کوي، حال دا چې تر ټولو غریب، تر ټولو وروسته پاتې او تر ټولو ناامنه دي. جلالي صاحب که ارقامو ته مراجعه وکړې،. حقایق متاسفانه نور دي. تمدن او د انسان سوکالي په پکتیکا یا وزیرستان کې نشته، خو په سویدڼ کې شته. همدا د وزیرستان سړي ته که د سویډڼ ویزه ورکړې، سباسبا ته کډه کوي. تر څو به په حقایقو سترګې پټوو. والسلام
________________________
د بلاګر ځواب:
مننه منګل صاحب، تاسو ته تل ښه راغلاست وايو
موږ هېڅ کله نه غواړو چې د اقتصادي مسايلو له پاره دې د فقهاو کتابونه وکتل شي، مګر موږ وايو چې اقتصادي پرمختګ چې زموږ ستره هيله ده، د اسلام په چوکاټ کې دې وشي، دا بيا تر ټولو قوي راځي، په غرب کې چې کوم اقتصادي بهران راغلى، د دې په هکله مسلمانو فقهاو او اقتصاد پوهانو، لکه حسين حامد حسان وويل چې موږ دوى ته ته وايو چې که چېرته د اسلام اقتصادي سېستم عملي کړي، هېڅ کله به دوى له دغه مشکل سره مخ نه شي. موږ چې کله سيکولرېزم غندو موخه مو همدا ده چې په کنده کې ونه غورځو. دا چې په پکتيا کې يا وزيرستان کې خلک وروسته پاتي، لامل يې اسلام نه دى، د دې عوامل نور دي او څانته بحث ته اړتيا لري.
تاسو د غرب يادونه کړې وه، موږ غواړو د غرب په څېر پرمختګ وکړو، خو ټکنالوجيکي نه روحي، ځکه نن تاسو وينئ چې غرب کې څومره ځانوژنې کېږي، د دې عامل څه دى، همدا له دينه لرې توب دى.
ګوره وروره، په غرب کې سيکلرېزم د پرمختګ يوازينى حل و، خو اسلامي نړۍ کې داسې نه ده. غرب چې کوم پرمختګ کړى، دا د نورسي خبره له اسلامي نړۍ بلاربه شوې، دا چې غربيان د محرف مسيحيت په مقابل کې پاڅېدل او دين له يې دنيا بېل کړ، يو علت يې دا و چې دوى په خپل څنګ کې يېو پرمختللى اسلامي هېواد (اندلس) ليده او ځورېدل چې موږ ولې پرمختګ نه دى کړى. اندلس په سيکولرېزم پرمختګ نه و کړى، په دين يې کړى و ځکه کامياب هم وو.
نن اسلامي نړۍ وروسته پاتې ده، ځکه دوى له خپل دينه لرې شوي دي، که نه تاسې زموږ د فقهاو ژوند ولولئ، زموږ فقها په هغه وخت کې چې نه تلسکوب و او نه نور پرمختتللي وسايل، ويل يې چې ځمکه کې اکسيجن دى او په نور ځاى کې نه شته، ځمکه کروي ده، دا ټول د امام رازي نظريات وو چې د قرآن وتلى مفسر، اصولي او فقيه عالم و، هغه وخت کې نه سويډن په دغه حالت کې وو نه امريکا او نه لندن، همدا رنګه تاسې د اسلام تاريخ ته وګورئ، په اندلس کې عجيب او غريب پرمختګ په سيکولرېزم راغلى وو؟؟
اسلام د مسيحيت په څېر نه دى چې د پرمختګ مخه ونيسي. اسلام خلک پرمختګ ته هڅوي او امر کوي چې په ځمکه کې وګرځي او مخلوقاتو کې فکر وکړئ.
پاتې شوه د خلفاو د انتخاب طريقه. فقها د اسلام د انتخاب د طريقې په هکله وايي چې اسلام د حکومت د مشر د انتخاب له پاره کومه ځانګړې طريقه نه ده اجباري کړې، څو خلک د هر عصر مطابق مشران انتخاب کړي. آن که د خلفاو د انتخاب طريقې ته وګور، ډېره مهذبه او متمدنه طريقه وه، څه وحشيانه او دکتاتورانه طريقه نه وه، ابوبکر صديق رضي الله عنه په مستقيم انتخاب خليفه شوى او نور خلفا په غير مستقيم چې شورى يا د نن په اصطلاح د پارلمان له لورې.
د سياسي علومو په کتابونو کې د حکومت دېموکراتيک انتخاب په دوو طريقو دى، يو مستقيم او بل غير مستقيم چې دا دواړه طريقې د خلفاو په عصر کې استعمال شوي، که يې په دې عصر کې تطبيق کړو، څه مشکل رامنځ ته کوي؟؟ هېڅ نه، بلکې يوه مهذبه او متمدنه طريقه ده.
د عشر او د ټکس مسله کې، عشر يا زکات د ټکس په ځاى نه دى، اسلام حکومت له دې نه منع کوي چې ټکس دې په خلکو ولګول شي، فقهاو په دغه موضوع کې تفصيلي ليکنې کړي، شيخ شلتوت د ټکس او زکات فرقونه ښکاره کړي، نو اسلام هېڅ کله ټکس نه دى منع کړى او نه کوم مشکل واقع کېږي چې له مالدارو خلکو د زکات واخيستل شي، بلکې د ټولنې د پرمختګ يوه ښه او مناسبه لار ده.
په درنښت
ز.ج

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x