نړۍ

د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې په سوریه کې ۵۵ زره کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې د تېرو پنځو کالونو راهیسي کورنۍ جګړه روانه ده چې یوازي د ۲۰۱۵ کال په اوږدوکې هلته تر ۵۵ زره ډیر کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو په ډله کې ۲۵۰۰ ماشومان دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي ویلي چې په سوریه کې د پاڅون د پیل څخه تر اوسه لږ تر لږه ۲۶۰ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې جګړه کوونکي دي.

د سوریې پاڅون د ۲۰۱۱ میلادي کال په مارچ میاشت کې پیل شو.

د سوریې د ۲۰۱۵ کال په جګړو کې ۵۵ زره کسان وژل شوي، په هغوی کې دیارلس زره ملکي وګړي دي، ۲۵۷۴ ماشومان دي او پاته نور ټول په جګړو کې ښکېل کسان دي.

د ۲۰۱۵ کال تلفات د ۲۰۱۴ کال په نسبت کم دي، په ۲۰۱۴ کال کې ۷۶ زره کسان په سوریه کې ووژل شول.

د ۲۰۱۵ کال په وژل شویو جنګیالیو کې ۷۷۹۸ د ازاد پوځ او نورو ډلو دي او ۱۶ زره وژل شوي په داعش او په سوریه کې د القاعده تنظیم د څانګي جبهة النصره پوري تړلي دي.

په مجموع کې ۱۷ زره جنګیالي د اسد رژیم د ځواکونو څخه وژل شوي چې په هغوی کې ۸۸۰۰ پوځیان دي، ۷ زره جنګیالي د هغه شیعه ملیشو څخه وژل شوي چې د اسد رژیم په ملاتړ جنګیږي او همدارنګه ۳۷۸ د لبنان د شیعه ګوند حزب الله پوري تړلي جنګیالي دي.

د بشري حقونو د څار ډلي ویلي چې په وژل شویو کې د ۲۷۴ کسانو هویت نه دی پېژندل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x