شعـــــرونه

غزل – سعادت کلیوال

سپیڅلیه!د ښایست ملکو وروره پټ راځه.
رنګینه!د بدرنګ شیطان له کوره پټ راځه.

ماحول غماز غماز دی ته له ورایه معلومیږې.
په خوله د محبت ناقرار شوره پټ راځه.

بې وسه زندګی ده چاته هیڅ ویلی نشو.
بس غلی د ظالم رقیب له زوره پټ راځه.

تر څو به فرار ګرځې د دنیا له عدالته.
لونګه! د یارۍ په جرم توره پټ راځه.

د خلکو خولې، خبرې، تهمتونه، سره اورونه.
د تورې نړۍ ښکلیه له پیغوره پټ راځه.

دې در ته سعادته په اغزنو لارو تګ دی.
راځې چه د رندانو چم ته ګوره پټ راځه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x